ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - څوارلسم فصل

د نورو په هکله قضاوت مه کوئ

۱هغه خلک چې په خپل ایمان کې کمزوري دي، هغوی ومنئ، خو د هغوی سره د هغوی د عقیدو په هکله شک او بحث مه کوئ. ۲یو کس په دې عقیده دی چې هغه کولای شي چې هرڅه وخوري، خو څوک چې په ایمان کې کمزوری وي، هغه یوازې سابه خوري. ۳څوک چې هرڅه خوري، نو هغه باید هغه چاته په سپکه سترګه ونه ګوري چې هغه یې نه خوري او څوک چې هرڅه نه خوري، باید د هغه چا په هکله قضاوت ونه کړي چې هرڅه خوري، ځکه چې خدای هغه قبول کړی دی. ۴ته څوک یې چې د بل چا د نوکر په هکله قضاوت کوې؟ دا چې هغه نوکر په خپل خدمت کې بریالی دی او که نه، دا د هغه د بادار پورې اړه لري. خو هغه به بریالی شي، ځکه چې څښتن کولای شي چې هغه بریالی کړي.

۵یو کس یوه ورځ د نورو ورځو نه سپېڅلی ګڼي، په داسې حال کې چې بل کس ټولې ورځې یو شان ګڼي. هرڅوک باید په دې باندې ډاډمن اوسي چې کوم فکر چې هغه یې لري، هغه سم دی. ۶څوک چې یوه ورځ سپېڅلې او مهمه ګڼي، هغه یې څښتن ته د درناوي دپاره ګڼي. څوک چې هرڅه خوري، نو څښتن ته د درناوي دپاره یې خوري، ځکه چې هغه ورباندې د خدای شکر کوي. خو څوک چې هرڅه نه خوري، هغه یې هم څښتن ته د درناوي دپاره نه خوري او د خدای شکر کوي. ۷ځکه چې زمونږ څخه هېڅوک هم د خپل ځان دپاره ژوند نه کوي او هېڅوک هم د خپل ځان دپاره نه مړ کیږي. ۸ځکه که چېرې مونږ ژوند کوو، نو د څښتن دپاره یې کوو او که مړه کېږو، نو د څښتن دپاره مړه کېږو. نو که چېرې مونږ ژوندي یو یا مړه کېږو، مونږ د څښتن یو. ۹له همدې امله مسیح مړ شو او بیا راژوندی شو، ترڅو هغه د مړو او ژوندیو دواړو څښتن وي. ۱۰نو بیا ته ولې د بل ایماندار په هکله قضاوت کوې؟ یا ولې بل ایماندار ته په سپکه سترګه ګورې؟ ځکه چې مونږ ټول به د خدای د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو. ۱۱ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څښتن وایي چې زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې هر یو به زما په مخکې په ګونډو شي او هر یو به په خپله ژبه اقرار وکړي چې زه خدای یم.

۱۲نو بیا به مونږ هر یو د خپل ځان په هکله خدای ته حساب ورکوو.

د نورو ایماندارانو د ښویېدلو سبب مه کېږئ

۱۳نو راځئ چې نور د یو بل په هکله قضاوت ونه کړو، بلکې د هغې په ځای پرېکړه وکړو چې د بل ایماندار په لاره کې تیږه کېنږدو چې ورباندې وښوییږي او یا د هغه د لارې خنډ شو، ترڅو ګناه وکړي. ۱۴زه پوهېږم او څرنګه چې زه په څښتن عیسی باندې ډاډمن یم چې هېڅ شی په خپله ناپاکه نه دی، خو څوک یې چې ناپاک ګڼي، نو د هغه دپاره ناپاکه دی. ۱۵که چېرې بل ایماندار په هغه خوړو باندې چې ته یې خورې خفه کیږي، نو ته نور په مینه چلند نه کوې. ته چې څه خورې په هغو باندې د هغه چا د تباهۍ او هلاک کېدلو سبب مه ګرځه چې مسیح د هغه دپاره مړ شو. ۱۶نو څه چې ستاسو دپاره ښه دي، مه پرېږدئ چې نور ورته بد ووایي. ۱۷ځکه چې د خدای پاچاهي خوړل او څښل نه دي، بلکې عدالت، سوله او خوشحالي ده چې روح القدس یې ورکوي. ۱۸څوک چې په دې ډول د مسیح خدمت کوي، نو هغه خدای ته د منلو وړ دی او خلک یې خوښوي.

۱۹نو بیا راځئ چې د هغو شیانو پسې وګرځو چې زمونږ ترمنځ د سولې او سلامتۍ سبب ګرځي او یو د بل سره مرسته وکړو چې ټینګ ایمان ولرو. ۲۰د خوراک په خاطر د خدای کار مه خرابوئ. په حقیقت کې هرڅه پاک دي، خو دا غلطه ده چې کوم څوک هغه څه وخوري چې د نورو د ښویېدلو او ګناه سبب شي. ۲۱دا به ښه وي چې ته غوښه ونه خورې یا شراب ونه څښې او بل داسې کار ونه کړې چې د نورو ایماندارانو د ښویېدلو سبب شي. ۲۲په کوم شي چې ته عقیده لرې، هغه د خدای او په خپل منځ کې وساته. بختور دي هغه خلک چې خپل ځانونه د هغه څه په خاطر چې د هغوی په نظر کې سم دي او تر سره کوي یې، مجرم نه ګڼي. ۲۳خو که چېرې څوک کوم څه وخوري او په هغه باندې شکمن وي، نو هغه محکوم دی، ځکه چې هغه د ایمان له مخې دا عمل نه کوي او هر عمل چې د ایمان له مخې نه وي، هغه ګناه ده.