يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - څلوېښتم باب

۱بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل، ۲”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“

د حضرت ايُوب جواب

۳بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ۴”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم. ۵ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“ ۶بيا مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو، ۷”نو اوس ورته ټينګ شه، زۀ به ستا نه تپوس وکړم او تۀ به ما له جواب راکړې. ۸ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟ ۹تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟ ۱۰کۀ داسې وى نو په رُعب داب او شان و شوکت سره خپل ځان سنګار کړه، د عزت او درناوى په جامو باندې خپل ځان پټ کړه. ۱۱خپل ځان په قهر کړه، هر يو مغرور سړى ته ګوره او هغه سپک کړه، ۱۲ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه. ۱۳هغوئ ټول په خاورو کښې ښخ کړه، او هغوئ قبر کښې قېد کړه. ۱۴نو زۀ به دې هم صِفت وکړم، ځکه چې خپل طاقت تا بچ کولے شى. ۱۵دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى. ۱۶د هغې طاقت د هغې په بدن کښې دے، او د هغې طاقت د هغې د خېټې په پټو کښې دے. ۱۷د هغې لکۍ لکه د دِيار د ونې په شان سخته ده، د هغې د پتُون پټې خپلو کښې غوټه شوې دى. ۱۸د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى. ۱۹دا د خُدائ پاک د کارنامو يو لوئ کار دے، او صرف د دې خالِق په دې باندې قابو موندلے شى. ۲۰ځکه چې غرونه د دې دپاره خوراک پېدا کوى چرته چې ټول ځنګلى ځناور لوبې کوى. ۲۱دا په اوبو کښې د نيلوفر بوټو لاندې پراتۀ وى او د لوخې په ډنډونو کښې پټ وى. ۲۲د نيلوفر بوټى ورباندې سورے کوى، او د نِهر د غاړې د وَلو ونې د دې نه ګېرچاپېره تاو وى. ۲۳کۀ سيند په موج کښې وى، نو دا نۀ يريږى، د اُردن سيند کۀ تر خولې پورې هم ډک وى نو دا نۀ يريږى. ۲۴څوک دا د کُنډو سره راوچتولے شى، يا يې څوک په پوزه کښې د قابو کولو دپاره پېزوان اچولے شى؟