ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - دېرشم فصل

۱کله چې راحیل ولیدل چې د دې څخه د حضرت یعقوب هیڅ اولاد پیدا نه شو، نو په خپلې خور باندې یې بخیلي وکړه او حضرت یعقوب ته یې وویل: <ماته اولاد راکړه او که نه، نو زه به مړه شم.>

۲حضرت یعقوب په راحیل باندې په قهر شو او ویې فرمایل: <زه خو خدای نه یم چې ته یې د اولاد راوړلو څخه بې برخې کړې یې.>

۳نو هغې وویل: <دا زما وینځه بلهه ده. د هغې سره یوځای شه ترڅو هغه زما دپاره اولاد وزېږوي. په دې ډول به زه هم وکولی شم چې د هغې په وسیله مور شم.> ۴نو خپله وینځه بلهه یې ورکړه چې د هغه ښځه شي او حضرت یعقوب د هغې سره یوځای شو. ۵بلهه امیدواره شوه او حضرت یعقوب ته یې زوی وزېږاوه. ۶نو راحیل وویل: <خدای پاک زما په حق کې انصاف وکړ، هغه زما دعا قبوله کړه او ماته یې زوی راکړ.> په دې خاطر یې په هغه باندې دان نوم کېښود. ۷بلهه د راحیل وینځه بیا امیدواره شوه او د هغې څخه د حضرت یعقوب دوهم زوی پیدا شو. ۸راحیل وویل: <د خپلې خور سره مې شخړه وکړه او زه بریالۍ شوم>، نو ځکه یې په هغه باندې نفتالي نوم کېښود.

۹کله چې لیه پوه شوه چې د اولاد راوړلو څخه ولوېدله، خپله وینځه زلفه یې حضرت یعقوب ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. ۱۰د لیه د وینځې زلفې څخه د حضرت یعقوب زوی پیدا شو. ۱۱لیه وویل: <زه بختوره یم>، نو ځکه یې په هغه باندې جاد نوم کېښود. ۱۲د لیه د وینځې زلفې څخه د حضرت یعقوب بل زوی پیدا شو. ۱۳لیه وویل: <زه څومره خوشاله یم! ټولې ښځې به وایي چې زه څومره خوشاله یم.> په هغه باندې یې اشیر نوم کېښود.

۱۴د غنمو د لو کولو په وخت کې روبین پټیو ته لاړ او مڼه غونې یې وموندلې. هغه یې خپلې مور لیه ته راوړلې. راحیل لیه ته وویل: <د خپل زوی د مڼه غونو څخه یو څه ماته راکړه.>

۱۵مګر لیه هغې ته ځواب ورکړ: <آیا دا دې بس نه دی چې مېړه دې راڅخه واخیست؟ اوس غواړې چې زما د زوی مڼه غونې هم راڅخه واخلې؟>

راحیل وویل: <ډېر ښه. هغه به نن شپه ستا د زوی د مڼه غونو په بدل کې ستا سره څملي.>

۱۶نو کله چې ماښام حضرت یعقوب د پټیو څخه راغی، لیه د هغه مخې ته ورووتله. هغه ته یې وویل: <ته باید نن شپه زما سره څملې، ځکه چې د خپل زوی د مڼه غونو په بدل کې مې اخیستی یې.> نو حضرت یعقوب په هغه شپه له لیه سره څملاست.

۱۷خدای پاک د لیه دعا قبوله کړه او هغه امیدواره شوه او د هغې څخه د حضرت یعقوب پنځم زوی پیدا شو. ۱۸لیه وویل: <په دې خاطر چې ما خپله وینځه خپل مېړه ته ورکړه، خدای پاک ماته اجر راکړ.> نو په هغه باندې یې یساکار نوم کېښود. ۱۹لیه بیا امیدواره شوه او حضرت یعقوب ته یې شپږم زوی وزېږاوه. ۲۰هغې وویل: <خدای پاک ماته ښه قیمتي سوغات راکړ. اوس به مې مېړه عزت کوي، ځکه چې شپږ زامن مې ورته زېږولي دي.> نو په هغه باندې یې زبولون نوم کېښود. ۲۱وروسته له هغه یې لور پیدا شوه او په هغې یې دینه نوم کېښود.

