ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - شپاړسم فصل

د قورح، داتان او ابیرام یاغي کېدل

۱‏-۲د یصهار زوی قورح چې د لاوي د زوی قهات اولاده وه د حضرت موسیٰ د مشرۍ په ضد سرکشي وکړه. هغه د روبین د قبیلې د دریو غړو یعنې د الیاب د زامنو داتان او ابیرام او اون د فالت زوی او د نورو دوه سوه پنځوسو مشهورو اسراییلي مشرانو سره چې د قوم له خوا ټاکل شوي وو یوځای شو. ۳هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته ورغلل او ویې ویل: <تاسو ولې داسې فکر کوئ چې د نورو څخه بهتر یئ؟ د قوم ټول غړي د څښتن مقدس خلک دي او څښتن زمونږ ټولو سره مل دی. نو موسیٰ، بیا ولې خپل ځان د څښتن د قوم څخه لوړ ګڼې؟>

۴کله چې حضرت موسیٰ دا خبرې واورېدلې، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۵بیا هغه قورح او د هغه پیروانو ته داسې وفرمایل: <سبا سهار به څښتن مونږ ته هغه نفر راوښایي چې د خپل کاهن په توګه یې انتخاب کړی دی او هغه نفر به پرېږدي چې نژدې ورشي. ۶‏-۷قورح، اوس باید ته او ستا پیروان داسې کار وکړئ: یو څو د اور لوښي راپیدا کړئ، د سکرو او خوشبویۍ څخه یې ډک کړئ او مقدسې خېمې ته یې نژدې راوړئ. بیا به وګورو چې څښتن زمونږ څخه څوک انتخاب کړی دی. قورح، دا ځل تاسو لاویانو له خپل حد څخه تېری کړی دی!>

۸حضرت موسیٰ د قورح سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ: <ای لاویانو، واورئ! ۹تاسو فکر کوئ چې دا وړه خبره ده چې د اسراییلو خدای تاسو د خپل قوم څخه انتخاب کړي یئ د دې دپاره چې هغه ته ورنژدې شئ، په مقدسه خېمه کې خپل کار وکړئ او د قوم خدمت وکړئ؟ ۱۰څښتن تاسو ته یو ځانګړی مسئولیت در په غاړه کړی دی او اوس فکر کوئ چې تاسو به هم کاهنان شئ. ۱۱تا او ستا پیروانو د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې ده، د حضرت هارون په مقابل کې مو نه ده کړې.>

۱۲بیا حضرت موسیٰ داتان او ابیرام راوغوښتل، مګر هغوی بېرته دا پیغام ورولېږه: <مونږ نه راځو! ۱۳آیا دا کافي نه ده چې مونږ دې د مصر د حاصلخېزې ځمکې څخه راوستلو چې دلته په دښته کې مو ووژنې؟ اوس ته غواړې چې په مونږ باندې خپل ځان بادار کړې؟ ۱۴بله دا چې تا مونږ حاصلخېزې ځمکې ته رانه وستلو او نه دې مونږ ته هغه ځمکه د خپل ملکیت په توګه راکړه چې پټي او د انګورو باغونه په کې دي او اوس هڅه کوې چې مونږ وغولوې. مونږ به رانه شو.>

۱۵حضرت موسیٰ ډېر په قهر شو او څښتن ته یې وفرمایل: <د هغوی نذرانې مه قبلوه! ما د هغوی سره هیڅ غلطي نه ده کړې. حتیٰ د هغوی څخه مې یو خر هم نه دی اخیستی.>

۱۶بیا حضرت موسیٰ قورح ته وفرمایل: <سبا ته او ستا دوه سوه پنځوس تنه پیروان باید د حضرت هارون سره د څښتن حضور ته مقدسې خېمې ته لاړ شئ. ۱۷تاسو هر یو د ځان سره خپل د اور لوښی چې خوشبویي په کې وي یوسئ او څښتن ته خوشبویي وړاندې کړئ.>

۱۸نو بله ورځ هغوی هر یو خپل د اور لوښی واخیست او بل شوي سکاره او خوشبویي یې په کې واچول او د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل. ۱۹بیا قورح ټول قوم راغونډ کړ او هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته مخامخ د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل. یوناڅاپه د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو ۲۰او څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲۱<د دې خلکو څخه لېرې شئ، زه به همدا اوس هغوی ووژنم!>

۲۲مګر حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او داسې دعا یې وکړه: <زمونږ خدایه، تا دغو خلکو ته ژوند ورکړ. ولې د یو سړي د ګناه په خاطر ټول قوم ته سزا ورکوې؟>

۲۳څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۴<خلکو ته ووایه چې د قورح، داتان او ابیرام د خېمو څخه لېرې شي.>

۲۵حضرت موسیٰ داتان او ابیرام ته ورغی او د اسراییلو نور مشران ورپسې شول. ۲۶بیا حضرت موسیٰ قوم ته داسې خبرداری ورکړ: <د دغو بدکارو خلکو د خېمو څخه لېرې شئ! د هغوی شیانو ته لاس مه وروړئ. که نه، نو د هغوی د ګناهونو له کبله به تاسو هم له منځه لاړ شئ.> ۲۷نو هغوی د قورح، داتان او ابیرام له خېمو څخه لېرې شول. داتان او ابیرام راوتلي وو او د خپلو ښځو او ماشومانو سره د خپلو خېمو په دروازو کې ولاړ وو.

