ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - څوارلسم فصل

عیسی یو ناروغ سړي ته شفا ورکوي

۱د سبت په یوه ورځ عیسی د ډوډۍ خوړلو دپاره د فریسیانو د ډلې د یو مشر کور ته لاړ او هلته خلکو په ځیر هغه ته کتل. ۲هلته عیسی ته مخامخ یو سړی ولاړ ؤ چې د پړسوب په ناروغۍ اخته ؤ. ۳عیسی د شریعت د عالمانو او فریسیانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا د سبت په ورځ د ناروغانو روغول روا دي که نه؟» ۴خو هغوی غلي پاتې شول. نو عیسی هغه سړی له لاسه ونیوه، هغه یې روغ کړ او رخصت یې کړ. ۵بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې د سبت په ورځ په تاسو کې د کوم چا زوی یا غویی په څاه کې ولویږي، نو ایا هغه به یې سمدلاسه راونه باسي؟» ۶خو د هغوی سره د دې خبرې ځواب نه ؤ.

عاجزي او مېلمه پالنه

۷کله چې عیسی ولیدل چې ځینو مېلمنو کوښښ کاوه د ځانونو دپاره تر ټولو لوړ ځایونه ونیسي، نو هغوی ته یې دا مثال راوړ: ۸«کله چې څوک تاسو ته د واده د مېلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښېنئ، ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي، ۹او ستاسو کوربه چې تاسو دواړه یې رابللي یئ راشي او درته ووایي: ‹خپل ځای دې سړي ته پرېږده.› نو بیا به وشرمېږې او مجبوره به شې چې تر ټولو وروستني ځای کې کښېنې. ۱۰خو کله چې د چا مېلمه شې، نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښېنه، ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: ‹ای زما ملګریه! پاس کښېنئ.› په دې به د نورو ټولو مېلمنو په مخکې ستا عزت وشي، ۱۱ځکه څوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او څوک چې خپل ځان عاجز کړي، هغه به سرلوړی شي.»

۱۲بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې، نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي او په دې ډول به ستا بدل پوره کړي. ۱۳خو کله چې مېلمستیا ورکوې، نو غریبانو، شلانو، ګوډانو او ړندو ته بلنه ورکړه. ۱۴نو ته به بختور یې، ځکه چې هغوی ستا بدل نه شي پوره کولای. خو د قیامت په ورځ به خدای تاته د نېکانو سره اجر درکړي.»

د لویې مېلمستیا مثال

(متي ۲۲: ۱ - ۱۰)

۱۵کله چې د حاضرو خلکو څخه یو تن چې په دسترخوان ورسره ناست ؤ دا واورېدل، نو عیسی ته یې وویل: «بختور دي هغه خلک چې د خدای په پاچاهۍ کې به په مېلمستیا کې کښېني.»

۱۶عیسی هغه ته وویل: «یو سړي یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او ډېر خلک یې راوبلل. ۱۷کله چې د ډوډۍ وخت شو، نو خپل نوکر یې مېلمنو پسې ولېږه چې ورته ووایي: ‹راشئ، هرڅه تیار دي.› ۱۸خو هغوی ټولو بهانې پیل کړې. لومړني وویل: ‹ما لږه ځمکه اخیستې ده، باید لاړ شم او هغه ووینم. مهرباني وکړه زما عذر ومنه.› ۱۹بل وویل: ‹ما پنځه جوړې غویان اخیستي دي او روان یم چې هغه امتحان کړم، مهرباني وکړه زما عذر ومنه.› ۲۰او بل یې وویل: ‹ما نوی واده کړی دی، نو له دې امله نه شم درتللی.› ۲۱نوکر بېرته راغی او خپل بادار ته یې دا هرڅه وویل. بادار ډېر په قهر شو او خپل نوکر ته یې وویل: ‹زر زر د ښار لارو او کوڅو ته ووځه او غریبان، شلان، ړانده او ګوډان راوله.› ۲۲کله چې نوکر بېرته راستون شو، نو ویې ویل: ‹باداره! ستاسو امر په ځای شو، خو بیاهم د نورو خلکو دپاره ځای شته.› ۲۳بیا بادار خپل نوکر ته وویل: ‹د ښار څخه دباندې سرکونو او کوڅو ته ووځه او خلک په زوره راوله، ترڅو زما کور ډک شي. ۲۴زه تاسو ته وایم چې د هغو خلکو څخه چې لومړی مې ورته بلنه ورکړې وه هېڅوک به هم زما د دې مېلمستیا خوند ونه څکي.›»

د مسیح د شاګردۍ بیه

(متي ۱۰: ۳۷ - ۳۸)

۲۵یوځل چې د خلکو یوه لویه ډله د عیسی سره روانه وه، عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: ۲۶«که څوک ماته راځي او هغه د خپل مور، پلار، خپلې ښځې او اولادونو، خویندو او ورونو او حتی د خپل ځان څخه هم زما سره زیاته مینه ونه کړي، هغه نه شي کولای چې زما شاګرد شي. ۲۷که چېرې څوک خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي، نو هغه زما شاګرد کېدای نه شي.

۲۸فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک غواړي یو برج جوړ کړي، ایا هغه به لومړی نه کښېني چې لګښت یې وسنجوي، ترڅو وویني چې د هغه سره دومره پیسې شته چې هغه ورباندې سرته ورسوي یا نه؟ ۲۹که نه، نو بنیاد به یې کېږدي، خو وبه نه شي کولای چې سرته یې ورسوي، نو هرڅوک چې هغه وګوري ورپورې وبه خاندي. ۳۰هغوی به وایي چې دې سړي د ودانۍ کار پیل کړ، خو ویې نه شو کولای چې سرته یې ورسوي. ۳۱یا کوم داسې پاچا به وي چې د بل پاچا سره د جګړې دپاره ځي او پرته له دې چې لومړی کښېني او فکر وکړي چې ایا د خپل لسو زرو عسکرو سره به وکولای شي د هغه بل پاچا سره چې شل زره لښکر لري، وجنګیږي؟ ۳۲که چېرې هغه ونه شي کولای، نو مخکې له دې چې دښمن ورته راورسیږي، هغه به استازي ولېږي او د سولې د شرطونو په هکله به ورڅخه غوښتنه وکړي. ۳۳په همدې ډول په تاسو کې هېڅوک تر هغې زما شاګرد کېدای نه شي، ترڅو هر څه چې لري د هغو ټولو څخه تېر نه شي.

د بې خونده مالګې مثال

(متي ۵: ۱۳ او مرقوس ۹: ۵۰)

۳۴مالګه ښه شی دی، خو که په خپله مالګه بې خونده شي، نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟ ۳۵د هغې څخه نور نه د ځمکې دپاره او نه د سرې دپاره کار اخیستل کیږي او خلک هغه لېرې غورځوي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»