يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - دوه څلوېښتم باب

خلقو د حضرت يرمياه نه د دُعا درخواست وکړو

۱نو بيا د فوج ټول جنګى مشران، يوحانان د قريح زوئ او يزنياه د هوسعياه زوئ، او د وړو نه تر لويو پورې ټول خلق ۲يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو. ۳زمونږ دپاره دُعا وکړه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته لارښودنه وکړى چې څۀ وکړُو او چرته لاړ شُو.“ ۴يرمياه هغوئ ته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”صحيح ده، زۀ به مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته هم هغه شان دُعا وکړم لکه څنګه چې تاسو ما ته خواست وکړو، او زۀ به هر هغه څۀ تاسو ته ووايم چې هغه څۀ ما ته وفرمائى. زۀ به ستاسو نه هيڅ څيز هم نۀ پټوم.“ ۵بيا هغوئ يرمياه ته ووئيل، ”نو بيا دې مالِک خُدائ په مونږ په دې خبره رښتينے او وفادار ګواه وى کۀ چرې مونږ ستا په هغه ټولو خبرو عمل ونۀ کړو کومې چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک زمونږ دپاره تا ته فرمائيلى دى چې تۀ يې مونږ ته بيان کړې. ۶کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“

د حضرت يرمياه دُعا ته د مالِک خُدائ جواب

۷لس ورځې وروستو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو. ۸نو بيا هغۀ يوحنان د قريح زوئ او نورو فوجى آفسرانو ته، او ټولو خلقو لويو او وړو ته آواز وکړو، ۹هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د خپل درخواست سره ولېږلم، هغه داسې فرمائى چې، ۱۰کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم. ۱۱مالِک خُدائ فرمائى چې، د بابل بادشاه نه نور مۀ يرېږئ. ځکه چې زۀ تاسو سره يم او د هغۀ نه به مو بچ کړم او د هغۀ د لاس نه به خلاصون درکړم. ۱۲زۀ به په تاسو دا رحم وکړم چې هغه به درباندې مهربانه کړم، نو بيا به هغه تاسو ته په خپل مُلک کښې د پاتې کېدو اجازت درکړى. ۱۳خو کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې پېغام نه اِنکار وکړئ، او کۀ چرې تاسو ووايئ چې، نه، مونږ به دلته نۀ پاتې کيږُو، ۱۴خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو، ۱۵نو بيا تاسو د مالِک خُدائ پېغام د يهوداه پاتې خلقو ته واوروئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو دا ضرور غوره کړئ چې مِصر ته لاړ شئ او هلته پاتې شئ ۱۶د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ. ۱۷نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم. ۱۸مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ. ۱۹اے د يهوداه ژوندى پاتې شوى خلقو، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائيلى دى چې مِصر ته مۀ ځئ. زۀ چې دا خبردارے نن تاسو ته درکوم دا مۀ هېروئ. ۲۰ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو. ۲۱خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم. ۲۲نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“