ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - اووم فصل

د داود سره د خدای وعده

(اول تواریخ ۱۷: ۱ - ۱۵)

۱کله چې داود پادشاه په خپله ماڼۍ کې اوسېده او څښتن هغه ته د خپلو ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه، ۲نو پادشاه ناتان نبي ته وویل: <ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د صبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، مګر د خدای د لوظ صندوق په خېمه کې ایښودل شوی دی.>

۳ناتان ځواب ورکړ: <هرڅه چې ستا په زړه کې دي هغه وکړه، ځکه چې څښتن ستا سره دی.>

۴مګر په هم هغه شپه څښتن ناتان ته وویل: ۵<لاړ شه او زما خدمتګار داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ته هغه څوک نه یې چې زما د اوسېدلو دپاره کور جوړوې. ۶له هغه وخت څخه چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. زه یو ځای او بل ځای ګرځېدلی یم او په خېمه کې اوسېدلی یم. ۷ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. مګر آیا کله مې د هغو څخه چاته ویلي دي چې د صبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟

۸نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ما ته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې. ۹هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به زه تا د نړۍ د ډېرو لویو مشرانو په شان مشهور کړم. ۱۰‏-۱۱ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای تیار کړ او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. له هغه وخته چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. همدارنګه به تا د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتم.

زه به ستا اولاده هم پادشاهان کړم. ۱۲هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پادشاه کړم او د هغه پادشاهي به ټینګه وساتم. ۱۳هغه به هغه څوک وي چې زما د نوم د سرلوړۍ دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پادشاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم. ۱۴زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. کله چې هغه کومه غلطي وکړي نو زه به هغه ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې پلار خپل زوی ته په لښتې باندې سزا ورکوي. ۱۵مګر زه به د هغه څخه خپله تلپاتې مینه پرې نه ږدم لکه څنګه چې مې د شائول څخه پرې ایښې وه، یعنې هغه څوک چې ما لېرې کړ ترڅو ته پادشاه شې. ۱۶ته به تل اولاده ولرې او زه به ستا پادشاهي تل تر تله ټینګه کړم. ستا شاهي کورنۍ به هیڅکله پای ته ونه رسیږي.>

۱۷ناتان داود ته هغه هرڅه بیان کړل چې خدای ورته د په ذریعه رالېږلي وو.

د داود د شکرانې دعا

(اول تواریخ ۱۷: ۱۶ - ۲۷)

۱۸بیا داود پادشاه د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه: <ای څښتن تعالیٰ! هغه څه چې تا پخوا زما سره کړي دي زه او زما کورنۍ د هغې وړ نه یو. ۱۹خو بیاهم دا ستا په نظر کافي نه وو، ای څښتن تعالیٰ! تا د راتلونکو کلونو دپاره هم زما د اولادې په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن تعالیٰ! آیا ته همېشه په همدې طریقه د انسان سره سلوک کوې؟ ۲۰ای څښتن تعالیٰ! زه تاته نور څه ویلای شم؟ ځکه چې ته ما یعنې خپل خدمتګار پېژنې. ۲۱دا ستا وعده وه او ستا مقصد ؤ چې دا کار دې وکړ. تا دا لوی کارونه وکړل او هغه دې ماته ښکاره کړل. ۲۲ای څښتن تعالیٰ! ته څومره لوی یې. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، ستا په شان څوک نشته او بې له تا بل خدای نشته. ۲۳د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قوم نشته، هغه قوم چې تا هغوی د مصر د غلامۍ څخه وژغورل، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا نور قومونه او د هغوی خدایان د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم وشړل. ۲۴اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.

۲۵ای څښتن خدایه! اوس هغه ژمنه د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د اولادې په هکله دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو هماغسې وکړه. ۲۶ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی. بیا به زما د اولادې پادشاهي د تل دپاره ټینګه کړې.

۲۷ای مطلق قادر څښتنه، د اسراییلو خدایه! دا ټول تا ماته ښکاره کړي دي او ماته دې وویل، چې زما د اولادې څخه به ته پادشاهان جوړ کړې، نو ځکه مې دا جرأت وکړ چې تاته دا دعا وکړم. ۲۸اوس ای څښتن تعالیٰ، ته په رښتیا خدای یې! ستا ژمنې د باور وړ دي او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو ژمنه کړې ده. ۲۹مهرباني وکړه زما اولادې ته برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پادشاهان وي. څښتنه، تا پخوا وعده کړې ده او زه یقین لرم چې ته به زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت راکړې.>