۲۸حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <تاسو به په دې پوه شئ چې څښتن زه رالېږلی یم چې دا ټول کارونه وکړم، دا کارونه مې په خپله خوښه نه دي کړي. ۲۹که چېرې دا خلک د خدای پاک له سزا څخه پرته په خپل مرګ مړه شي، د دې معنیٰ به دا وي چې څښتن زه نه یم رالېږلی. ۳۰مګر فرض کړئ څښتن داسې کار وکړي چې پخوا هیڅکله نه وي شوی. که چېرې ځمکه پرانیستل شي او هغوی د خپلو ټولو شیانو سره ژوندي تېر کړي ترڅو هغوی ژوندي په ځمکه کې ښخ شي، بیا به تاسو پوه شئ چې هغوی د څښتن څخه مخ اړولی دی!>

۳۱څنګه چې د حضرت موسیٰ خبرې خلاصې شوې، د داتان او ابیرام د پښو لاندې ځمکه سره جدا شوه ۳۲او هغوی او د هغوی کورنۍ یې د قورح د ټولو پیروانو او د هغوی د مالونو سره ژوندي تېر کړل. ۳۳نو هغوی د خپلو مالونو سره ژوندي په ځمکه ننوتل. ځمکه بېرته په هغوی باندې بنده شوه او هغوی له سترګو څخه پناه شول. ۳۴کله چې د اسراییلو ټولو خلکو چې په هغه ځای کې وو د هغوی فریادونه واورېدل، نو وتښتېدل. هغوی چیغې ووهلې: <تښتئ، کېدای شي چې ځمکه مونږ هم ژوندي تېر کړي!>

۳۵بیا څښتن اور نازل کړ او هغه دوه سوه پنځوس نفره یې چې څښتن ته یې خوشبویي وړاندې کړې وه، وسوزول.

۳۶بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۳۷<د هارون زوی العازار ته ووایه چې د سوزېدل شویو خلکو څخه د اور لوښي لېرې کړي او سکاره دې په یو لېرې ځای کې وشیندي. دا لوښي مقدس دي، ۳۸ځکه چې ماته د خوشبویۍ د وړاندې کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل شوی ؤ. هغه په چا باندې په څټک وټکوه چې د قربانګاه دپاره نری پوښ ورڅخه جوړ شي. هغه خلک د خپلې ګناه له کبله مړه شول او اوس به د هغوی د اور لوښي د پاتې خلکو دپاره یو خبرداری وي.>

۳۹‏-۴۰لکه څنګه چې څښتن العازار کاهن ته د حضرت موسیٰ په وسیله فرمایلي وو هغه لوښي راټول کړل او په یو چا باندې یې په څټک وټکول او د قربانګاه دپاره یې ورڅخه نری پوښ جوړ کړ. دا لوښي د اسراییلیانو دپاره یو خبرداری ؤ چې یوازې کاهنان یعنې د هارون اولاده به اجازه لري چې څښتن ته خوشبویي وړاندې کړي. که چېرې بل څوک دا هڅه وکړي، د قورح او د هغه د پیروانو په شان به ورته سزا ورکړل شي.

حضرت هارون قوم ژغوري

۴۱په راتلونکې ورځ د اسراییلو قوم د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد شکایت وکړ او ویې ویل: <تاسو د څښتن خلک ووژل!> ۴۲کله چې هغوی ټول راغونډ شول چې د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد احتجاج وکړي، حضرت موسیٰ او حضرت هارون د مقدسې خېمې په لور مخ واړاوه او ویې لیدل چې خېمه ناڅاپه په ورېځ کې پټه شوه او د څښتن جلال ښکاره شو. ۴۳نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون د خېمې مخې ته ورغلل ۴۴او هلته څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۴۵<شاته شئ! زه دا اسراییلیان دلته ځای په ځای له منځه وړم.>

هغوی دواړه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل. ۴۶بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <خپل د اور لوښی راواخله او په هغه کې د قربانګاه څخه سره سکاره واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبویي واچوه. بیا د هغه سره سمدستي خلکو ته ورشه او د هغوی دپاره کفاره ادا کړه. ژر شه! ځکه چې څښتن ډېر په قهر دی او وبا لا د مخکې څخه شروع شوې ده!> ۴۷نو څنګه چې حضرت موسیٰ فرمایلي وو حضرت هارون هماغسې وکړل او د خلکو منځ ته یې ورمنډه کړه. وبا لا مخکې په خلکو کې شروع شوې وه، خو حضرت هارون خوشبویي وړاندې کړه او د هغوی دپاره یې کفاره ادا کړه. ۴۸هغه د مړو او ژوندیو ترمنځ ودرېد او وبا بنده شوه. ۴۹مګر ۱۴۷۰۰ تنه اسراییلیان مړه شوي وو، پرته له هغو خلکو څخه چې د قورح او د هغه د پیروانو سره مړه شوي وو. ۵۰کله چې وبا ودرېدله، حضرت هارون بېرته د مقدسې خېمې دروازې ته حضرت موسیٰ ته ورستون شو.