ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اتم زبور

د دښمنانو په مقابل کې د مرستې دپاره دعا

(زبور ۵۷‏: ۷‏ - ۱۱، ۶۰‏: ۵‏ - ۱۲)

(یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)

۱زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه

زه به وایمه سندرې او د زړه له کومي ستا صفت کومه

۲ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!

زه راویښ به سباوون کړم

۳ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې

هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې

۴له اسمانونو نه ده لوړه ستا تلپاتې مینه

وفاداري دې تر فلکه رسي

۵خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې

په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه

۶په خپل طاقت دې مونږه وژغوره

او قبوله زما دعا کړه

ترڅو نجات ومومي هغه خلک

د هغه چا سره چې مینه کوې

۷د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې

«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم

او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې

۸جلعاد زما دی او منسي مې هم دی

دی افرایم مې اوسپنیزه خولۍ

او یهودا مې شاهانه امسا ده

۹خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان

خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه

په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»

۱۰څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟

څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟

۱۱تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟

زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟

۱۲مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف

نه لري ګټه د انسان مرسته

۱۳مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ

هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان