ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - څوارلسم فصل

د شمشون واده

۱یوه ورځ شمشون تمنې ته لاړ او هلته یې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله. ۲کله چې هغه بېرته کور ته راستون شو نو خپل مور او پلار ته یې وویل: <ما په تمنه کې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله. هغه ماته وکړئ، زه غواړم چې د هغې سره واده وکړم.>

۳مګر مور او پلار یې ورڅخه پوښتنه وکړه: <آیا ستا د قوم او خپلوانو په منځ کې نجلۍ نشته چې ته غواړې په هغو کافرو فلسطینیانو کې ښځه وکړې؟>

مګر شمشون خپل پلار ته وویل: <همدا نجلۍ راته وکړئ. هغه زما خوښه ده.>

۴د هغه مور او پلار نه پوهېدل چې دا کار د څښتن له طرفه ؤ، ځکه چې څښتن یوه موقع کتله چې د فلسطینیانو په مقابل کې کوم عمل وکړي. په هغه وخت کې فلسطینیانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه.

۵نو شمشون د خپل مور او پلار سره تمنې ته روان شو. د تمنې د انګورو باغونو ته نژدې یو ځوان زمري په شمشون باندې حمله وکړه. ۶یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه په تشو لاسونو زمری دوه ټوټې کړ لکه یو سېرلی چې دوه ټوټې شي. مګر هغه خپل مور او پلار ته په دې هکله څه ونه ویل.

۷بیا هغه لاړ او د هغې نجلۍ سره یې خبرې وکړې او هغه یې خوښه شوه. ۸څه موده وروسته کله چې شمشون د هغې سره د واده کولو دپاره بېرته روان شو، هغه د لارې څخه راوګرځېد چې د هغه زمري جسد وویني کوم یې چې وژلی ؤ. هغه زمري ته وکتل او حیران شو چې د هغه په بدن کې ډېرې د شاتو مچۍ او شات وو. ۹هغه په خپلو لاسونو یو څه شات راوتوږل او په لاره کې یې وخوړل. بیا هغه خپل مور او پلار ته ورغی او هغوی ته یې هم لږ ورکړل او هغوی وخوړل. مګر شمشون هغوی ته ونه ویل چې دا شات یې د مړه زمري له بدن څخه راخیستي وو.

۱۰د هغه پلار د واده دپاره تیاری نیوه چې شمشون هلته په تمنه کې یوه مېلمستیا چې په هغې زمانه کې د ځوانانو ترمنځ رواج ؤ جوړه کړه. ۱۱کله چې فلسطینیانو ولیدل چې شمشون څه قسم سړی دی، نو هغوی خپلو دېرشو ځوانانو ته وویل چې د هغه سره په مېلمستیا کې پاتې شي. ۱۲شمشون هغوی ته وویل: <اجازه راکړئ چې تاسو ته یوه معما ووایم. که چېرې تاسو ماته د مېلمستیا په اووه ورځو کې د هغې ځواب راکړ، زه به تاسو ته د کتان دېرش جوړه ساده کالي او دېرش جوړه ښکلي کالي درکړم. ۱۳خو که چېرې تاسو ځواب رانکړ، تاسو باید ماته دېرش جوړه د کتان ساده کالي او دېرش جوړه ښکلي کالي راکړئ.>

هغوی ورته وویل: <ته خپله معما مونږ ته ووایه چې مونږ یې واورو.>

۱۴هغه وویل:

له خوړونکي څخه د خوړلو شی راووت

له زورور څخه یو خوږ شی راووت

له دریو ورځو وروسته بیاهم هغوی ونه شو کولی چې د معما ځواب پیدا کړي.

۱۵په څلورمه ورځ هغوی د شمشون ښځې ته وویل: <ته خپل مېړه وغولوه چې مونږ ته د دې معما معنیٰ ووایي او که نه، نو مونږ به تا او ستا د پلار کورنۍ وسوزوو. آیا تاسو مونږ دلته د دې دپاره راغوښتي یو چې لوټ مو کړئ؟>

۱۶بیا د شمشون ښځه خپل مېړه ته په ژړا ورغله او ویې ویل: <زه درباندې ګرانه نه یم! ته زما څخه کرکه کوې. تا زما وطندارانو ته یوه معما ویلې ده، مګر د هغې معنیٰ دې ماته نه ده ویلې!>

شمشون وویل: <ما حتیٰ خپل مور او پلار ته هم نه دي ویلي، نو تاته یې ولې ووایم؟> ۱۷هغې د مېلمستیا په ټولو اوو ورځو کې وژړل. خو په اوومه ورځ هغه ورته د معما معنیٰ وویله، ځکه چې هغه یې ډېر تنګ کړ. بیا هغې د معما ځواب هغو ځوانانو ته ووایه. ۱۸په اوومه ورځ د لمر پرېواته څخه مخکې د ښارګوټي خلک هغه ته راغلل او ویې ویل:

د شاتو څخه به څه شی ډېر خوږ وي؟

د زمري څخه به څه شی ډېر قوي وي؟

شمشون ځواب ورکړ:

زما په غوا باندې که تاسو قلبه کړې نه وای

نو دا معما به مو حل کړې نه وای

۱۹یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه د اشقلون ښار ته لاړ او د هغه ځای دېرش نفره یې ووژل. هغوی یې لوڅ کړل او د هغوی جامې یې هغو خلکو ته ورکړې چې معما یې حل کړې وه. بیا هغه ډېر په قهر سره بېرته د خپل پلار کور ته لاړ. ۲۰او د شمشون ښځه د هغه ملګري ته چې په واده کې یې د هغه خدمت کاوه واده شوه.