۲۲بیا خدای پاک راحیل رایاده کړه، د هغې دعا یې قبوله کړه او هغې ته یې اولاد ورکړ. ۲۳هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. هغې وویل: <خدای پاک زما رسوایي لېرې کړه.> ۲۴نو په هغه باندې یې یوسف نوم کېښود او ویې ویل: <څښتن دې بل زوی راته راکړي.>

د حضرت یعقوب رمې زیاتیږي

۲۵وروسته له هغې چې راحیل حضرت یوسف وزېږاوه، حضرت یعقوب لابان ته وفرمایل: <ما رخصت کړه چې بېرته خپل وطن ته لاړ شم. ۲۶زما ښځې او زما اولادونه چې د هغوی دپاره مې ستا خدمت کړی دی ماته راکړه چې لاړ شم، ځکه ته پوهېږې چې څومره کار مې درته کړی دی.>

۲۷مګر لابان هغه ته وویل: <که ته زما څخه خوشاله یې، مهرباني وکړه پاتې شه. زه د فال په وسیله پوه شوم چې څښتن ستا په خاطر ماته برکت راکړی دی. ۲۸خپله مزدوري دې ووایه، زه به یې درکړم.>

۲۹حضرت یعقوب هغه ته وفرمایل: <ته پوهېږې چې څنګه مې درته کار کړی دی او څنګه مې ستا رمې او پادې ساتلې دي. ۳۰زما د راتلو څخه مخکې تا لږ څه درلودل، خو کوم کارونه چې ما ستا دپاره کړي دي څښتن په هغو کې برکت اچولی دی او ستا شتمني ډېره زیاته شوې ده. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپلې کورنۍ دپاره یو څه وکړم.>

۳۱لابان پوښتنه وکړه: <تاته څه درکړم؟>

حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ماته هیڅ شی مه راکوه. که دا کار زما دپاره وکړې زه به ستا د رمو ساتلو او روزلو ته دوام ورکړم. ۳۲اجازه راکړه چې نن ستا د ټولو رمو په منځ کې وګرځم او د مېږو څخه هره یوه خالداره مېږه او هر توربخن وری او د وزو څخه هره خالداره وزه جدا کړم، نو دا به زما مزدوري وي. ۳۳کله چې راشې او هغه مزدوري چې ماته یې راکوې وګورې نو په اسانۍ سره به درته معلومه شي چې زه صادق یم. که چېرې زما سره کومه وزه چې خالداره نه وي یا یو وری چې توربخن نه وي، نو ته به پوه شې چې هغه غلا شوی دی.>

۳۴لابان وویل: <زما خوښه ده، لکه څنګه چې تا وویل همداسې دې وي.> ۳۵په هماغه ورځ لابان ټول خطداره او خالداره وزان او ټولې برګې او خالداره وزې یا هغه وزې چې سپین رنګ یې درلود او ټول توربخن وري بېل کړل او هغه یې خپلو زامنو ته وسپارل. ۳۶بیا لابان د خپلې رمې سره د حضرت یعقوب څخه د درې ورځو په فاصله لېرې لاړ او حضرت یعقوب د لابان پاتې رمې ساتلې.

۳۷حضرت یعقوب د چنار، بادام او سپېدار شنې څانګې راواخیستلې او د هغوی څخه یې پوستکي لېرې کړل او سپینې سپینې لیکې په کې راښکاره شوې. ۳۸نو هغه دا سپینې شوې څانګې د رمو په مخامخ د هغوی د اوبو په اخورونو کې کېښودلې، ځکه چې کله به رمې د اوبو څښلو دپاره راتللې نو یو د بل سره به جوړه کېدلې. ۳۹او د څانګو په مخ کې به یو د بله سره یوځای کېدلې او خطداره یا برګ او خالداره بچي به یې زېږول.

۴۰حضرت یعقوب پسونه او مېږې د وزو څخه جدا کړل او د هغو مخونه یې د لابان د رمو خطدارو او توربخنو حیواناتو خواته کړل. نو په دې ډول هغه د خپلو رمو خاوند شو او هغه یې د لابان د رمو څخه جدا کړلې.

۴۱نو کله به چې قوي ښځینه حیوانات د نرو حیواناتو سره یوځای کېدل نو حضرت یعقوب به د اوبو په اخورونو کې د حیواناتو مخې ته هغه څانګې ایښودلې چې د څانګو په منځ کې یو د بله سره یوځای شي. ۴۲خو که حیوانات به کمزوري وو نو څانګې به یې هلته نه ایښودلې. نو کمزورې به د لابان او قوي به د حضرت یعقوب شول. ۴۳په دې ډول حضرت یعقوب ډېر شتمن شو او د ډېرو رمو، وینځو، غلامانو، اوښانو او خرو خاوند شو.