ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اووۀ اويايم زبور

د مصیبت په وخت کې تسلي

(د سرود مشر یدوتون دپاره: د آساف زبور)

۱په لوړ اواز خدای ته فریاد کومه

په لوړ اواز ورته فریاد کومه چې ماته غوږ ونیسي

۲زه د سختۍ په وخت کې کړمه څښتن ته رجوع

زه په دعا کې ټوله شپه پورته کوم لاسونه

خو زما زړه تسلي نه شي موندلی

۳کله چې زه رایادوم خدای

نو زه زګېروي کومه

کله چې ډوب شمه خیالونو کې زه

زړه تورن کېږمه زه

۴پټېدو ته دې پرېنښودلې سترګې زما

دومره ناارام یم چې کولای زه خبرې نه شم

۵کومه فکر په خپل تېرو ورځو

رایادومه پخواني کلونه

۶رایادوم خپله د شپې سندره

فکر کوم او له خپل ځانه دا پوښتنه کوم:

۷«ایا څښتن به مونږ نه تل دپاره لاس واخلي؟

بیا به هېڅکله هم راضي نه شي هغه زمونږ نه؟

۸ایا زمونږ سره یې تل بس کړه تلپاتې مینه؟

خپله وعده باندې به نور هغه تل نه دریږي؟

۹ایا خدای هېر کړل چې رحیم به اوسي؟

د خواخوږۍ ځای یې نیولی قهر؟»

۱۰نو بیا مې وویل خپل ځان سره

چې «څومره دردمند یمه زه

چې خدای تعالی نور نه ښایي

خپل قدرت زمونږ دپاره»

۱۱زه یادوم به د ستا لوی کارونه ای څښتنه

رایادوم به معجزې چې دې ښودلې پخوا

۱۲فکر به کړم ټولو کارونو باندې تا چې کړي

زه به د ستا په زورورو عملونو باندې فکر کوم

۱۳ستا ټولې لارې سپېڅلې دي ای خدایه

داسې لوی خدای بل ستا په شان نشته دی

۱۴ته هغه خدای یې چې کوې معجزې

منځ د قومونو کې ښودلی خپل قدرت دی تا

۱۵په خپلو مټو دې خپل قوم خلاص کړی

تا د یعقوب او د یوسف اولاده

۱۶کله چې سرې بحیرې ولیدلې ای خدایه

چې اوبو ولیدې نو ووېرېدې

تل د دریاب په لړزېدلو شولو

۱۷له ورېځو ډېر په شړق باران راغی

تندر راپرېوت له اسمانه څخه

ستا د برېښنا غشي هر خواته په ویشتلو شول

۱۸په توفان کې ستا د تندر اواز واورېدل شو

ستا د برېښنا په رڼا ټوله دنیاګۍ رڼا شوه

په لړزېدلو او رپېدلو شوه ځمکه

۱۹تا د دریاب منځ کې قدم وواهه

پورې وتلې له ژور دریابه

خو ستا د پښو پلونه نه ښکارېدل

۲۰لکه د شپون په شان دې بوتلو خپل قوم

په وسیله تا د موسی او هارون