ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - دیارلسم فصل

حضرت لوط او حضرت ابرام سره جلا کیږي

۱حضرت ابرام د خپلې ښځې او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د مصر څخه د کنعان جنوبي خواته لاړ او حضرت لوط د هغه سره لاړ. ۲حضرت ابرام شتمن سړی ؤ او هغه ډېر حیوانات، سره زر او سپین زر درلودل. ۳هغه یو ځای او بل ځای ګرځېده او د بیت ئیل طرف ته لاړ. او هغه ځای ته ورسېده چې د بیت ئیل او عای ترمنځ پروت دی او حضرت ابرام پخوا هلته خپلې خېمې ودرولې وې. ۴چېرته چې هغه د قربانۍ ځای جوړ کړی ؤ، هلته هغه د څښتن عبادت وکړ.

۵او حضرت لوط هم چې د حضرت ابرام سره ؤ د پسونو او وزو رمې او پادې او خېمې درلودلې. ۶په دې خاطر چې هغوی دواړو ډېر زیات حیوانات درلودل او د هغوی دپاره په کافي اندازه د څړځایونه نه وو، نو دوی نه شو کولی چې دواړه یوځای سره واوسیږي. ۷نو د حضرت ابرام او حضرت لوط د شپانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه. په هغه وخت کې کنعانیان او فرزیان هم په دې خاوره کې اوسېدل.

۸نو حضرت ابرام لوط ته وفرمایل: <زما او ستا، یا زما د شپانو او ستا د شپانو ترمنځ باید شخړه نه وي، ځکه چې مونږ یو د بل سره ورونه یو. ۹نو بیا راځئ چې سره جدا شو. د ځمکې هره برخه چې ته غواړې هغه انتخاب کړه. ته یو خوا لاړ شه او زه به بلې خواته لاړ شم.>

۱۰حضرت لوط شاوخوا ته وکتل او د اردن ټوله دره یې ولیدله چې د سوغر پورې لکه د څښتن د باغ او مصر په شان شنه وه. دا هغه وخت ؤ چې څښتن لا سدوم او عموره له منځه نه وو وړي. ۱۱نو حضرت لوط د اردن ټوله دره د خپل ځان دپاره خوښه کړه او د لمرخاته خواته یې کډه وکړه. په دې ډول هغوی یو د بل څخه بېل شول. ۱۲حضرت ابرام د کنعان په خاوره کې پاتې شو او حضرت لوط د هغو ښارونو په منځ کې چې په دره کې پراته وو ځای په ځای شو او سدوم ته نژدې یې خېمې ودرولې. ۱۳د سدوم خلک ډېر بدکاره وو او د څښتن په مقابل کې یې ډېر سخت ګناهونه کول.

حضرت ابرام حبرون ته کډه کوي

۱۴د حضرت ابرام څخه د حضرت لوط له جدا کېدلو وروسته څښتن حضرت ابرام ته وفرمایل: <اوس دې خپلې سترګې پورته کړه او د هغه ځای څخه چې ته په کې یې، شمال، جنوب، لمرخاته او لمرپرېواته خواته وګوره. ۱۵دا ټوله ځمکه چې ته یې وینې زه به یې تا او ستا اولادې ته درکړم او دا به تر ابده پورې ستاسو وي. ۱۶زه به تاته دومره زیاته اولاده درکړم چې د خاورو د ذرو په شان وي چې څوک یې نه شي شمارلی. ۱۷اوس لاړ شه او ټول هېواد وګوره، ځکه چې هغه ټول تاته درکوم.> ۱۸نو حضرت ابرام خپلې خېمې واخیستلې او د ممري لویو ونو ته نژدې چې په حبرون کې دي ځای په ځای شو او په هغه ځای کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.