ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځۀ اويايم زبور

خدای قاضي دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال یوه سندره او هم د آساف زبور)

۱مونږه ستا شکر کوو خدایه

شکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راته

بیانوي خلک ستا عجیبه کارونه

۲وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دی

او په انصاف سره به کړم قضاوت

۳که څه هم هر ژوندی موجود به رېږدي

او ځمکه به هم لړزیږي

زه به یې وساتمه ستنې ټینګې

۴لاپو وهونکو ته دا وایم چې نه دې وهي لاپې

امر کوم په بدکارانو چې غرور دې نه کړي

۵هغوی ته وایم چې مغرور مه اوسئ

د سرکښۍ له وجې بس کړئ د غرور خبرې

۶سرلوړي نه راځي له شرقه یا له غربه ځینې

او نه له دښتې او بیابانه ځینې

۷بلکې دا خدای دی چې کوي قضاوت

ورکوي یو ته سرلوړي بل ته ذلت

۸څښتن نیولې ده پیاله په لاس کې

چې کړې یې ډکه د قهر له ترخو شرابو

چې اچوي یې څښتن او ټول بدکاران یې څښي

باید یې وڅښي بدکاران تر اخري څاڅکي

۹خو زه به هېڅکله بس نه کړمه خبرې

د یعقوب د خدای په هکله

او ورته وایمه سندرې به زه

۱۰هغه به مات کړي ټول قوت د بدکارانو

خو قوت به زیات شي د نېکانو