ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - اووم فصل

د بدلمنې ښځې په هکله خبرداری

۱ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساته

او حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته.

۲زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې

او زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته.

۳هغه په خپلو ګوتو پورې وتړه

او د خپل زړه په تخته یې ولیکه.

۴حکمت ته خپله خور ووایه

عقل او پوهه ډېر نژدې خپلوان وګڼه

۵نو دوی به تا د بل چا د ښځې نه لېرې وساتي

د هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي.

۶زه یو وخت د خپل کور په کړکۍ کې ولاړ وم

او د کړکۍ له جالۍ نه مې لاندې کتل

۷نو ساده ځوانان مې ولیدل

او د هغوی په منځ کې مې

یو ناپوهه ځوان په نظر راغی.

۸هغه د هغې ښځې د کور په نژدې کوڅه کې روان ؤ

او د هغې د کور په لور یې په ډاډه ډول قدمونه اخیستل.

۹د ماښام په وخت کې چې لمر پرېوته

توره تیاره راغله او نیمه شپه شوه.

۱۰ناڅاپه یوه ښځه له هغه سره مخامخ شوه

چې د بدلمنۍ کالي یې اغوستي وو او نیت یې ښه نه ؤ.

۱۱دا ښځه ډېره بې حیا او بې شرمه وه

او له کور نه بیرون تل سرګردانه ګرځېدله

۱۲او هر وخت به کوڅو او چوکونو ته تلله

او د ښار په هر ګوټ کې به په کمین کې ولاړه وه.

۱۳نو هغې له هغه نه په زور غاړه چاپېر کړه او ښکل یې کړ

او په سپین سترګۍ یې هغه ته وویل:

۱۴«نن ما د قربانۍ غوښه پخه کړې ده

او خپل نذر مې پوره کړی دی.

۱۵په دې خاطر زه راووتلم چې ستا سره وګورم

او غوښتل مې چې تا ولټوم او پیدا مې کړې.

۱۶ما د مصر قیمتي ټوکرونه او رنګارنګ څادرونه

او ښکلي پوښونه په خپل کټ باندې غوړولي دي.

۱۷ما په خپله بستره عطر

کنډ، عود او دالچیني شیندلي دي.

۱۸زما سره لاړ شه چې تر سهاره په عشق ماړه شو

او د یو بل له مینې نه خوند واخلو

۱۹ځکه مېړه مې په کور کې نشته

هغه په یو لېرې سفر تللی دی.

۲۰د پیسو ډکه کڅوړه یې له ځان سره وړې ده

او د پنځلسمې سپوږمۍ تر راختلو پورې بېرته نه راځي.»

۲۱نو ښځې په خپلو ډېرو خوږو خبرو هغه مجبور کړ

او په خپلو نرمو خبرو یې هغه بې لارې کړ.

۲۲نو هغه سمدلاسه په هغې پسې روان شو

لکه غویی چې حلالېدو ته روان شي

او د غرڅه په شان چې په ټوپونو دام ته روان وي

۲۳ترڅو چې غشی یې ځیګر سوری کړي

لکه مرغۍ چې د دام خواته په منډه روانه وي

او نه پوهیږي چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.

۲۴نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئ

او زما خبرو ته پوره پام وکړئ.

۲۵خپل زړه مه پرېږدئ چې د داسې ښځې طرف ته وګرځي

او یا د هغې په غلطو لارو روان شي.

۲۶ځکه چې ډېر خلک یې ژوبل کړي دي

او بې شمېره خلک یې وژلي دي.

۲۷د هغې د کور لارې د ګور په لور تللې دي

چې د مرګ ژورې کندې ته لاندې کوزیږي.