ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - اتم فصل

عیسی یو جذامي سړي ته شفا ورکوي

(مرقوس ۱: ۴۰ - ۴۵ او لوقا ۵: ۱۲ - ۱۶)

۱کله چې عیسی د غره نه راښکته شو، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان شول. ۲په دې وخت کې یو جذامي سړی هغه ته راغی او د هغه په پښو کې پرېوت او ویې ویل: «ښاغلیه، که ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.» ۳عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «زه غواړم، پاک او روغ شه» او هغه سمدلاسه د جذام څخه پاک او روغ شو. ۴بیا عیسی هغه ته وویل: «ګوره چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته روغ شوی یې.»

عیسی د رومي منصبدار نوکر ته شفا ورکوي

(لوقا ۷: ۱ - ۱۰)

۵کله چې عیسی د کپرناحوم ښار ته ورغی، نو یو رومي منصبدار ورته راغی او هغه ته یې زاري وکړه، ۶او ورته ویې ویل: «ای ښاغلیه، زما یو نوکر په کور کې شل پروت دی او ډېر په عذاب دی.» ۷عیسی وویل: «زه به درشم او هغه به روغ کړم.» ۸خو هغه منصبدار ورته په ځواب کې وویل: «ای ښاغلیه، زه د دې لایق نه یم چې زما کور ته راشې. ته یوازې امر وکړه، نو زما نوکر به روغ شي. ۹ځکه چې زه هم د بل چا د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم چې راشه نو هغه راځي او کله چې خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه نو هغه یې کوي.» ۱۰کله چې عیسی د هغه خبرې واورېدلې نو حیران شو او کوم خلک چې په هغه پسې روان وو، هغوی ته یې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ما داسې ایمان په اسراییلو کې هم نه دی لیدلی. ۱۱زه تاسو ته وایم چې د ختیځ او لوېدیځ څخه به ډېر خلک راشي او د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره به د اسماني پاچاهۍ په مېلمستیا کې کښېني، ۱۲خو کوم خلک چې د دې پاچاهۍ دپاره ټاکل شوي وو هغوی به دباندې تیارو ته یعنې هغه ځای ته وغورځول شي چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.» ۱۳بیا عیسی هغه منصبدار ته وویل: «بېرته خپل کور ته لاړ شه، لکه څنګه چې باور لرې همداسې به وشي.» نو په هماغه ساعت هغه نوکر روغ شو.

عیسی ډېرو خلکو ته شفا ورکوي

(مرقوس ۱: ۲۹‏ - ۳۴ او لوقا ۴: ۳۸ - ۴۱)

۱۴کله چې عیسی د پطروس کور ته ورغی، نو ویې لیدل چې د پطروس خواښې د تبې له لاسه پرته وه. ۱۵عیسی د هغې لاس ونیوه او تبې هغه پرېښودله. هغه راپاڅېدله او د عیسی خدمت یې پیل کړ. ۱۶کله چې ماښام شو، نو خلکو هغه ته ډېر داسې کسان راوستل چې پېریانو نیولي وو او په یو حکم یې د هغوی څخه پېریان وویستل او ټول ناروغان یې روغ کړل. ۱۷په دې ډول د اشعیا نبي هغه وینا رښتیا شوه چې ویلي یې وو:

هغه زمونږ ټولې ناروغۍ لېرې کړلې، او زمونږ کمزورۍ یې لېرې کړلې.

د عیسی څخه د پیروۍ کولو بیه

(لوقا ۹: ۵۷‏ - ۶۲)

۱۸کله چې عیسی ولیدل چې د خلکو ګڼه ګوڼه ورڅخه راچاپېره ده نو خپلو شاګردانو ته یې حکم وکړ چې د جلیل د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شي. ۱۹د شریعت یو عالم هغه ته ورغی او ویې ویل: «استاذه! هر چېرته چې ځې زه به درپسې ځم.» ۲۰عیسی ورته وویل: «ګیدړان خپل غارونه لري او مرغان خپلې ځالې، خو د انسان زوی دومره ځای هم نه لري چې خپل سر ورباندې کېږدي.» ۲۱یو بل شاګرد ورته وویل: «استاذه، اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.» ۲۲عیسی ځواب ورکړ: «ته ما پسې راځه او پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي.»

عیسی توفان اراموي

(مرقوس ۴: ۳۵‏ - ۴۱ او لوقا ۸: ۲۲ - ۲۵)

۲۳عیسی په کشتۍ کې سپور شو او شاګردان یې هم ورسره روان شول. ۲۴ناڅاپه په بحیره کې یو سخت توفان راغی او نژدې ؤ چې کشتۍ د څپو له لاسه ډوبه شي، خو عیسی ویده ؤ. ۲۵نو شاګردان ورغلل او راویښ یې کړ او ورته ویې ویل: «ای استاذه، مونږ وژغوره. مونږ ډوبیږو.» ۲۶عیسی ورته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ستاسو ایمان څومره کمزوری دی!» بیا هغه راپاڅېد او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ او هغوی بیخي ارام شول. ۲۷شاګردان حیران شول او ویې ویل: «دا څنګه سړی دی چې باد او څپې یې هم حکم مني؟»

عیسی دوو کسانو ته چې پېریانو نیولي وو شفا ورکوي

(مرقوس ۵: ۱ - ۲۰ او لوقا ۸: ۲۶‏ - ۳۹)

۲۸کله چې عیسی د جدریان سیمې ته چې د بحیرې په بلې غاړې پرته وه ورسېده، نو د دوو تنو سره چې پېریانو نیولي وو او د هدیرې ‎څخه راووتل، مخامخ شو. هغوی دومره خطرناکه وو چې هېچا نه شو کولای په هغه لاره تېر شي. ۲۹ناڅاپه هغوی چیغې ووهلې: «ای د خدای زویه، مونږ سره څه کار لرې؟ ته د دې دپاره دلته راغلی یې چې مونږ د ټاکل شوي وخت څخه مخکې په عذاب کړې؟» ۳۰د هغه ځای څخه لږ لېرې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله. ۳۱پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «که چېرې ته مونږ شړې، نو د خوګانو هغې رمې ته مو ولېږه.» ۳۲عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ!» نو هغوی راووتل او په خوګانو کې ورننوتل. سمدلاسه د خوګانو ټولې رمې منډه کړه او د کمر د غاړې نه بحیرې ته ورولوېدله او په اوبو کې ډوبه شوه. ۳۳د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او ښار ته لاړل. خلکو ته یې ټوله کیسه وکړه او هغه څه چې په پېریانو نیولي سړیو باندې تېر شوي وو، ټولو ته یې وویل. ۳۴بیا د ښار ټول خلک راووتل چې عیسی وویني او کله یې چې هغه ولید نو زاري یې ورته وکړه چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي.