ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - یوویشتم فصل

د یهودا پاچا منسي

(دویم تواریخ ۳۳: ۱ - ۲۰)

۱منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم حفصیبه ؤ. ۲منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. ۳هغه سیمه یز د عبادت ځایونه چې د هغه پلار حزقیا له منځه وړي وو، منسي هغه بېرته جوړ کړل. هغه د بعل د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او د اشیره بت یې جوړ کړ لکه څنګه چې د اسراییلو پاچا اخاب جوړ کړی ؤ. منسي د ستورو عبادت هم کاوه. ۴هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل د کوم په اړه چې څښتن ویلي وو: <په دې ځای کې باید زما عبادت وشي.> ۵هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل. ۶هغه خپل زوی د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. هغه به فالونه کتل او د فال کتونکو او کوډګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په مقابل کې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه. ۷هغه د اشیره بت د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه څښتن داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو: <دلته په اورشلیم کې، په دې کور کې، دا هغه ځای دی چې ما د اسراییلو د دولسو قبیلو د ټولې سیمې څخه غوره کړی دی چې تل به پکې زما عبادت کیږي. ۸که چېرې د اسراییلو قوم زما د ټولو حکمونو څخه اطاعت وکړي او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې زما خدمتګار موسیٰ هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.> ۹مګر د یهودا خلکو د څښتن اطاعت ونه کړ او منسي په هغوی باندې د هغې څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه کوم چې څښتن د هېواد څخه د خپل قوم د وړاندې تګ په وخت کې شړلي وو.

۱۰څښتن د خپلو خدمتګارانو یعنې نبیانو په وسیله وویل: ۱۱<منسي پاچا داسې ناوړه کارونه وکړل چې د اموریانو د کارونو څخه بدتر وو او په خپلو بتانو یې د یهودا خلک په ګناه باندې اخته کړل. ۱۲نو زه د اسراییلو څښتن خدای به په اورشلیم او یهودا باندې داسې بلا راولم چې هرڅوک خبر شي هغه به هک حیران شي. ۱۳زه به اورشلیم ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې سامرې او د اسراییلو پاچا اخاب او د هغه اولادې ته ورکړې وه. زه به اورشلیم د هغه د خلکو څخه داسې پاک کړم لکه د یو قاب خواړه چې په بشپړه توګه خوړل کیږي. ۱۴هغه خلک چې ژوندي پاتې کیږي د هغو څخه به مخ واړوم او هغوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړم. هغوی به ورباندې فتح ومومي او وطن به یې لوټ کړي. ۱۵زه د خپل قوم سره دا کار ځکه کوم چې هغوی داسې کارونه کړي دي چې زه ورڅخه کرکه لرم. له هغه وخت څخه چې د هغوی نیکونه د مصر څخه راوتلي دي تر نن ورځې پورې یې زما قهر راپارولی دی.>

۱۶برسېره پردې چې منسي د یهودا خلک د بت پرستۍ خواته واړول او د دې سبب شو چې هغوی د څښتن په مقابل کې ګناه وکړي، هغه دومره ډېر بې ګناه خلک ووژل چې د اورشلیم په کوڅو کې وینې بهېدلې.

۱۷نور ټول هغه کارونه چې منسي کړي وو چې په هغو کې هغه ګناهونه هم شامل دي چې هغه کړي وو، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۸منسي مړ شو او د خپلې ماڼۍ په باغ کې یعنې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا آمون

(دویم تواریخ ۳۳: ۲۱ - ۲۵)

۱۹آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم مشلمت ؤ، هغه د حاروز لور وه چې د یطبه د ښارګوټي څخه ؤ. ۲۰هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. ۲۱هغه د خپل پلار لاره غوره کړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ چې د هغه پلار یې عبادت کاوه. ۲۲هغه د خپلو نیکونو څښتن خدای پرېښود او د څښتن د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.

۲۳د آمون درباریانو د هغه په مقابل کې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه. ۲۴د یهودا خلکو د آمون قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.

۲۵د آمون د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۶آمون په خپله هدیره کې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی یوشیا د هغه په ځای پاچا شو.