ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - یوولسم فصل

عیسی خپلو شاګردانو ته د دعا کولو په هکله تعلیم ورکوي

(متي ۶: ۹ - ۱۳‏، ۷: ۷ - ۱۱)

۱یوه ورځ عیسی په یو ځای کې دعا کوله. کله چې هغه خپله دعا خلاصه کړه، نو د شاګردانو څخه یو تن هغه ته وویل: «ای استاذه! لکه څنګه چې یحیی خپلو شاګردانو ته دعا کول زده کړي وو، ته یې هم مونږ ته رازده کړه.» ۲عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو دعا کوئ، نو داسې ووایئ:

‹ای اسماني پلاره!

ستا نوم دې پاک وي،

ستا پاچاهي دې راشي.

۳زمونږ ورځنی رزق هره ورځ مونږ ته راکړه.

۴زمونږ ګناهونه وبخښه

ځکه چې مونږ هم هغه خلک بخښو چې زمونږ سره بدي کوي

او مونږ په ازمېښت کې مه اچوه.›»

۵بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «فرض کړئ که په تاسو کې یو کس په نیمه شپه د خپل ملګري کور ته ورشي او ورته ووایي: ‹ای ملګریه! ماته درې ډوډۍ په پور راکړه. ۶زما یو ملګری چې په سفر کې ؤ زما کور ته راغلی دی او زما سره څه نشته چې د هغه په مخکې یې کېږدم چې ویې خوري.› ۷او ستاسو ملګری د کور له دننه څخه تاسو ته ځواب درکړي: ‹ما مه ناارامه کوه، دروازه اوس بنده ده او زه او زما بچیان په خپلو بسترو کې پراته یو. زه نه شم کولای چې راپاڅېږم او تاته کوم څه درکړم.› ۸زه تاسو ته وایم که چېرې هغه د ملګرتیا په خاطر راپانڅيږي او ډوډۍ درنه کړي، خو بیاهم په دې خاطر چې تاسو په سوال کولو نه شرمېږئ، نو هغه به راپاڅيږي او هرڅه ته چې اړتیا ولرئ تاسو ته به یې درکړي. ۹همدارنګه تاسو ته وایم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ولټوئ نو پیدا به یې کړئ، دروازه وټکوئ نو درته خلاصه به شي. ۱۰ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او هرڅوک چې څه ولټوي، نو پیدا به یې کړي او هرڅوک چې دروازه وټکوي، نو ورته خلاصه به شي. ۱۱ایا په تاسو کې داسې پلار شته چې زوی یې ورڅخه ماهي وغواړي او هغه د ماهي په ځای ورته مار ورکړي؟ ۱۲یا هغه ورڅخه هګۍ وغواړي او هغه ورته لړم ورکړي؟ ۱۳نو تاسو چې دومره بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره زیات روح القدس هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه یې وغواړي.»

عیسی او د پېریانو مشر بعلزبول

(متي ۱۲: ۲۲ - ۳۰ او مرقوس ۳: ۱۴ - ۲۳)

۱۴عیسی د یو سړي څخه ګونګی پېری وویست او کله چې هغه پېری ووت، نو هغه ګونګي سړي په خبرو پیل وکړ او خلک حیران شول. ۱۵خو ځینو خلکو وویل چې هغه د پېریانو د مشر بعلزبول یعنې شیطان په مرسته پېریان وباسي. ۱۶نورو د ازمېښت په ډول د عیسی څخه اسماني معجزه وغوښتله. ۱۷خو عیسی د هغوی په خیالونو پوهېده، نو هغوی ته یې وویل: «په هرې پاچاهۍ کې چې په خپل منځ کې بې اتفاقي رامنځته شي هغه له منځه ځي. په هره کورنۍ کې چې بې اتفاقي رامنځته شي، نو هغه کورنۍ ټوټې ټوټې کیږي. ۱۸او که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف شي، نو د هغه پاچاهي به څنګه پاتې شي؟ خو بیاهم تاسو وایئ چې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم. ۱۹که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي. ۲۰خو که چېرې زه د خدای په قدرت سره پېریان وباسم، نو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته راغلې ده.

۲۱کله چې یو زورور سړی چې په وسله سمبال وي د خپل کور ساتنه کوي، نو د هغه مال او جایداد به خوندي وي، ۲۲خو کله چې د هغه څخه کوم زیات زورور سړی په هغه باندې حمله وکړي او هغه ته ماتې ورکړي، نو د هغه څخه به هغه ټوله وسله چې ورباندې ډاډه ؤ، واخلي او کوم شیان چې هغه غلا کړي دي هغه به په خپلو کې سره ووېشي.

۲۳څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راټولولو کې مرسته نه کوي، هغه یې خواره واره کوي.

د پېري بېرته راتلل

(متي ۱۲: ۴۳ - ۴۵)

۲۴کله چې د یو سړي څخه پېری راوځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د ارام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي، نو د خپل ځان سره وایي: ‹زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم.› ۲۵نو کله چې بېرته راشي، نو هغه کور جارو شوی او منظم وویني. ۲۶بیا هغه لاړ شي او تر ځان بد نور اووه پېریان راولي او هغوی ټول راشي، په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. نو د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي.»

