ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - نولسم فصل

۱وروسته بیا پیلاتوس عسکرو ته امر وکړ چې عیسی په دورو باندې ووهي. ۲عسکرو د اغزو نه تاج جوړ کړ او د هغه په سر یې کېښود او بانجاني چپنه یې ورته ورواغوستله. ۳هغوی به په وار وار هغه ته راتلل او ویل به یې: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا!» او په مخ به یې څپېړه ورکوله. ۴پیلاتوس یوځل بیا دباندې راووت او یهودیانو ته یې وویل: «ګورئ، زه هغه تاسو ته راولم ترڅو تاسو خبر شئ چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.» ۵نو عیسی په داسې حال کې چې د اغزو تاج یې په سر ؤ او بانجاني چپنه یې اغوستې وه دباندې راووت. پیلاتوس هغوی ته وویل: «وګورئ، هغه سړی دلته دی.» ۶کله چې مشرانو کاهنانو او د خدای د کور ساتونکو هغه ولیده، نو په چیغو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه! هغه په صلیب باندې ځوړند کړه!» پیلاتوس هغوی ته وویل: «هغه بوځئ او په خپله یې په صلیب باندې ځوړند کړئ، ځکه چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.» ۷خلکو ځواب ورکړ: «مونږ قانون لرو او د هغه له مخې باید هغه ووژل شي، ځکه چې هغه دعوه کوي چې د خدای زوی دی.» ۸کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله نو نور هم ووېرېده، ۹او بېرته ماڼۍ ته لاړ او د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای یې؟» خو عیسی ورته ځواب ورنه کړ. ۱۰پیلاتوس هغه ته وویل: «ولې زما سره خبرې نه کوې؟ ایا ته په دې نه پوهېږې چې زه دا واک او اختیار لرم چې تا ازاد کړم او یا دې په صلیب باندې ځوړند کړم؟» ۱۱عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې خدای تاته واک او اختیار نه وای درکړی، نو تا به زما سره هېڅ هم نه شوی کولای. نو چا چې زه تاته په لاس درکړم، نو په دې کې زیاته ګناه د هغه ده.»

۱۲کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله، نو کوښښ یې وکړ چې هغه ازاد کړي خو یهودیانو به بیا چیغې وهلې او ویل یې: «که چېرې تا دا سړی ازاد کړ نو ته د امپراتور دوست نه یې. هرڅوک چې دعوه کوي چې زه پاچا یم، نو هغه د امپراتور په خلاف سرکښي کوي.» ۱۳کله چې پیلاتوس دا خبرې واورېدلې، نو عیسی یې دباندې راوویست او بیا پیلاتوس په هغه ځای کې د قضاوت په چوکۍ باندې کښېناست چې د تیږو د فرش په نوم یادېده او په آرامي ژبه کې ورته جباتا وایي. ۱۴دا د فسحې د تیارولو ورځ وه او شاوخوا غرمه وه چې پیلاتوس خلکو ته وویل: «وګورئ، دا دی ستاسو پاچا!» ۱۵هغوی بیا چیغې کړې: «هغه دې ووژل شي! هغه دې ووژل شي! په صلیب یې ځوړند کړه!» پیلاتوس د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا غواړئ چې ستاسو پاچا په صلیب باندې ځوړند کړم؟» مشرانو کاهنانو ځواب ورکړ: «مونږ د امپراتور نه پرته بل پاچا نه لرو.»

۱۶نو بیا پیلاتوس عیسی هغوی ته وروسپاره چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.

په صلیب باندې د عیسی مېخ کول

(متي ۲۷‏: ۳۲‏ - ۴۴ او مرقوس ۱۵‏: ۲۱‏ - ۳۲ او لوقا ۲۳‏: ۲۶‏ - ۴۳)

