ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - پنځه دېرشم فصل

حضرت یعقوب بیت ئیل ته راستنیږي

۱خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل: <پاڅه او بیت ئیل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. ما یعنې خپل خدای ته چې تاته په هغه وخت کې چې د خپل ورور عیسو څخه تښتېدلې ښکاره شو، د قربانۍ ځای جوړ کړه.>

۲نو حضرت یعقوب خپلې کورنۍ او هغو ټولو خلکو ته چې د هغه سره وو وفرمایل: <هغه بتان چې ستاسو سره دي هغه لېرې وغورزوئ. خپل ځانونه پاک کړئ او پاک کالي واغوندئ. ۳راځئ چې بیت ئیل ته لاړ شو او هلته د هغه خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړو چې زما سره یې د سختۍ په وخت کې مرسته کړې وه او هرچېرته چې زه تللی یم زما سره مل ؤ.> ۴نو هغوی ټول بتان او همدارنګه هغه غوږوالۍ چې د هغوی په غوږونو کې وې حضرت یعقوب ته ورکړې او حضرت یعقوب هغه په شکیم کې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.

۵هغوی روان شول او په شاوخوا ښارونو باندې د خدای پاک وېره راغله. نو ځکه هیچا هغوی تعقیب نه کړل. ۶حضرت یعقوب د خپلو ټولو خلکو سره لوز ته چې بیت ئیل دی او د کنعان په خاوره کې دی راغی. ۷هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه ځای یې د بیت ئیل د خدای په نوم یاد کړ، ځکه په هغه ځای کې چې کله حضرت یعقوب د خپل ورور عیسو څخه تښتېده، خدای پاک خپل ځان هغه ته ښکاره کړی ؤ. ۸د ربکا دایي دبوره مړه شوه او د بیت ئیل څخه ښکته د څېړۍ د ونې لاندې یې ښخه کړه. نو هغه د ژړا د څېړۍ د ونې په نوم یاده شوه.

۹کله چې حضرت یعقوب د بین النهرین څخه بېرته راستون شو، نو خدای پاک یو ځل بیا هغه ته ښکاره شو او برکت یې ورته ورکړ. ۱۰خدای پاک هغه ته وفرمایل: <ستا نوم یعقوب دی. مګر له دې وروسته دې ستا نوم یعقوب نه وي، بلکه ستا نوم دې اسراییل وي.> نو د هغه نوم یې اسراییل کېښود. ۱۱خدای پاک هغه ته وفرمایل: <زه مطلق قادر خدای یم، د زیاتو اولادونو خاوند شې. ستا څخه به قومونه پیدا شي او ستا د نسل څخه به پادشاهان پیدا شي. ۱۲هغه ځمکه چې ابراهیم او اسحاق ته مې ورکړې ده تاته او ستا څخه وروسته به یې ستا اولادې ته ورکړم.> ۱۳نو خدای پاک له هغه ځای څخه چې د هغه سره یې خبرې وکړې پورته وخوت. ۱۴حضرت یعقوب په هغه ځای کې چې خدای پاک ورسره خبرې کړې وې یوه یادګاري تیږه ودروله او په هغې باندې یې د څښلو نذرانه او د زیتون تېل واچول. ۱۵حضرت یعقوب د هغه ځای نوم چې هلته خدای پاک ورسره خبرې کړې وې، بیت ئیل کېښود.

د راحیل مړینه

۱۶نو بیا هغوی د بیت ئیل څخه کډه وکړه. افراتې ته یو څه فاصله پاتې وه چې د راحیل د ماشوم د زېږولو وخت راورسېد او د هغې تکلیف زیات شو. ۱۷څرنګه چې د ماشوم د زېږولو په وخت کې هغه په ډېر سخت تکلیف کې وه، نو د هغې دایي ورته وویل: <راحیل، مه وېرېږه دا دې بل زوی دی.> ۱۸مګر هغه د مړینې په حال کې وه او د ساه ورکولو په وخت کې یې د هغه نوم بن اوني وباله.

۱۹نو راحیل مړه شوه او هغه یې د افراتې لارې ته نژدې چې اوس د بیت لحم په نوم یادیږي ښخه کړه. ۲۰حضرت یعقوب د هغې په قبر باندې یادګاري تیږه ودروله او تر نن ورځې پورې هغه د راحیل د قبر نښه ده. ۲۱نو حضرت یعقوب بیا کډه وکړه او د عیدر د برج بلې خواته یې خپلې خېمې ودرولې.

د حضرت یعقوب زامن

(اول تواریخ ۲: ۱ - ۲)

۲۲هغه وخت چې حضرت یعقوب په هغې سیمه کې اوسېده، روبین لاړ او د خپل پلار د وینځې بلهې سره یې زنا وکړه او حضرت یعقوب د دې څخه خبر شو.

حضرت یعقوب دولس زامن درلودل. ۲۳د لیه زامن: روبین د حضرت یعقوب مشر زوی، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار او زبولون. ۲۴د راحیل زامن: حضرت یوسف او بنیامین. ۲۵د راحیل د وینځې بلهه زامن: دان او نفتالي. ۲۶د لیه د وینځې زلفه زامن: جاد او اشیر. دا د حضرت یعقوب زامن وو چې په بین النهرین کې زېږېدلي وو.

د حضرت اسحاق وفات کېدل

۲۷حضرت یعقوب خپل پلار حضرت اسحاق ته چې قریه اربع (حبرون) ته نژدې په ممري کې ؤ یعنې هغه ځای ته چې حضرت ابراهیم او حضرت اسحاق په کې اوسېدل راغی. ۲۸حضرت اسحاق یوسلو اتیا کاله ژوند وکړ. ۲۹هغه په پاخه عمر کې وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. د هغه زامنو عیسو او حضرت یعقوب هغه ښخ کړ.