يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - اووۀ دېرشم باب

۱په دې باندې هم زما زړۀ درزيږى، او ټوپونه وهى. ۲واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى. ۳د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى. ۴بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، او د هغۀ د تندر آوازونه د شان او شوکت سره راشى، کله چې د هغۀ آواز واورېدے شى نو هغه رڼاګانې نۀ ايساروى. ۵خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو. ۶ځکه چې هغه واورې ته وائى چې په زمکه وورېږه، او باران ته وائى چې وورېږه، ۷نو هر يو کس خپل کار بس کړى چې د هغۀ طاقت وګورى. ۸بيا ځنګلى ځناور خپلو پناه ګاهو ته لاړ شى او په خپلو غارونو کښې پاتې شى. ۹د جنوب طرف نه طوفانى هوا راځى، او د شمال طرف نه د سختې هوا نه يخنى راځى. ۱۰د خُدائ پاک ساه د اوبو نه واوره جوړوى، او ډېرې اوبۀ په واوره باندې بدلې شى. ۱۱هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى، ۱۲کله چې دا د خُدائ پاک په مرضۍ چليږى نو دا په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک هر يو حُکم پوره کوى، ۱۳هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى. ۱۴اے ايُوبه، دا واوره، ودرېږه او د خُدائ پاک په دې عجيبه عجيبه کارونو باندې سوچ وکړه. ۱۵تا ته پته شته څۀ چې هغه طوفان څنګه قابو کوى، او د خپلې وريځې نه رڼا څنګه پړقوى؟ ۱۶تا ته پته شته چې وريځې په آسمان کښې څنګه روانې وى، دا د هغه چا عجيبه کارونه دى چې عِلم يې پوره دے، ۱۷کله چې تاسو په خپلو جامو کښې سوزئ او د جنوب طرف ته هوا بنده شى او يو څيز هم نۀ خوځيږى؟ ۱۸هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟ ۱۹مونږ ته ووايئ چې هغۀ ته څۀ ووايو، زمونږ دماغ کار نۀ کوى چې خپله خبره بيان کړُو. ۲۰خُدائ پاک دې خبر شى څۀ چې زۀ خبرې کول غواړم، زۀ داسې ولې وکړم چې د دې په وجه مې تباه کړى؟ ۲۱په هغه وخت کښې رڼا ته هيڅ څوک نۀ شى کتلے کله چې دا په آسمان کښې تکه سپينه وى، په کوم وخت کښې چې هوا وريځ بوځى. ۲۲د شمال په طرف د سرو زرو جلوه ښکارى، د خُدائ پاک نه ګېرچاپېره لوئى، شان او شوکت تاو دے. ۲۳مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى. ۲۴نو په دې وجه بنى آدم د هغۀ نه يريږى، او څوک چې ځان هوښيار ګڼى نو هغه يې پرواه نۀ کوى.“