ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - شپاړسم فصل

۱ما دا شیان تاسو ته د دې دپاره وویل چې ایمان له لاسه ورنه کړئ. ۲هغوی به تاسو د کنیسو نه وشړي او داسې وخت به راشي څوک چې تاسو ووژني، نو هغوی به ګومان کوي چې په دې کار سره یې خدای ته خدمت کړی دی. ۳هغوی به تاسو سره داسې کارونه کوي، ځکه چې هغوی نه پلار پېژني او نه ما. ۴دا شیان مې د دې دپاره تاسو ته وویل چې کله د هغوی د واک وخت راورسیږي، نو تاسو ته به زما خبرې در په یاد شي.

د روح القدس کار

ما دا شیان په پیل کې تاسو ته ونه ویل ځکه زه په خپله تاسو سره وم، ۵خو زه اوس هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم او تاسو یو هم زما نه دا پوښتنه نه کوئ چې ته چېرته ځې؟ ۶ما چې تاسو ته کوم څه وویل په هغې باندې ستاسو زړونه غمجن شول. ۷خو زه تاسو ته حقیقت وایم چې زما تګ ستاسو دپاره ښه دی، ځکه که زه لاړ نه شم نو تاسو ته به مرسته کوونکی رانه شي. خو که زه لاړ شم، نو هغه به تاسو ته درولېږم. ۸کله چې هغه راشي، نو د دې نړۍ خلکو ته به د ګناه او د خدای د عدالت او قضاوت په هکله حقیقت ښکاره کړي. ۹د نړۍ خلک د ګناه په هکله غلط فکر لري، ځکه چې هغوی په ما باندې ایمان نه راوړي. ۱۰هغوی د عدالت په هکله غلط فکر لري، ځکه چې زه پلار ته ځم او نور به مې ونه وینئ، ۱۱هغوی د خدای د قضاوت په هکله هم غلط فکر لري، ځکه چې د دې نړۍ واکمن لا پخوا محکوم کړای شوی دی.

۱۲ډېرې نورې خبرې دي چې باید تاسو ته یې وکړم خو اوس یې تاسو د اورېدلو توان نه لرئ. ۱۳خو کله چې د حقیقت روح راشي نو تاسو ته به د حقیقت طرف ته بوځي. هغه به له خپله ځانه خبرې نه کوي بلکې څه چې هغه اوري هغه به وایي او په راتلونکي کې چې کوم څه کیږي تاسو به ورباندې خبر کړي. ۱۴هغه چې زما نه کوم تعلیم تر لاسه کوي، نو تاسو به ورباندې خبروي او په دې ډول به زما جلال ښکاره کوي. ۱۵څه چې د پلار سره دي هغه زما دي، نو په دې خاطر ما وویل هغه تعلیم چې روح القدس یې زما نه حاصلوي، تاسو به ورباندې خبروي.»

ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شي

۱۶عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «د لږ وخت دپاره به تاسو نور ما نه وینئ، خو لږه موده وروسته به مې بیا ووینئ.» ۱۷ځینو شاګردانو یو بل ته سره وویل: «د دې خبرې نه د هغه مقصد څه دی چې وایي: ‹د لږ وخت دپاره به تاسو ما ونه وینئ، خو لږه موده وروسته به مې ووینئ› او ‹دا ځکه چې زه پلار ته ورځم؟›» ۱۸هغوی وویل: «د دې لږې مودې نه چې عیسی د هغې په هکله خبرې کوي مقصد څه دی؟ مونږ نه پوهېږو چې هغه د څه شي په هکله خبرې کوي.» ۱۹عیسی پوه شو چې هغوی غواړي په دې هکله ترې پوښتنه وکړي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې خاطر د یو بل نه پوښتنه کوئ چې زما د دې خبرې نه مقصد څه دی چې تاسو به د لږ وخت دپاره نور ما ونه وینئ، خو لږه موده وروسته به بیا ما ووینئ؟ ۲۰په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ژاړئ او ویر به کوئ خو نړۍ به خوشحاله وي. تاسو به غمجن یئ، خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شي. ۲۱یوه ښځه د ماشوم د زېږولو په وخت کې ډېر دردونه زغمي، خو کله چې ماشوم پیدا شي، نو هغه خپل دردونه هېروي، ځکه چې هغه خوشحاله وي چې یو انسان یې نړۍ ته راوړی دی. ۲۲تاسو هم اوس غمجن یئ، خو زه به بیا تاسو ووینم او زړونه به مو خوشحاله شي او هېڅوک نه شي کولای چې دا خوشحالي ستاسو نه واخلي. ۲۳کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما نه هېڅ سوال نه کوئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو زما په نوم د پلار نه هرڅه وغواړئ نو تاسو ته به یې درکړي. ۲۴تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هېڅ شی نه دی غوښتی، وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ترڅو ستاسو خوشحالي پوره شي.

په نړۍ باندې بری موندل

۲۵ما تاسو ته په مثالونو کې خبرې کولې، خو داسې وخت به راشي چې نور به تاسو ته په مثالونو کې خبرې نه کوم، بلکې په ښکاره توګه به تاسو ته د پلار په هکله خبرې کوم. ۲۶کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما په نوم هغه ته سوال کوئ او ماته به د دې اړتیا نه وي چې ستاسو په خاطر هغه ته خواست وکړم، ۲۷ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مینه لري. ځکه چې تاسو ما سره مینه کوئ او په دې باندې تاسو ایمان راوړی دی چې زه د خدای له خوا راغلی یم. ۲۸زه د پلار له خوا دې نړۍ ته راغلی یم او اوس نړۍ پرېږدم او پلار ته ورځم.»

۲۹بیا د عیسی شاګردانو وویل: «ته اوس ښکاره خبرې کوې او د مثالونو نه کار نه اخلې. ۳۰اوس مونږ پوهېږو چې ته د هرڅه نه خبر یې او لازمه نه ده چې کوم څوک ستا نه د کوم شي په هکله پوښتنه وکړي. نو له همدې امله مونږ ایمان لرو چې ته د خدای له خوا راغلی یې.» ۳۱عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو اوس په ما باندې پوره ایمان لرئ؟ ۳۲ګورئ، هغه وخت راروان دی او بلکې رارسېدلی دی چې تاسو ټول به خواره واره شئ او خپلو کورونو ته به لاړ شئ او ما به یوازې پرېږدئ. خو بیاهم زه یوازې نه یم، ځکه چې پلار راسره دی. ۳۳ما دا هرڅه د دې دپاره تاسو ته وویل ترڅو په ما کې ارامي ولرئ. په دې نړۍ کې به تاسو ځورېږئ او کړېږئ. خو زړور اوسئ! ځکه چې زه په نړۍ باندې بریالی شوی یم.»