ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - درویشتم فصل

د عتلیا په ضد یاغیتوب

(دوهم پاچاهان ۱۱: ۴ - ۱۶)

۱د شپږ کالو انتظار څخه وروسته یهویاداع کاهن پرېکړه وکړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې یو کار وشي. هغه د دغو پنځو عسکري منصبدارانو سره تړون وکړ: د یروحام زوی عزریا، د یهوحانان زوی اسماعیل، د عوبید زوی عزریا، د عدایا زوی معسیا او د زکري زوی الیشافاط. ۲هغوی د یهودا ټولو ښارونو ته سفر وکړ او ټول لاویان او د اسراییلو د طایفو مشران یې اورشلیم ته راغونډ کړل.

۳هغوی ټول د خدای په کور کې سره راغونډ شول او هلته یې د یوآش یعنې د پاچا د زوی سره یو لوظ وکړ. یهویاداع هغوی ته وویل: «دا د پاچا زوی دی. لکه څنګه چې څښتن وعده کړې ده چې د داود اولاده به پاچاهان وي، نو هغه باید پاچا شي. ۴مونږ به داسې وکړو: د کاهنانو او د لاویانو درې ډلې به د سبت په ورځ په خپله وظیفه کې موجودې وي. یوه ډله به د خدای د کور د دروازو ساتنه کوي ۵او بله ډله به د شاهي ماڼۍ ساتنه کوي او پاتې نور به په هغه دروازه کې چې د بنیاد په نوم یادیږي، ودرول شي. نور ټول خلک به د څښتن د کور په حوېلۍ کې سره راغونډ شي. ۶پرته له کاهنانو او لاویانو چې په دنده کې دي، هېڅوک دې د څښتن کور ته نه ننوځي. پورته نومول شوي کاهنان او لاویان کولای شي چې ورننوځي، ځکه چې هغوی پاک شوي دي، خو پاتې خلک باید د څښتن د لارښوونو اطاعت وکړي او دباندې پاتې شي. ۷لاویان دې په داسې حال کې د پاچا په شاوخوا کې پهره وکړي چې خپلې تورې یې راویستلې وي او هر چېرته چې پاچا ځي، هغوی دې ورسره وي. هرڅوک چې د څښتن کور ته د ننوتلو هڅه وکړي، هغه دې ووژل شي.»

۸لاویانو او د یهودا خلکو د یهویاداع کاهن د حکمونو څخه پیروي وکړه. قوماندانان په درېو ډلو کې د خپلو ټولو ساتونکو سره حاضر شول، هغو کسانو چې د سبت په ورځ یې وظیفه لرله او هغوی چې په همدې ورځ رخصتېدل، ځکه یهویاداع هغوی ته اجازه ورنه کړه چې خپلو کورونو ته لاړ شي. ۹یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د خدای په کور کې ساتل شوي وو. ۱۰بیا هغه د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره ټول خلک په وسلو سمبال او د خدای د کور او قربانۍ د ځای شاوخوا ته یې ځای په ځای کړل. ۱۱یهویاداع او د هغه زامنو یوآش دباندې راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ د قانون یو نقل یې ورته ورکړه. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي چې هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا!»

۱۲عتلیا د خلکو د منډو او د پاچا دپاره د ستاینې اوازونه واورېدل، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک په کې راغونډ شوي وو، ورغله. ۱۳هغې هلته د څښتن د کور په دروازه کې نوی پاچا ولید چې د پاچاهانو ځانګړې ستنې سره ولاړ وو او قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو. ټولو خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول او د څښتن د کور موسیقي غږوونکو چې خپلې د موسیقۍ آلې ورسره وې د جشن مشري کوله. عتلیا د ډېر قهر نه خپل کالي وشلول او چیغې یې ووهلې: «خیانت! خیانت!»

۱۴یهویاداع نه غوښتل چې عتلیا د څښتن په کور کې ووژله شي، نو هغه د لښکرو قوماندانان راوغوښتل او ویې ویل: «عتلیا د لښکرو د قطارونو څخه دباندې وباسئ او هر هغه څوک چې د هغې د ژغورلو هڅه وکړي هغه ووژنئ.» ۱۵نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې اسونه به په کې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.

د یهویاداع اصلاحات

(دوهم پاچاهان ۱۱: ۱۷ - ۲۰)

۱۶یهویاداع کاهن د ځان، د ټولو خلکو او د یوآش پاچا په منځ کې لوظ وکړ چې دوی به د څښتن خدمتګاران وي. ۱۷بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ ځایونو مخې ته وواژه. ۱۸یهویاداع کاهنان او لاویان د څښتن د کور د کار مسؤولان وټاکل. هغوی به هغه وظیفې سرته رسولې چې د داود پاچا له خوا ورته سپارل شوې وې او هغه قربانۍ به یې سوځولې چې څښتن ته د موسی د شریعت له مخې وړاندې کېدلې. هغوی د موسیقۍ او د جشنونو مسؤولان هم وو. ۱۹یهویاداع د څښتن د کور په دروازو کې ساتونکو ته وظیفه ورکړه چې ناپاکه خلکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

۲۰په اخر کې یهویاداع ټول قوماندانان، د یهودا ډېر مهم ښاریان او حکومتي مامورین راوغوښتل. څنګه چې هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د پورتنۍ دروازې په لار ماڼۍ ته روان کړ، د خلکو ګڼه ګوڼه هغوی پسې روانه شوه او هلته یې هغه د یهودا د پاچا په توګه په تخت کښېناوه. ۲۱نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا وژل شوې وه.