يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت دانيال نبى کِتاب - اوؤم باب

د حضرت دانيال رويا د څلورو ځناورو په حقله

۱د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل. ۲دانيال وفرمائيل چې، ”په هغه شپه ما په رويا کښې وليدل چې هلته زما په وړاندې د آسمان هواګانې د څلورو خواو نه د سمندر په مخ په تېزه لګېدلې. ۳نو څلور غټ ځناور، چې د يو بل نه مختلف وُو، د سمندر نه بهر راووتل. ۴اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو. ۵نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه. ۶د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو. ۷د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو. ۸کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بې‌پرواهۍ سره لافې کولې.

د هغه ذات رويا چې همېشه ژوندے دے

۹کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې. ۱۰او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول. ۱۱ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو. ۱۲د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو. ۱۳نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو. ۱۴هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.

د دانيال د خوب تعبير

۱۵زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم. ۱۶نو بيا زۀ هغه ولاړو کسانو ته چې هلته تخت سره نزدې وُو يو له ورغلم او تپوس مې ترې نه وکړو چې د دې هر څۀ مطلب څۀ دے. نو هغۀ ما ته د دې تعبير څۀ داسې وکړو، ۱۷دا څلور ځناور څلور بادشاهۍ دى چې د زمکې نه به راوچتې شى. ۱۸خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى. ۱۹نو بيا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په حقله صحيح مطلب باندې ځان پوهه کړم، کوم چې د نورو ټولو نه مختلف او يروونکے وو. او غاښونه يې د اوسپنې او د پښو پنجې يې د زېړو وې، هغه ځناور چې خپل ښکارونه يې ريچې ريچې کړل او تير يې کړل او څۀ چې ترې نه پاتې شول هغه يې د پښو لاندې کړل. ۲۰ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې. ۲۱کله چې ما دا هر څۀ کتل، نو دې ښکر د مقدسينو خلاف جنګ وکړو او هغوئ ته يې شکست ورکولو، ۲۲ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه. ۲۳نو بيا هغۀ ما ته ووئيل چې، دا څلورم ځناور هغه د دُنيا څلورمه بادشاهى ده کومه چې به په زمکه راښکاره شى. دا به د نورو ټولو بادشاهتونو نه مختلفه وى او دا به ټوله زمکه تيره کړى، او د پښو لاندې او ريچې ريچې به يې کړى. ۲۴هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى. ۲۵هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى. ۲۶خو بيا به د هغۀ خلاف عدالت شروع شى، او د هغۀ نه به حکومت واخستلے شى او هغه به هم په مکمل توګه تباه شى. ۲۷نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى. ۲۸دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“