ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - دریم فصل

څښتن سموئیل سره خبرې کوي

۱په هغو ورځو کې چې سموئیل د عیلي تر لارښودنې لاندې د څښتن خدمت کاوه د څښتن له طرفه پیغامونه او رویاګانې ډېرې لږې وې. ۲یوه شپه عیلي چې سترګې یې ډېرې کمزورې شوې وې او په سختۍ سره یې لیدلی شول په خپل ځای کې ویده ؤ. ۳څراغ لا مړ شوی نه ؤ خو سموئیل د خدای په کور کې ویده ؤ او هلته د خدای د لوظ سپېڅلی صندوق ایښودل شوی ؤ. ۴په دغه وخت کې څښتن غږ وکړ: <سموئیله! سموئیله!>

سموئیل ځواب ورکړ: <زه دلته یم.> ۵هغه عیلي ته ورمنډه کړه او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>

مګر عیلي ځواب ورکړ: <ما غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.> نو هغه لاړ او څملاست.

۶څښتن بیا ورباندې غږ وکړ: <ای سموئیله!> او سموئیل راپاڅېده، عیلي ته ورغی او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>

عیلي وویل: <ای زما زویه، ما تاته غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.> ۷سموئیل لا تر دې وخته پورې څښتن نه پېژنده یعنې د څښتن پیغام ورته نه ؤ رسېدلی.

۸څښتن د دریم ځل دپاره په سموئیل باندې غږ وکړ. سموئیل پاڅېد، عیلي ته ورغی او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>

نو بیا عیلي پوه شو چې څښتن په هلک باندې غږ کوي. ۹نو بیا عیلي سموئیل ته وویل: <لاړ شه، څمله او که چېرې هغه غږ وکړ ووایه: خبره وکړه ای څښتنه، ځکه ستا غلام یې اوري.> نو سموئیل لاړ او په خپل ځای کې څملاست.

۱۰څښتن راغی، ودرېد او د مخکې په شان یې غږ وکړ: <ای سموئیله! ای سموئیله!>

سموئیل وویل: <خبره وکړه ځکه چې ستا غلام یې اوري.>

۱۱څښتن هغه ته وویل: <زه به اوس د اسراییلو په قوم باندې داسې کار وکړم چې هغه به ډېر هیبتناکه وي او هرڅوک یې چې واوري هغه به هک حیران شي. ۱۲زه به هغه ټولې خبرې چې د عیلي د کورنۍ په ضد مې کړې دي د اول نه تر اخره پورې سرته ورسوم. ۱۳ما پخوا هغه ته ویلي وو چې زه به تر ابده پورې د هغه کورنۍ ته سزا ورکوم په دې خاطر چې زامنو یې زما په ضد کفر ویلی دی. عیلي پوهېده چې هغوی دا کار کوي خو د هغوی مخنیوی یې نه کاوه. ۱۴له دې کبله د عیلي د کورنۍ دپاره مې قسم خوړلی چې د هغه د کورنۍ ګناه به هیڅکله د قربانۍ او یا نذرانو په ورکولو سره لېرې نه شي.>

۱۵سموئیل تر سبا پورې پروت ؤ او بیا هغه پاڅېده او د څښتن د کور دروازې یې خلاصې کړې. هغه ووېرېده چې عیلي ته د خپلې رویا په باره کې ووایي. ۱۶مګر عیلي په هغه باندې غږ وکړ او ویې ویل: <ای سموئیله! زما زویه!>

سموئیل ځواب ورکړ: <زه دلته یم.>

۱۷عیلي پوښتنه وکړه: <څښتن تاته څه وویل؟ زما څخه یې مه پټوه، که چېرې هغه څه چې خدای تاته ویلي دي ماته ونه وایې نو خدای دې تاته سخته سزا درکړي.> ۱۸نو سموئیل هغه ته هرڅه وویل، د هغه څخه یې هیڅ شی پټ نه کړ. عیلي وویل: <هغه څښتن دی. هرڅه چې د هغه په نظر کې ښه ښکاري هغه دې وکړي.>

۱۹سموئیل لوئیده او څښتن د هغه سره ؤ. هرڅه وړاندوینه به یې چې کوله هغه رښتیا کېدله. ۲۰ټول اسراییلیان د دان څخه په شمال کې او تر بئرشبع په جنوب کې په دې پوه شول چې سموئیل په رښتیا سره د څښتن نبي شو. ۲۱څښتن به په شیلوه کې سموئیل ته ځان ښکاره کاوه او خپل پیغام به یې ورته رساوه.