ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - شپږم فصل

د تبر د سر معجزه

۱یوه ورځ د نبیانو ډلې الیشع ته وویل: <په کوم ځای کې چې مونږ ستاسو د مشرۍ لاندې اوسېږو، ډېر کوچنی ځای دی. ۲مونږ ته اجازه راکړئ چې د اردن سیند ته لاړ شو او مونږ هر یو، یوه یوه ونه ووهو ترڅو وکولای شو د اوسېدلو دپاره یو ځای جوړ کړو.>

الیشع ځواب ورکړ: <ځئ، لاړ شئ!>

۳د نبیانو له ډلې څخه یو تن پوښتنه وکړه: <تاسو زمونږ سره نه ځئ؟>

الیشع ځواب ورکړ: <هو، درسره ځم> ۴او هغه ورسره لاړ.

کله چې هغوی د اردن سیند ته ورسېدل نو د ونو په وهلو یې پیل وکړ. ۵هغه وخت چې یو نبي کار کاوه، د هغه تبر د لاستي څخه ووت او په اوبو کې ولوېد. هغه چیغې ووهلې: <آه ای زما باداره! دا تبر ما د چا څخه امانت اخیستی ؤ.>

۶الیشع د خدای نبي پوښتنه وکړه: <هغه په کوم ځای کې ولوېد؟> سړي هغه ځای ته په ګوته اشاره وکړه او الیشع یو لرګی پرې کړ او په هماغه ځای کې یې په اوبو کې واچاوه. د تبر سر د اوبو سطحې ته راپورته شو او د اوبو دپاسه ګرځېده. ۷الیشع هغه ته وویل: <اوس یې راواخله.> سړي لاس وراوږد کړ او هغه یې راونیوه.

د سوریې د لښکرو ماتې

۸د سوریې پاچا د اسراییلو سره جنګ کاوه. هغه د خپلو عسکري منصبدارانو سره مشوره وکړه او د خېمو د ودرولو دپاره یې یو ځای غوره کړ.

۹مګر الیشع د اسراییلو پاچا ته دا خبرداری ورولېږه: <هغه ځای ته نژدې ورنه شئ. ځکه چې د سوریې لښکرو په هغه ځای کې خېمې ودرولې دي.> ۱۰نو پاچا هغو خلکو ته چې په هغه ځای کې اوسېدل خبرداری ورکړ چې د خپلو ځانونو ساتنه وکړي. دا کار څو ځلې وشو.

۱۱کله چې د سوریې پاچا په دې پوه شو چې څه کیږي هغه ډېر په قهر شو. هغه خپل عسکري منصبدران راوغوښتل او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ستاسو څخه څوک د اسراییلو د پاچا پلوي کوي؟>

۱۲د هغوی څخه یو تن ځواب ورکړ: <ای اعلیحضرته، هېڅوک نه، دا یو اسراییلی نبي دی چې الیشع نومیږي. هغه خپل پاچا ته خبر ورکوي، حتی هغه خبرې چې تاسو یې د خپلې خوب په کوټه کې کوئ.>

۱۳پاچا حکم وکړ: <هغه چې هر چېرې وي راپیدا یې کړئ! زه به عسکر ولېږم ترڅو هغه ونیسي.> هغوی خبر شول چې الیشع د دوتان په ښارګوټي کې دی او پاچا ته یې خبر ورکړ. ۱۴هغه یو لوی لښکر د آسونو او جنګي ګاډیو سره هلته ولېږه. هغوی د شپې له خوا روان شول او هغه ښارګوټی یې کلابند کړ.

۱۵بله ورځ سهار وختي، کله چې د الیشع خدمتګار راپاڅېد او بیرون راووت، ویې لیدل چې د سوریې لښکرو د آسونو او جنګي ګاډیو سره ښارګوټی کلابند کړی دی. هغه الیشع ته راستون شو او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ای زما باداره، څه وکړو؟>

۱۶الیشع ځواب ورکړ: <مه وېرېږه! زمونږ لښکرې د هغوی په پرتله زیاتې دي.> ۱۷بیا هغه داسې دعا وکړه: <ای څښتنه، د هغه سترګې وغړوه چې وویني.> او څښتن د هغه خدمتګار ته توان ورکړ چې د الیشع شاوخوا غونډۍ وویني، چې د اور لرونکو آسونو او لمبه لرونکو ګاډیو څخه ډکې دي.

۱۸څنګه چې د سوریې لښکرې ورنژدې شوې، الیشع دعا وکړه: <ای څښتنه، دا عسکر ړانده کړه!> نو د الیشع د دعا په اساس څښتن هغوی ړانده کړل.

