ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - اووم فصل

د انسان دپاره ښه او ګټور شیان

۱له قیمتي عطرو نه نېک نامي غوره ده

او د زېږېدو له ورځې نه د مړینې ورځ بهتره ده

۲محفلونو ته له تګ نه

جنازو ته تګ غوره دی

ځکه د هر انسان د ژوند پای مرګ دی

او ژوندي خلک باید دا په زړه کې وساتي

۳له خندا نه ژړا ښه ده

ځکه د مخ په خفګان سره زړه صفا کیږي

۴د هوښیارانو زړه د جنازو په لور ځي

خو د کم عقلانو زړه د خوشحالیو په لور ځي

۵ښه ده چې سړی د هوښیارانو د ملامتۍ خبرې واوري

له دې نه چې د کم عقلانو د خوشحالۍ سندرې واوري

۶ځکه چې د کم عقلانو خندا

د اغزو د کړسهار په څېر دی

چې د دېګي لاندې سوځي

نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.

۷په حقیقت کې ظلم له هوښیار سړي نه جاهل جوړوي

او رشوت د سړي زړه خرابوي

۸د یو کار له پیل نه د هغه پای غوره دی

له غرور نه صبر غوره دی

۹زر مه په غوسه کېږه

ځکه غوسه د کم عقل په زړه کې ځای نیسي

۱۰داسې مه وایه:

«ولې پخواني وختونه له اوسني وختونو ښه وو؟»

ځکه داسې ویل د هوښیارۍ خبره نه ده

۱۱حکمت انسان ته چې د لمر د روښنایۍ لاندې اوسیږي

د یو میراث په شان ښه او ګټور دی

۱۲ځکه حکمت د انسان پر سر سیوری دی

لکه څنګه چې پیسې د هغه پر سر سیوری دی

خو د حکمت د پېژندلو ګټه دا ده

چې د خپل خاوند د ژوند ساتنه کوي

۱۳د خدای کار ته په غور سره پام وکړه:

څوک هغه شی سمولی شي چې خدای کوږ کړی دی؟

۱۴د نېکمرغۍ په وخت کې خوشحالي وکړه

خو د بدمرغۍ په وخت کې دې ته پام وکړه:

چې نېکمرغي او بدمرغي دواړه د خدای له خوا دي

ترڅو راتلونکې پېښې له انسان نه پټې وساتي

د انساني حکمت او صداقت حدود

۱۵ما دا دوه شیان د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې لیدلي دي:

هغه نېکان چې د خپل صداقت سره سره

بیاهم له وخت نه وړاندې مړه کیږي

او هغه بدکاران چې د خپل شرارت سره سره

بیاهم اوږد ژوند کوي

۱۶نه ډېر نېک او صادق اوسه

او نه هم ځان ډېر پوه او هوښیار وښایه

هسې نه چې ځان برباد کړې

۱۷نه ځان بدکارۍ ته تسلیم کړه

او نه هم احمق اوسه

هسې نه چې د خپل ټاکلي وخت نه وړاندې مړ شې

۱۸څومره ښه ده چې له هغو دواړو نه

یو خبرداری په پام کې ونیسې

خو هغه بل هم له پامه ونه غورځوې

ځکه څوک چې له خدایه وېریږي

نو هغه دواړه له پامه نه غورځوي

۱۹حکمت یو پوه او هوښیار سړي ته د ښار له لسو مشرانو څخه زیات واک او اختیار ورکوي.

۲۰په حقیقت کې، هېڅوک په نړۍ کې داسې صادق نه دی چې تل نېک کار وکړي او هېڅکله بدي ونه کړي.

۲۱نو خلک چې څه وایي هغه په زړه کې مه نیسه، هسې نه چې ته د خپل غلام هغه ښکنځلې واورې چې تا پسې یې کوي، ۲۲ځکه ته په خپل زړه کې ښه پوهېږې چې تا هم ډېر ځلې نورو ته ښکنځلې کړي دي.

۲۳دا ټول شیان ما په خپل حکمت سره وازمایل. نو له ځان سره مې وویل: «راځه په دې شیانو باندې هم ځان پوه کړم،» خو دا زما له پوهې نه بهر ؤ. ۲۴هرڅه چې اوس موجود دي هغه د انسان له پوهې نه بهر او د هغې پوهېدل ډېر ژور دی. انسان د ژوند دا پټ راز څنګه پیدا کولای شي؟

د حکمت او د ژوند د پټ راز د پیدا کولو ستونزې

۲۵نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ ترڅو په هرڅه باندې ځان پوه کړم، هغه وڅېړم او حکمت او د ژوند پټ راز پیدا کړم. همدا شان ما دا هڅه هم وکړه چې په دې ځان پوه کړم چې بدکاري څومره کم عقلتوب او حماقت څومره جهالت دی. ۲۶نو یو وار بیا پوه شوم چې هغه ښځه له مرګ څخه ډېره ترخه ده کومه چې د زړه نیت یې د ښکاري د دام او لاسونه یې د زندان د زنځیرونو په څېر دي. هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو له هغې څخه ځان ژغوري، خو ګناهکار د هغې په دام کې رانښلي. ۲۷نو څېړونکي وویل: «وګوره، زه د ژوند د پټ راز د څېړنو په موده کې ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدم، ۲۸چې دغه پټ راز چې زما زړه په وار وار غوښتل هغه پیدا کړي، تر اوسه نه دی پیدا شوی.

ما د زرو کسانو په منځ کې یوازې یو نېک سړی پیدا کړی دی

او د دې ټولو په منځ کې مې حتی یوه نېکه ښځه هم پیدا نه کړه

۲۹نو ما یوازې دا حقیقت پیدا کړ چې خدای انسان نېک پیدا کړی دی خو هغه د ډېرو نورو نقشو په لټه کې دی.»