يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - درويشتم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱بيا ايُوب جواب ورکړو، ۲”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى. ۳کاش چې ما هغه موندلے شوے، نو زۀ به د هغۀ دربار ته تلے وم. ۴زۀ به خپله مسئله هغۀ ته وړاندې کړم، او د هغۀ په حضور کښې به ټول عرضونه پېش کړم. ۵چې هغه ما له څۀ جواب راکوى نو زۀ به ورته غوږ ونيسم، او چې څۀ راته وائى په هغې باندې به ځان پوهه کړم. ۶د دومره لوئ طاقت سره به هغه زما مخالفت کوى څۀ؟ خو نه داسې نۀ ده، هغه به زما خبره په توجو سره واورى. ۷يو نېک سړے د هغۀ سره د خبرو کولو حق لرى، او زما قاضى خُدائ پاک به مې د تل دپاره بې‌ګناه وګرځوى. ۸ګوره چې زۀ مخکښې ورشم نو هلته هم نۀ وى او کۀ شاته لاړ شم نو هلته هم نۀ وى، ۹نۀ يې په ښى طرف موندے شم او نۀ يې په ګس طرف موندے شم. ۱۰خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم. ۱۱زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے. ۱۲زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے. ۱۳خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى. ۱۴هغه چې زما دپاره کومه منصوبه لرى نو هغه به پوره کوى، او هغه زما دپاره ډيرې منصوبې لرى. ۱۵نو په دې وجه زۀ د هغۀ په حضور کښې يرېږم، کله چې زۀ په دې سوچ کوم نو په يره کښې راګېر شم. ۱۶خُدائ پاک زۀ بې‌زړۀ کړے يم، او قادر خُدائ زۀ يرولے يم، ۱۷خو زۀ په تيارۀ کښې راګېر يم، او تکه توره تيارۀ زما نه راتاو ده.