رښتینې خوشحالي

۲۷کله چې عیسی دا خبرې کولې، د خلکو له منځ څخه یوې ښځې په لوړ اواز هغه ته وویل: «بختوره ده هغه ښځه چې ته ورڅخه پیدا شوی یې او تاته یې شیدې درکړې دي.» ۲۸خو عیسی ځواب ورکړ: «هو، هغه څوک بختور دی چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»

د معجزې غوښتنه

(متي ۱۲: ۳۸ - ۴۲)

۲۹کله چې د عیسی په شاوخوا ډېر خلک راټول شول، هغه داسې وویل: «د دې زمانې خلک څومره بدکاره دي. هغوی معجزه غواړي، خو یوازېنۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس پیغمبر معجزه ده. ۳۰لکه څنګه چې یونس پیغمبر د نینوا د خلکو دپاره یوه نښه وه، نو همداسې به د انسان زوی د دې زمانې د خلکو دپاره یوه نښه وي. ۳۱د شیبا ملکه به د قیامت په ورځ راپاڅيږي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر څخه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان څخه لوی دی. ۳۲د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله، خو ګورئ څوک چې اوس دلته دی هغه د یونس نه ډېر لوی دی.

د بدن څراغ

(متي ۵: ۱۵، ۶: ۲۲ - ۲۳)

۳۳هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه په یو پټ ځای کې کېږدي او یا یې د یوې کاسې لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې کله خلک راشي، نو رڼا یې وویني. ۳۴ستا سترګې ستا د بدن دپاره لکه د څراغ په شان دي. کله چې دې سترګې روغې وي نو ټول بدن به دې هم رڼا وي، خو کله چې دې سترګې خرابې وي، نو ستا بدن به هم تیاره وي. ۳۵نو پام کوه، هسې نه په تا کې چې کومه رڼا ده هغه تیاره وي. ۳۶که چېرې ستا ټول بدن د روښنایۍ څخه ډک وي او یوه برخه یې هم په تیاره کې نه وي، نو ټول بدن به دې داسې روښانه وي لکه څراغ چې په خپله رڼا تا روښانه کړي.»

عیسی فریسیان او د شریعت عالمان ملامتوي

(متي ۲۳: ۱‏ - ۳۶ او مرقوس ۱۲: ۳۸‏ - ۴۰)

۳۷کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې، نو یو فریسي هغه ته د ډوډۍ دپاره بلنه ورکړه. عیسی د هغه کور ته ورغی او دسترخوان ته کښېناست. ۳۸کله چې فریسي ولیدل چې عیسی د خوراک څخه مخکې لاسونه ونه وینځل، نو حیران شو. ۳۹عیسی هغه ته وویل: «تاسو فریسیان د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ، خو ستاسو زړونه د حرص او بدیو څخه ډک دي. ۴۰ای کم عقلو خلکو! چا چې باندینۍ برخه جوړه کړې ده ایا هغه دنننۍ برخه نه ده جوړه کړې؟ ۴۱خو څه چې ستاسو په پیالو او قابونو کې دي هغه غریبانو ته خیرات ورکړئ، نو بیا به ټول شیان ستاسو دپاره پاک شي.

۴۲خو ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د وېلني او سپېلني او نورو بوټو لسمه برخه ورکوئ، خو په انصاف کولو او د خدای سره په مینه کولو کې بې پروایي کوئ. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له نظره نه غورځولی.

۴۳ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو دا خوښوئ چې په کنیسو کې مخکې ځایونه ونیسئ، او دا خوښوئ چې په بازارونو کې دې درته سلامونه واچول شي. ۴۴ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو بې نښو او بې شناختو قبرونو په شان یئ چې خلک ورباندې ګرځي او نه یې پېژني.»

۴۵د شریعت د عالمانو څخه یو تن عیسی ته په ځواب کې وویل: «استاذه! کله چې داسې خبرې کوې، نو زمونږ هم سپکاوی کوې.» ۴۶عیسی ځواب ورکړ: «ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې هم افسوس وي. تاسو خلکو ته داسې بارونه ور په شا کوئ چې په سختۍ سره یې وړي، خو خپله ورته ګوتې هم نه وروړئ. ۴۷ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو پیغمبرانو دپاره زیارتونه جوړوئ چې ستاسو نیکونو وژلي وو. ۴۸ستاسو نیکونو چې کوم کارونه کړي دي تاسو په خپله هغه منئ او تصدیقوئ. هغوی پیغمبران ووژل او تاسو ورته زیارتونه جوړوئ، ۴۹له دې امله خدای په خپل حکمت سره وویل: ‹زه به هغوی ته پیغمبران او رسولان ورولېږم. خو هغوی به له دوی څخه ځینې ووژني او نور به وځوروي.› ۵۰نو د دې زمانې د خلکو څخه به د هغو پیغمبرانو د وینو ځواب چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې توی شوي دي وغوښتل شي. ۵۱د هابیل له وژلو نیولې د زکریا تر وژلو پورې چې د قربانۍ د ځای او سپېڅلي ځای ترمنځ ووژل شو. هو، زه تاسو ته وایم چې د دې زمانې خلک به د دې هرڅه دپاره ځواب ورکوي.

۵۲ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د علم د کور د دروازې کیلي اخیستې ده، په خپله هم نه ورننوځئ او څوک چې ورننوځي هغوی هم نه پرېږدئ.»

۵۳کله چې عیسی له هغه کوره ووت، د شریعت عالمانو او فریسیانو د هغه سره ډېر سخت مخالفت پیل کړ او د ډېرو شیانو په هکله یې ورڅخه سختې پوښتنې کولې. ۵۴هغوی کوښښ کاوه چې هغه په خپلو خبرو کې راونیسي.