ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - نهم فصل

د انسانانو پای

۱نو ما په دې ټولو کارونو باندې فکر وکړ، ترڅو دا هرڅه وڅېړم. زه دې نتیجې ته ورسېدم چې نېکان او هوښیاران او د هغوی کارونه د خدای په لاس کې دي. دا چې له انسان سره مینه کیږي یا کرکه، خو هېڅوک په دې نه پوهیږي چې د انسان په راتلونکې کې به څه پېښیږي.

۲څه چې په یو پېښیږي

هغه په بل هم پېښیږي

نو د ټولو پای یو دی

څوک چې نېک کاره وي

او څوک چې بدکاره وي

څوک چې پوره پاک وي

او څوک چې ناپاک وي

څوک چې قرباني ورکوي

او څوک چې قرباني نه ورکوي

څه چې له ښه سړي سره کیږي

هغه د ګناهکار سره هم کیږي

څه چې له قسم خوړونکي سره کیږي

هغه له قسم څخه وېرېدونکي سره هم کیږي

۳دا بله بدبختي ده چې د اسمان لاندې په هر شي باندې پېښیږي، چې د ټولو پای یو دی. همدا شان د انسانانو زړونه له شرارت نه ډک دي، او ترڅو چې ژوندي دي په زړونو کې یې جهالت وي، بیا دوی له مړو سره یوځای کیږي. ۴په یقین سره څوک چې د ژوندیو په منځ کې دی هغه په دې تمه دی چې له مړ زمري نه ژوندی سپی ښه دی. ۵ځکه ژوندي په دې پوهیږي چې دوی به مړه شي، خو مړي په دې هېڅ نه پوهیږي.

مړي نور هېڅ اجوره نه لري

او حتی د هغوی یاد له منځه ځي

۶هغه څه چې هغوی ورسره مینه لرله

او له هغه څه نه چې هغوی ترې کرکه کوله

او له هغه چا سره چې هغوی سیالي درلوده

هغه پخوا له منځه تللي دي

او دوی نور هېڅکله په هغه څه کې برخه نه لري

چې د اسمان لاندې تر سره کیږي

۷نو ځه او خپل خواړه په خوښۍ سره وخوره، او خپل شراب په خوشحاله زړه وڅښه، ځکه چې خدای لا پخوا ستا له دې کارونو څخه راضي او خوشحاله دی. ۸ستا جامې دې د ښادیو دپاره تل سپینې وي او خپل سر په قیمتي تېلو غوړوه. ۹د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې له خپلې ګرانې ښځې سره د ژوند نه خوند واخله. دا خدای دی چې دا د لوګي او پوکي په څېر ورځې یې تاته د اسمان لاندې درکړې دي. ځکه چې دا خوشحالي ستا د ژوند او د هغه زیار او زحمت برخه ده چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسې. ۱۰هر هغه څه چې ته په خپلو لاسونو تر سره کوې هغه په خپل ټول قوت سره تر سره کړه، ځکه چې په قبر کې نه کار شته، نه نقشه شته او نه هم پوهه او حکمت شته، هغه ځای چې ته به په پای کې ورته ورځې.

وخت او بخت

۱۱یوځل بیا ما د اسمان لاندې ولیدل:

منزل ته زر رسېدل تل د تېزو منډې وهونکو په برخه نه وي

د جګړې ګټل تل د قوي جنګیالیو په برخه نه وي

د ژوند د وسیلو تر لاسه کول هم تل د هوښیارانو په برخه نه وي

د شتمنۍ ګټل هم تل د عقلمندو په برخه نه وي

او نه هم بری تل د پوهانو په برخه وي

ځکه وخت او بخت به د دې هر یو انجام وي

۱۲دا هم حقیقت لري چې هېڅوک له دغه ټاکل شوي وخت څخه خبر نه دی!

لکه ماهي چې په جال کې ونیول شي

یا مرغۍ چې په لومه کې راونیول شي

نو انسانان به هم همداسې په دام کې راګېر شي

او بدبختي به ناڅاپه په هغوی باندې نازله شي

۱۳ما د اسمان لاندې د حکمت په اړه دا هم لیدلي دي چې په ما باندې یې ډېره اغېزه کړې ده. ۱۴یو کوچنی ښار ؤ چې یو څو سړي په کې اوسېدل، او یو قوي پاچا پرې برید وکړ، هغه یې کلابند کړ او لښکر یې د هغه ښار د دېوالونو د ماتولو دپاره قوي وسیلې جوړې کړې. ۱۵خو په هغه ښار کې یو غریب خو هوښیار سړی پیدا شو چې په خپل حکمت سره یې هغه ښار وژغوره. خو هغه غریب سړی هم د خلکو له خوا هېر شو. ۱۶نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې

له قوت نه حکمت ښه دی

خو د غریب سړي حکمت ته په سپکه سترګه کتل کیږي

او هېڅکله د هغه مشورو ته غوږ نه نیول کیږي

له حماقت څخه د حکمت لوړوالی

۱۷د هوښیارانو نرمې خبرې

د حاکم له هغو چیغو نه زر اورېدل کیږي

چې د احمقانو په منځ کې

په لوړ اواز ویل کیږي

۱۸له جنګي وسلو نه حکمت ښه دی

خو یو ګناهکار ډېر څه له منځه وړي چې هغه ښه دي