ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو شپېتم زبور

د خدای حضور ته فریاد کول

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)

۱زما فریاد واوره ای خدایه

کړه قبوله مې دعا

۲د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمه

داسې حال کې چې مې زړه دی ناامیده

زما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه

۳ځکه زما د دښمنانو مقابل کې

ته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما

۴پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کې

پرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې

۵ای خدایه، ما چې کوم نذرونه دي ورکړي

تا قبول کړي هغه

تا راته هغه برکت راکړی

چې دې ورکړی دی هغوی ته چې وېریږي ستا له نومه

۶پاچا ته ورکړه اوږد عمر

پرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې

۷هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې تل ترتله خدایه

تلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي

۸نو زه به تل ستا د ثنا سندرې وایم

لکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه