ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - اتم فصل

د داود بریالیتوبونه

(اول تواریخ ۱۸: ۱ - ۱۳)

۱څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه، هغوی یې کمزوري کړل او په هغه سیمه باندې یې د هغوی واکمني پای ته ورسوله.

۲همدارنګه داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه. داود په هغوی باندې امر وکړ چې د ځمکې په مخ څنګ په څنګ په یوه قطار څملي. وروسته بیا یوه اندازه نیوونکې رسۍ په واسطه یې په درې برخو ووېشل. هرې دوه برخې یې ووژلې او هره درېمه برخه یې ژوندې پرېښودله. نو موآبیان د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.

۳برسېره پردې داود د صوبې د پادشاه د رحوب زوې هددعزر ته ماتې ورکړه. (هددعزر د فرات د سیند د پورتنۍ سیمې ته روان ؤ ترڅو د هغه ځای واکمني بېرته تر لاسه کړي.) ۴داود د هغه څخه یو زر او اووه سوه سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل.

۵کله چې د دمشق ارامیانو د هددعزر پادشاه د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره ارامیان یې ووژل. ۶بیا هغه د دمشق د ارام په پادشاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ارامیان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ څښتن هغه ته بری ورکاوه.

۷داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل. ۸داود پادشاه د باته او بیروتای څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاس ته راوړل.

۹د حمات پادشاه توعي واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده. ۱۰نو هغه خپل زوی یورام داود پادشاه ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر ډېر ځلې د توعي سره جنګېدلی ؤ. یورام داود ته سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان د ځان سره راوړل.

۱۱داود پادشاه هغه شیان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د هغو قومونو څخه یې لاس ته راوړي وو چې په هغو باندې یې بری ترلاسه کړی ؤ، ۱۲یعنې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه. همدارنګه هغه غنیمت چې د هددعزر د صوبې د پادشاه څخه یې نیولی ؤ یوه برخه یې څښتن ته وقف کړله.

۱۳کله چې داود د مالګې په دره کې د اتلسو زرو ادومیانو د وژلو څخه راستون شو، هغه نور هم مشهور شو. ۱۴هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ څښتن به ورته بری ورکاوه.

د داود درباریان

(اول تواریخ ۱۸: ۱۴ - ۱۷)

۱۵داود په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله او خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول. ۱۶یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د اطلاعاتو وزیر ؤ. ۱۷صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. سرایا د دربار منشي ؤ. ۱۸بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو ګارډ یعنې کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن کاهنان وو.