ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

غلاتیان - پنځم فصل

د مسیح په ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ

۱مسیح مونږ د ازاد اوسېدلو دپاره ازاد کړي یو. نو اوس په خپلې ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ او مه پرېږدئ چې یوځل بیا د غلامۍ جغ ستاسو په غاړه کې کېښودل شي.

۲ماته غوږ ونیسئ! زه پولوس تاسو ته وایم، که چېرې تاسو ځان سنتول د خلاصون یوه وسیله ګڼئ، نو مسیح چې ستاسو دپاره کوم څه کړي دي، تاسو ته یې هېڅ ګټه نشته. ۳زه یوځل بیا په هرچا ټینګار کوم، که چېرې څوک سنت شي، نو هغه مجبور دی چې د شریعت په ټولو حکمونو باندې عمل وکړي. ۴که چېرې په تاسو کې څوک کوښښ کوي چې په شریعت باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي، نو خپله اړیکه د مسیح سره پرې کوئ او د خدای د فضل څخه لېرې پاتې کېږئ. ۵ځکه چې زمونږ هیله دا ده چې خدای به مونږ په خپل نظر کې عادل وګڼي او له دې امله مونږ د روح القدس په وسیله چې زمونږ د ایمان له لارې په مونږ کې کار کوي، انتظار کوو. ۶ځکه کله چې مونږ په عیسی مسیح باندې ایمان ولرو، نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده. کوم شی چې مهم دی هغه ایمان دی چې ځان نورو ته په مینه کې څرګندوي.

۷تاسو خو په روحاني توګه ښه پرمختګ کاوه، نو بیا چا ستاسو مخه ونیوله چې د حقیقت پیروي ونه کړئ؟ ۸دا کار د خدای له خوا چې تاسو یې رابللي یئ، نه دی. ۹لکه څنګه چې خلک وایي: «لږه خمیره ټول اوړه خمیره کوي.» ۱۰زه باور لرم چې تاسو به د څښتن سره په یووالي کې کومه بله عقیده ونه منئ. خدای به هر هغه چاته چې تاسو یې اندېښمن کړي یئ، که هغه هرڅوک وي، سزا ورکړي. ۱۱ای خویندو او ورونو! د خپل ځان په هکله باید ووایم، که زه تر اوسه د سنتېدلو په هکله وعظ کوم چې دا کار ضروري دی، نو بیا ولې تر اوسه ځورول کېږم؟ که چېرې هغه رښتیا وو، نو بیا به هېڅوک د مسیح د صلیب په هکله زما په وعظ خفه شوی نه وای. ۱۲کاشکې هغه کسان چې تاسو د دې دپاره پرېشانه کوي چې باید سنت شئ، نو هغوی دې خپل ځانونه خصیان کړې.

۱۳ای خویندو او ورونو! تاسو د دې دپاره رابلل شوي یئ چې ازاد اوسئ. خو د دې ازادۍ څخه یوازې د خپلو نفساني غوښتنو په خاطر کار مه اخلئ، بلکې په مینه د یو بل خدمت وکړئ. ۱۴ځکه چې ټول شریعت په یو حکم کې خلاصه کیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» ۱۵خو که چېرې تاسو په یو بل باندې خوله لګوئ او یو بل ته زیان رسوئ، نو بیا پام کوئ، که نه، نو یو بل به بالکل له منځه یوسئ.

نفساني غوښتنې او د روح القدس ثمره

۱۶نو زه دا وایم، که چېرې تاسو خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې سره سم تېر کړئ، نو بیا به د خپلو نفساني غوښتنو له مخې کوم کار نه کوئ. ۱۷ځکه چې نفساني غوښتنې د روح القدس د غوښتنو په خلاف دي او څه چې روح القدس غواړي هغه د نفساني طبیعت په خلاف دي. له دې امله تاسو نه شئ کولای هرڅه چې مو زړه وغواړي هغه وکړئ. ۱۸خو که چېرې تاسو د خدای د روح القدس په لارښوونه روان یئ، نو بیا مجبوره نه یئ چې د شریعت تابع اوسئ.

۱۹د نفساني غوښتنو کارونه ښکاره دي: جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، عیاشي، ۲۰بت پرستي، جادوګري، دښمني، جګړې، کینه، قهر او غضب، ځان خوښونه، بې اتفاقي، ډله بازي، ۲۱بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته بیا خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې مې هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري.

۲۲خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري، ۲۳نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی. ۲۴نو څوک چې د عیسی مسیح پیروان دي، هغوی خپل انساني طبیعت د خپلو ټولو هوسونو او غوښتنو سره په صلیب کړی دی. ۲۵که چېرې مونږ د روح القدس په وسیله ژوند کوو، نو باید خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې له مخې جوړ کړو. ۲۶نو باید غرور ونه کړو، یو بل ونه ځوروو او د یو بل سره بخیلي ونه کړو.