ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - درویشتم فصل

عدالت او انصاف

۱د درواغو خبر مه خپروئ. د درواغو په شاهدۍ ورکولو سره د بدکاره سړي سره مرسته مه کوئ. ۲په بد کار کې د اکثریت څخه پیروي مه کوئ. کله چې تاسو په یوه دعوه کې شاهدي ورکوئ، د اکثریت څخه په پلوي کولو سره عدالت تر پښو لاندې کوئ مه. ۳د یو غریب سړي په محاکمه کې په دې خاطر چې هغه غریب دی د هغه طرفداري مه کوئ.

۴که چېرې تاسو یوناڅاپه د خپل دښمن غویی یا خر ووینئ چې لار یې غلطه کړې ده، هغه بېرته ورولئ. ۵که چېرې تاسو ولیدل چې ستاسو د دښمن خر د بار لاندې پرېوتی دی، هغه هلته مه پرېږدئ، د هغه سره مرسته وکړئ چې خر یې بېرته پاڅیږي.

۶په محکمه کې د غریب سره بې انصافي مه کوئ. ۷په درواغو تهمت مه لګوئ او د یو بې ګناه یا صادق سړي د مړینې سبب کېږئ مه. ځکه چې زه به ګناهکار ونه بخښم. ۸رشوت مه اخلئ، ځکه چې رشوت بینا خلک ړندوي او د بې ګناه خلکو حق ورباندې تر پښو لاندې کیږي.

۹په یو مسافر سړي باندې تېری مه کوئ. ځکه چې تاسو خپله په مصر کې مسافران وئ او د مسافرانو د حال څخه خبر یئ.

د سبت قوانین

۱۰تاسو باید شپږ کاله خپلې ځمکې وکرئ او حاصل یې ورېبئ. ۱۱مګر په اووم کال هغه ځمکه شاړه پرېږدئ او څه شی چې په کې شنه شوي وي هغه ورڅخه مه رېبئ. څه چې په کې پاتې وي هغه به غریبان خلک او وحشي حیوانات وخوري. خپل د انګورو باغونو او د زیتونو د ونو د باغونو سره همداسې کار وکړئ.

۱۲په هفته کې شپږ ورځې خپل کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ کار مه کوئ ترڅو ستاسو غلامان او بېګانه خلک چې ستاسو دپاره کار کوي او حتیٰ ستاسو حیوانات هم وکولی شي ارام وکړي.

۱۳هرڅه چې ما څښتن درته ویلي دي په هغو باندې عمل کوئ. د نورو خدایانو په نوم دعا مه کوئ، حتیٰ د هغوی نومونه په ژبه هم مه اخلئ.

درې لوی اخترونه

(هجرت ۳۴: ۱۸ - ۲۶ او تثنیه ۱۶: ۱ - ۱۷)

۱۴زما د احترام په خاطر په کال کې درې ځله اخترونه کوئ، ۱۵اول د فطیرې ډوډۍ اختر. لکه څنګه چې ما درباندې امر کړی دی اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ. په دې اختر کې دې هیڅوک زما حضور ته خالي لاس نه راځي.

۱۶تاسو د لو کولو اختر د خپلو اولنیو حاصلاتو سره چې په خپلو پټیو کې مو کرلي دي ولمانځئ.

د کال په آخر کې د حاصل د راټولولو اختر ولمانځئ، یعنې کله چې تاسو د پټیو څخه حاصل راټولوئ. ۱۷هر کال باید په دغو دریو اخترونو کې ستاسو ټول نارینه زما یعنې ستاسو د څښتن خدای د عبادت دپاره راشي.

۱۸کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ، د هغه سره خمیره ډوډۍ مه وړاندې کوئ. هغه حیوانات چې په دغو اخترونو کې ماته قرباني کیږي، د هغې وازګه باید تر سهاره پورې پاتې نه شي.

۱۹هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل اولني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.

یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.

وعدې او لارښودنې

۲۰ګورئ، زه ستاسو مخې ته یوه فرښته درلېږم چې په لاره کې ستاسو ساتنه وکړي او هغه ځای ته مو راولي چې ستاسو دپاره مې تیار کړی دی. ۲۱هرڅه چې هغه فرښته فرمایي په غور سره ورڅخه اطاعت وکړئ. د هغې په مقابل کې سرکشي مه کوئ، هغه به ستاسو سرکشي ونه بخښي، ځکه چې پوره اختیار مې ورته ورکړی دی. ۲۲که چېرې تاسو په غور سره د هغې خبرو ته غوږ ونیسئ او زما ټولې خبرې ومنئ، زه به ستاسو د دښمنانو دښمن شم او زه به د هغه چا په خلاف شم څوک چې ستاسو په خلاف وي. ۲۳زما فرښته به ستاسو په مخکې روانه وي او تاسو به د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو، کنعانیانو، حویانو او یبوسیانو خاورې ته بوځي او زه به هغوی ټول له منځه یوسم. ۲۴د هغوی خدایانو ته سجده یا عبادت مه کوئ او د هغوی د رواجونو څخه پیروي مه کوئ. د هغوی بتان له منځه یوسئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ. ۲۵که چېرې تاسو زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ نو زه به ستاسو په خوراک او اوبو کې برکت واچوم او ستاسو ټولې ناروغۍ به لېرې کړم. ۲۶ستاسو په خاوره کې به هیڅ یوه ښځه خپل اولاد نقصان نه کړي او نه به شنډه شي. زه به تاسو ته اوږده عمرونه درکړم.

۲۷زه به په هغو قومونو باندې سخته وېره راولم او ستاسو دښمنان به دومره وارخطا کړم چې درڅخه وتښتي. ۲۸زه به ستاسو په دښمنانو کې سخته وېره پیدا کړم او حویان، کنعانیان او حیتیان به ستاسو له مخې څخه لېرې کړم. ۲۹مګر زه به هغوی په یو کال کې ونه باسم، ځکه چې ځمکه به ویجاړه پاتې شي او وحشي حیوانات به ډېر زیات شي. ۳۰بلکه هغوی به لږ لږ شړم ترڅو تاسو دومره ډېر شئ چې هغه خاوره ونیسئ. ۳۱زه به ستاسو د خاورې سرحدونه د سرې بحیرې څخه نیولې د مدیترانې تر بحیرې پورې او د دښتې څخه نیولې د فرات تر سینده پورې وغزوم. زه به ستاسو سره مرسته وکړم چې هغو خلکو ته چې اوس په دې خاوره کې اوسیږي ماتې ورکړئ او هغوی به وشړئ. ۳۲د هغوی یا د هغوی د خدایانو سره هیڅ قسم تړون مه کوئ. ۳۳هغوی مه پرېږدئ چې ستاسو په هېواد کې واوسیږي. که چېرې تاسو هغوی پرېږدئ، هغوی به تاسو زما په مقابل کې په ګناه کولو باندې مجبور کړي. که چېرې تاسو د هغوی د خدایانو عبادت وکړئ، نو دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.>