۱۹الیشع د دښمن لښکرو ته وویل: <تاسو په غلطه لاره او غلط ښارګوټي ته راغلي یئ. ما پسې راځئ. زه به تاسو هغه سړي ته ورسوم چې تاسو یې لټوئ.> الیشع هغوی د سامرې ښار ته بوتلل.

۲۰کله چې ټول عسکر ښار ته ننوتل، الیشع دعا وکړه: <ای څښتنه، اوس د دوی سترګې وغړوه چې وویني.> نو څښتن د هغوی سترګې وغړولې او هغوی ولیدل چې دننه په سامره کې دي.

۲۱کله چې د اسراییلو پاچا هغوی ولیدل، د الیشع څخه یې پوښتنه وکړه: <ای ښاغلیه، آیا هغوی ووژنم؟ آیا هغوی ووژنم؟>

۲۲الیشع ځواب ورکړ: <نه، حتی هغه لښکرې چې تا په جنګ کې هم نیولې وي، نو ته حق نه لرې چې هغوی ووژنې. د هغه په ځای هغوی ته د خوړلو او څښلو دپاره یو څه ورکړه او هغوی پرېږده چې بېرته خپل پاچا ته ورستانه شي.> ۲۳د اسراییلو پاچا هغوی ته یوه لویه مېلمستیا تیاره کړه. کله چې هغوی د خوړلو او څښلو څخه وزګار شول، نو هغوی یې بېرته د سوریې پاچا ته ورولېږل. له هغې وروسته د سوریې لښکرو تر ډېرې مودې پورې د اسراییلو په سیمه باندې برید ونه کړ.

د سامرې کلابندي او قحطي

۲۴یو څه موده وروسته، د سوریې پاچا بنهدد خپل ټول لښکر سره راغونډ کړ، بیا هغوی سامرې ته روان شول او هغه یې کلابنده کړه. ۲۵هغوی خپلې کلابندۍ ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړ ترڅو په ښار کې د خوراک دپاره هېڅ شی پاتې نه شو. په حقیقت کې، د خره یو سر په اتیا مثقاله سپینو زرو او د کوترې دوه سوه ګرامه فاضله مواد په پنځه مثقاله سپینو زرو باندې خرڅېدل.

۲۶یوه ورځ د اسراییلو پاچا د ښار په دېوال باندې قدم واهه، یوې ښځې هغه ته نارې کړې: <ای اعلیحضرته، زما سره مرسته وکړئ!>

۲۷پاچا وویل: <څښتن چې ستا سره مرسته نه کوي، نو زه یې څنګه وکړم؟ آیا ته فکر کوې چې زما سره غلې دانې یا د انګورو شراب شته چې تاته یې درکړم؟> ۲۸وروسته هغه د ښځې څخه وپوښتل: <څه شکایت لرې؟>

هغې ځواب ورکړ: <دې ښځې وړاندیز درلود او ماته یې وویل: نن ورځ ته خپل زوی دلته راوړه چې ویې خورو او زه به سبا ته خپل زوی راوړم چې دواړه یې وخورو. ۲۹نو ما خپل زوی پوخ کړ او هغه مو وخوړ. بله ورځ مې هغې ښځې ته وویل چې خپل زوی راوړه چې ویې خورو، خو هغه یې پټ کړ.>

۳۰کله چې پاچا دا کیسه واورېدله، هغه له غمه خپل کالي وشلول. څرنګه چې هغه د ښار په دېوال باندې ولاړ ؤ، نو خلکو ولیدل چې هغه د خپلو کالیو لاندې د ویر کالي اغوستي وو. ۳۱هغه وویل: <خدای دې ما ووژني چې د ورځې د ختمېدو څخه مخکې د الیشع سر د تنې نه پرې نه کړی شي!> ۳۲نو هغه د الیشع پسې یو استازی ولېږه چې هغه راولي.

په هغه وخت کې الیشع په خپل کور کې ؤ او د اسراییلو ډېرو مهمو سپین ږیرو د هغه سره غونډه درلوده. مخکې له دې چې د پاچا استازی ورورسیږي، الیشع هغو ته وویل: <آیا پوهېږئ چې هغه قاتل، یو نفر زما د سر د پرېکولو دپاره رالېږلی دی؟ هرکله چې هغه راشي، دروازه بنده کړئ او هغه دننه مه راپرېږدئ. زه یقین لرم چې د هغه بادار به په خپله هم د هغه پسې راشي.>

۳۳د الیشع خبرې پای ته نه وې رسېدلې، چې پاچا راورسېد. هغه وویل: <دا څښتن دی چې په مونږ باندې یې دا کړاو راوستی دی. نور ولې د هغه مرستې ته انتظار وباسم؟>