ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - دوه ویشتم فصل

د موآب پادشاه بلعام راغواړي

۱اسراییلیان د هغه ځای څخه روان شول او د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند ختیځ خواته اریحا ته مخامخ یې خېمې ودرولې.

۲‏-۳کله چې د موآب پادشاه بالاق د صفور زوی واورېدل چې اسراییلیان څومره ډېر وو او د اموریانو سره یې څه کړي وو، نو هغه او د هغه خلک ډېر سخت ووېرېدل. ۴‏-۵موآبیانو د مدیانیانو مشرانو ته وویل: <هرڅه چې زمونږ په شاوخوا کې دي دا لوی لښکر به هغه داسې ژر له منځه یوسي لکه یو غویی چې په پټي کې واښه خوري.> نو بالاق پادشاه استازي ولېږل چې د بعور زوی بلعام چې د فرات سیند ته نژدې د فتور په ښار کې په خپل اصلي وطن کې اوسېده راوغواړي. هغوی دغه پیغام د بالاق څخه هغه ته راوړ: <زه ستا مرستې ته اړتیا لرم. د مصر څخه یو لوی قوم راغلی دی او خلک یې په هرځای کې خپاره شوي دي او زما سیمې ته نژدې اوسیږي. ۶هغوی ډېر قوي دي او مونږ ورته ماتې نه شو ورکولی، نو آیا ته به راشې او زما دپاره به په هغوی باندې لعنت ووایې؟ کېدای شي بیا مونږ وکولی شو چې هغوی ته ماتې ورکړو او له دې خاورې څخه یې وشړو. زه پوهېږم چې هر چاته چې ته برکت ورکړې هغه به برکت ومومي، مګر په هرچا باندې چې لعنت ووایې په هغه باندې به لعنت راشي.>

۷د موآب او د مدیان مشران لاړل او پیسې یې د ځانه سره واخیستلې چې بلعام ته یې د فال دپاره ورکړي. کله چې هغوی د هغه کور ته ورسېدل، د بالاق پیغام یې ورکړ. ۸بلعام په ځواب کې وویل: <شپه دلته تېره کړئ او سبا به بېرته تاسو ته د څښتن هغه ځواب راوړم چې ماته یې راکوي.> نو مشران د هغه په کور کې پاتې شول.

۹په هماغه شپه خدای پاک بلعام ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ستا په کور کې دا خلک څوک دي؟>

۱۰بلعام په ځواب کې وویل: <دا د موآب د پادشاه بالاق استازي دي. هغه دوی رالېږلي دي ۱۱چې ما د دې دپاره د ځانه سره موآب ته بوځي چې په هغو خلکو باندې لعنت ووایم چې له مصر څخه هلته راغلي دي. هغوی په ټول وطن کې خپاره شوي دي او دی غواړي چې ویې شړي.>

۱۲مګر خدای پاک په ځواب کې وفرمایل: <د بالاق د استازو سره مه ځه. ما هغو خلکو ته چې له مصر څخه راغلي دي برکت ورکړی دی، نو په هغوی باندې لعنت مه وایه.>

۱۳سهار بلعام د بالاق استازو ته وویل: <بېرته خپل وطن ته لاړ شئ. څښتن ماته اجازه نه راکوي چې تاسو سره لاړ شم.> ۱۴نو هغوی لاړل او بالاق ته یې وویل چې بلعام د راتګ څخه انکار وکړ.

۱۵بیا بالاق زیات شمېر مشران ورولېږل چې د اولنۍ ډلې څخه ډېر مهم خلک په کې وو. ۱۶هغوی بلعام ته ورغلل او ورته ویې ویل چې بالاق وایي: <بلعامه، ته باید خامخا راشې! ۱۷زه به ډېرې پیسې درکړم او هرڅه چې ته غواړې هغه به وکړم. راشه او زما دپاره په دغو خلکو باندې لعنت ووایه.>

۱۸خو بلعام په ځواب کې وویل: <حتیٰ که چېرې بالاق ماته خپله ماڼۍ هم راکړي چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه وي، حتیٰ زه به په یوې ډېرې کوچنۍ موضوع هم د خپل څښتن خدای د حکم څخه سرغړونه ونه کړم. ۱۹تاسو کولی شئ چې دلته شپه تېره کړئ لکه څنګه چې هغو نورو تېره کړه. زه به دا معلومه کړم چې څښتن په دې هکله ماته نور څه وایي یا نه.>

۲۰په هغه شپه خدای پاک بلعام ته وفرمایل: <که چېرې هغه نفر تاته راغلل او درڅخه یې وغوښتل چې ورسره لاړ شې نو ځان تیار کړه او ورسره لاړ شه، مګر یوازې هغه کار به کوې چې زه یې درته وایم.> ۲۱نو بلعام سهار راپاڅېده او په خپله خره باندې یې کته واچوله او د موآبیانو د مشرانو سره لاړ.

