ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او شپاړسم زبور

د مرګ نه د خلاصون دپاره شکرګزاري

۱مینه کومه د څښتن سره زه

ځکه چې سوال یې اورېدلی زما

او قبولې کړې یې زارۍ دي زما

۲هغه نیولی دی خپل غوږ ماته

ترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته

۳د مرګ په لومه کې راګېر شومه زه

د قبر وېره راغله په ما

په تکلیف او غم اخته شومه زه

۴نو بیا مې وکړلو فریاد څښتن ته:

«سوال کوم تاته ای څښتنه چې مې وژغوره ته»

۵څښتن رحیم او نېک دی

دی زړه سواندی زمونږ خدای

۶څښتن ساتي ساده زړي خلک

کله چې ومه په خطر کې، هغه بچ کړمه زه

۷ای زما ځانه ته ډاډه اوسه

ځکه څښتن ما سره کړی احسان

۸څښتنه تا له مرګه بچ کړمه زه

وچې دې کړې اوښکې زما

او ودې ژغورلې زما پښې

له تیندک خوړلو څخه

۹نو زه به ګرځم د څښتن حضور کې

د ژوندیو په دنیا کې

۱۰ما په څښتن باندې باور درلود

که څه هم ما وویل:

«زه ډېر په تکلیف کې یمه»

۱۱که څه هم زه وېرېدمه خو ما وویل:

«ټول انسانان دروغجن دي»

۱۲زه به څه ورکړم څښتن ته

د هغو ټولو احسانونو په بدل کې

چې یې کړي دي زما سره؟

۱۳زه به راوړمه څښتن ته نذرانه د څښلو

چې ترې مننه وکړم د خپل نجات په خاطر

۱۴زه به ورکړمه نذرونه چې مې منلي دي څښتن ته

د هغه د ټول قوم په مخکې

۱۵څومره دردناکه ده څښتن دپاره

چې کله مړ شي کوم یو د هغه له وفادارو څخه

۱۶زه خدمتګار یمه د ستا څښتنه

داسې خدمت دې زه کومه

چې مې مور کړی دی

زه دې خلاص کړی یم له زنځیرونو څخه

۱۷د شکرګزارۍ قرباني به تاته درکړمه زه

زه به تاته دعاګانې کوم

۱۸‏-۱۹زه به پوره کړمه خپل نذر تاته په اورشلیم کې

زه به دا کار وکړمه ستا د کور په حوېلۍ کې

چې ستا ټول قوم په کې ټولیږي عبادت دپاره

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!