ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

دوم قرنتیان - نهم فصل

د محتاجو ایماندارانو سره مالي مرسته

۱زما دپاره لازمه نه ده چې تاسو ته د یهودیې د ایماندارانو سره د مرستې په هکله ولیکم. ۲ځکه زه پوهېږم چې تاسو غواړئ مرسته وکړئ. ما د مقدونیې د خلکو په وړاندې په تاسو باندې ویاړ وکړ او ومې ویل چې په جنوبي یونان کې زمونږ ورونه یو کال مخکې دې مرستې ته تیار وو او ستاسو دې لېوالتیا ډېر خلک وهڅول. ۳خو زه دا ورونه تاسو ته درلېږم، ترڅو په دې هکله چې مونږ په تاسو باندې کوم ویاړ کړی دی، هغه تشې خبرې نه وي. لکه څنګه چې ما تاسو ته وویل چې د هغوی سره د مرستې کولو دپاره تیار اوسئ. ۴که نه، نو که چېرې د مقدونیې ځینې خلک زما سره راشي او وویني چې تاسو تیار نه یئ، نو مونږ به وشرمېږو، ځکه چې په تاسو مو باور کړی دی. ۵نو ما دا لازمه وګڼله چې د دې ورونو څخه وغواړم چې زما نه مخکې تاسو ته درشي او هغه مالي مرستې چې تاسو یې وعده کړې وه، مخکې له مخکې تیار اوسي، ترڅو دا معلومه شي چې ستاسو دا سوغاتونه د خپلې خوښې له مخې دي، نه دا چې تاسو مجبور کړای شوي یئ.

د مالي مرستو برکتونه

۶یاد ساتئ، څوک چې زیات تخم کري، نو زیات حاصل به اخلي او که څوک لږ تخم کري، نو لږ حاصل به اخلي. ۷نو تاسو هر یو دې په هماغه اندازه ورکړي چې زړه یې غواړي، نه دا چې زړه یې نه غواړي او یا یې د مجبوریت له مخې ورکوي، ځکه چې خدای د هغه چا سره مینه کوي چې په خوشحالۍ سره یې ورکوي. ۸خدای کولای شي چې هرڅه ته چې تاسو اړتیا لرئ، پرېمانه درکړي او تاسو سره به هرڅه پرېمانه وي چې نورو ته یې ورکړئ. ۹لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څوک چې په سخاوت سره د محتاجانو سره کومک کوي، نو د هغه نېک اعمال د تل دپاره پاتې کیږي.

۱۰نو هغه خدای چې بزګر ته تخم ورکوي او د خوړلو دپاره ډوډۍ ورکوي، تاسو ته به د کرلو دپاره تخم درکړي او هغه به زیات کړي او په تاسو کې به د سخاوت حاصل هم ډېر کړي. ۱۱تاسو به په هرڅه کې شتمن شئ او په هر لحاظ به سخاوتمند اوسئ. کله چې مونږ ستاسو هدیې او سوغاتونه محتاجو خلکو ته یوسو، نو هغوی به د خدای شکر وکړي. ۱۲ځکه چې دا خدمت نه یوازې دا چې د خدای د خلکو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د دې سبب کیږي چې ډېر خلک به د خدای شکرګزاري وکړي. ۱۳نو ستاسو د خدمت له امله به هغوی خدای ته جلال ورکړي، ځکه چې د هغوی او ټولو ایماندارانو په وړاندې ستاسو سخاوتمندي به دا ثابته کړي چې تاسو د مسیح د زیري منونکي او تابعدار یئ. ۱۴نو هغوی به د خدای د هغه لوی فضل له امله چې په تاسو باندې یې کړی دی، په ډېره مینه ستاسو دپاره دعا کوي. ۱۵د خدای د هغه قیمتي نعمت دپاره د هغه شکر کوو.