بلعام او د هغه خره

۲۲خدای پاک په قهر شو چې بلعام لاړ. بلعام په خپلې خرې باندې سپور ؤ او خپل دوه نوکران یې ورسره وو. د څښتن فرښته په لاره کې ودرېدله چې مخه یې ونیسي. ۲۳کله چې د بلعام خرې د څښتن فرښته ولیدله چې په لاره کې ولاړه ده او توره یې په لاس کې ده، نو لاره یې پرېښودله او په پټي کې روانه شوه. بلعام خره ووهله چې بېرته یې لارې ته راولي. ۲۴بیا فرښته د انګورو د دوو باغونو په منځ کې په یوه تنګه لاره کې چې دواړو خواو ته یې دېوال ؤ ودرېدله. ۲۵کله چې خرې فرښته ولیدله، هغه دېوال ته دومره نژدې روانه شوه چې د بلعام پښه په دېوال باندې وسولېدله. بلعام بیا خره ووهله. ۲۶فرښته یو ځل بیا مخکې لاړه او په یو داسې تنګ ځای کې ودرېدله چې د خرې دپاره بېخي ځای نه ؤ چې ښي یا چپ خوا ته وګرځي. ۲۷په دې وخت کې چې کله خرې فرښته ولیدله، نو هغه پرېوتله. بلعام په قهر شو او په خپله امسا باندې یې د خرې په وهلو شروع وکړه. ۲۸بیا څښتن خرې ته دا توان ورکړ چې خبرې وکړي او خرې بلعام ته وویل: <ما ستا سره څه کړي دي چې درې ځلې دې ووهلم؟>

۲۹بلعام په ځواب کې وویل: <تا راڅخه احمق جوړ کړ! که چېرې توره راسره وای نو ته به مې همدلته وژلې وای!>

۳۰خرې په ځواب کې وویل: <زه هماغه خره نه یم چې ټول عمر راباندې سپور شوی یې؟ آیا مخکې مې کله درسره داسې کار کړی ؤ؟>

بلعام په ځواب کې وویل: <نه.>

۳۱بیا څښتن د بلعام سترګې پرانیستلې او هغه فرښته یې ولیدله چې د تورې سره په لاره کې ولاړه وه. بلعام خپل ځان پړمخې په ځمکه باندې وغورزاوه. ۳۲فرښتې وفرمایل: <ولې دې خپله خره درې ځلې ووهله؟ دا زه وم چې ستا لاره مې بنده کړې وه، ځکه چې ته باید موآب ته لاړ نه شې. ۳۳که چېرې ستا خرې زه درې ځلې لیدلې نه وای او ودرېدلې نه وای، ما به ته وژلی وای او خره به مې ژوندۍ پریښې وای.>

۳۴بلعام په ځواب کې وویل: <ما ګناه وکړه. زه نه پوهېدم چې ته په لاره کې ولاړه وې چې زما مخه ونیسې. که چېرې ته فکر کوې چې دا بده ده چې زه لاړ شم، زه به کور ته ستون شم.>

۳۵مګر فرښتې وفرمایل: <د دې خلکو سره لاړ شه، مګر یوازې هغه څه به وایې چې زه یې درته وایم.> نو بلعام د هغو مشرانو سره روان شو.

بالاق پادشاه بلعام ته هرکلی وایي

۳۶کله چې بالاق واورېدل چې بلعام راروان دی، هغه لاړ چې په عار کې یعنې هغه ښار کې چې د ارنون په سیند باندې د موآب د سرحد سره پروت دی د هغه سره ملاقات وکړي. ۳۷بالاق بلعام ته وویل: <کله چې اول ځل ما راوغوښتلې ولې رانغلې؟ آیا تا دا فکر کاوه چې ما نه شو کولی چې پوره انعام درکړم؟>

۳۸بلعام په ځواب کې وویل: <زه اوس تاته راغلی یم، مګر زه څه قدرت لرم؟ زه اوس یوازې هغه څه ویلی شم چې خدای پاک یې راته ووایي.> ۳۹نو بلعام د بالاق سره د حصوت ښار ته لاړ. ۴۰بالاق هلته غوایان او پسونه قرباني کړل او لږه غوښه یې بلعام او هغو مشرانو ته چې د هغه سره وو، ورکړه.

۴۱بالاق سهار بلعام د بموت بعل ښار ته پورته بوته. د هغه ځای څخه بلعام ځینې اسراییلیان لیدلی شول.