يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - اتۀ دېرشم باب

د مالِک خُدائ حضرت ايُوب له جواب ورکول

۱نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو، ۲”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟ ۳نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه. ۴کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه. ۵چې دا به څومره غټ وى د دې پته چا لګولى ده؟ او په دې چا د ناپ کرښه راښکلې ده؟ ۶د دې بنيادونه په څۀ باندې ودرېدل، او د دې د ګوټ کاڼے چا کېښودو؟ ۷چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې. ۸کله چې سمندر زمکې ته راخلاص شو، نو دا چا قابو کړو؟ ۹کله چې ما وريځ د دې لِباس جوړ کړو، او دا ما په تکه توره تيارۀ کښې راونغښتلو، ۱۰او د دې دپاره مې حدونه جوړ کړل، او را ايسار مې کړو چې د حد نه وانۀ وړى، ۱۱او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى. ۱۲تا کله حُکم کړے دے چې سحر دې شى، او نمر ته دې وئيلى دى چې د نمرخاتۀ طرف نه راوخېژى؟ ۱۳تا سحر له حُکم ورکړے دے چې په زمکه خور شى، او چې د شپې بدعملى ختمه کړى؟ ۱۴او بيا زمکه د رڼا د وجې صفا ښکارى، او رنګ يې د رنګدارو جامو په شان شى. ۱۵رڼا د بدعمله خلقو کارونه بندوى، او هغوئ نور ظلم زياتے نۀ شى کولے. ۱۶تا هغه چينې ليدلې دى چې سمندر ترې نه جوړيږى، يا تا د دې ډوبوالے معلوم کړے دے؟ ۱۷د مرګ دروازه تا ته ښکاره شوې ده څۀ؟ يا تا د تکې تورې تيارې دروازې ليدلې دى څۀ؟ ۱۸تۀ د دُنيا په لوئ والى پوهه شوے يې څۀ؟ کۀ د دې نه خبر يې نو ما ته ووايه. ۱۹رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے، ۲۰تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟ ۲۱خو تۀ خو به د دې هر څۀ نه خبر يې کنه؟ ځکه چې د دې پېدا کېدو نه وړاندې تۀ موجود وې، او تۀ د ډېرې مودې يې. ۲۲تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟ ۲۳هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟ ۲۴هغه ځائ ته تلے يې څۀ چرته چې نمر راخېژى، او د کوم ځائ نه چې د نمرخاتۀ هوا لګى؟ ۲۵د دروند باران لارې چا جوړې کړې دى، او د تندر د برېښنا دپاره يې لار صفا کړې ده، ۲۶په هغه مُلک باندې څوک باران راولى چرته چې هيڅ څوک نۀ اوسيږى، په هغه صحرا باندې، چې هغه د بنيادمو نه خالى وى، ۲۷چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟ ۲۸ولې د باران پلار شته څۀ، يا پرخه چا پېدا کړې ده؟ ۲۹د واورې مور څوک ده؟ او د آسمان يخ له ژوند څوک ورکوى، ۳۰کومه چې اوبۀ د کاڼى په شان سختې کړى، او د سمندر مخ کلک کړى؟ ۳۱تۀ عقدِ ثُريا ستورو ته لار ښودلے شې، يا جبار ستورے په مينځ بېلولے شې څۀ؟ ۳۲ولې تۀ منطقتُ البُروج ستورو ته خپل موسمونه ښودلے شې، يا تۀ بناتُ النعش ستورى ته سره د هغې د بچو لار ښودلے شې؟ ۳۳تۀ د آسمان په قانون پوهېږې څۀ؟ يا تۀ د هغوئ قانون په زمکه باندې قائمولے شې څۀ؟ ۳۴ولې تۀ خپل آواز وريځو ته رسولے شې څۀ، د دې دپاره چې باران ووروى؟ ۳۵تۀ برېښنا ځلولے شې څۀ؟ يا دا پخپله مرضۍ باندې راغورزولے شې څۀ؟ ۳۶خبره په زړۀ کښې چا اچولې ده، او دماغو له پوهه چا ورکړې ده؟ ۳۷داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى، ۳۸په هغه اوچه زمکه باندې چې د خاورې نه يې لوټې جوړې شوې وى؟ ۳۹ولې تۀ د ازمرى دپاره ښکار کولے شې، او د وړو زمرو لوږه پوره کولے شې، ۴۰کله چې هغه په خپلو غارونو کښې پټ وى، يا په بوټو کښې د ښکار په اِنتظار ناست وى؟ ۴۱کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