نو هغوی عیسی لېرې بوتلو. ۱۷عیسی په داسې حال کې چې خپل صلیب یې په اوږه ؤ د ښار نه ووت او هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده او په آرامي ژبه ورته جلجتا وایي، لاړ. ۱۸په هغه ځای کې هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او د هغه سره یې دوه کسه نور هم چې یو یې یو اړخ او بل یې بل اړخ ته په صلیب باندې ځوړند کړل او عیسی د هغوی په منځ کې ؤ. ۱۹پیلاتوس امر وکړ چې په یوه تخته باندې دې ولیکل شي: «عیسی ناصري د یهودیانو پاچا» او د صلیب په سر باندې دې ولګول شي. ۲۰ډېرو یهودیانو دا لیکنه ولوستله، ځکه په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځوړند کړای شو هغه ښار ته نژدې ؤ. دا لوحه په آرامي، لاتینۍ او یونانۍ ژبو لیکل شوې وه. ۲۱د یهودیانو مشرانو کاهنانو پیلاتوس ته وویل: «تا ولې ولیکل چې هغه د یهودیانو پاچا دی؟ تا باید لیکلي وای چې هغه دعوه کوي چې د یهودیانو پاچا دی.» ۲۲پیلاتوس ځواب ورکړ: «هرڅه چې ما لیکلي دي، لیکلي مې دي.»

۲۳کله چې عسکرو عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ نو د هغه کالي یې راواخیستل او په څلورو برخو یې سره ووېشل، هر یو عسکر یوه برخه واخیستله او د هغه کمیس یې هم واخیست. دا کمیس د پاس نه نیولې تر ښکته پورې د یوې ټوټې نه اوبدل شوې ؤ او هېڅ درز په کې نه ؤ. ۲۴نو عسکرو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې دا څېرې نه کړو او پچه ورباندې واچوو او وګورو چې د چا کیږي.» داسې وشول ترڅو د خدای کلام هغه لیکنه رښتیا شي:

«اچوي پچه دوی زما په جامو

او وېشي یې په خپل منځ کې.»

نو عسکرو همدا کار وکړ.

۲۵د هغه صلیب څنګ ته چې عیسی ورباندې مېخ کړای شوی ؤ، د عیسی مور، د هغه ترور، مریم چې د کلوپاس ښځه وه او مریم مجدلیه ولاړې وې. ۲۶کله چې عیسی خپله مور ولیدله چې د هماغه شاګرد په خوا کې چې په هغه باندې ګران ؤ ولاړه وه، نو هغې ته یې وویل: «مور جانې! دا ستا زوی دی.» ۲۷بیا یې هغه شاګرد ته وویل: «دا ستا مور ده.» او د هماغه وخت نه هغه شاګرد هغه د خپلې کورنۍ غړې وګڼله.

د عیسی مړینه

(متي ۲۷‏: ۴۵‏ - ۵۶ او مرقوس ۱۵‏: ۳۳‏ - ۴۱ او لوقا ۲۳‏: ۴۴‏ - ۴۹)

۲۸د هغه نه وروسته عیسی پوه شو چې ټول کارونه سرته رسېدلي دي او هغه وویل: «زه تږی یم.» په دې ډول د خدای د کلام وینا رښتیا شوه. ۲۹په هغه ځای کې د عادي شرابو نه ډک یو لوښی پروت ؤ. هغوی یو اسفنج په تروو شرابو باندې لوند کړ او د وېلنې د څانګې په سر یې کېښود او د هغه خولې ته یې ونیوه. ۳۰کله چې عیسی هغه تروه شراب وڅښل نو ویې ویل: «پوره شو!» بیا یې سر ټیټ کړ او خپل روح یې خدای ته وسپاره.

عسکر عیسی په بغل کې په نېزه وهي

۳۱څرنګه چې دا د فسحې د تیارلو ورځ وه او یهودیانو نه غوښتل چې په صلیب باندې د ځوړند شویو مړي د هغه ځانګړي سبت په ورځ پاتې شي، نو هغوی د پیلاتوس نه وغوښتل چې د هغوی پښې ماتې کړي او کله چې هغوی مړه شي نو د صلیب نه یې راښکته کړي. ۳۲نو عسکر راغلل او د اولني سړي پښې یې چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوی ؤ، ماتې کړې او بیا یې د هغه بل سړي پښې ماتې کړې. ۳۳خو کله چې عیسی ته راغلل نو ویې لیدل چې هغه لا مخکې مړ شوی دی، نو د هغه پښې یې ماتې نه کړې. ۳۴خو یو عسکر عیسی په نېزه باندې په بغل کې وواهه او سمدلاسه یې د بدن نه وینې او اوبه راوبهېدلې. ۳۵یو سړی چې په خپله د دې پېښې شاهد ؤ دغه شاهدي ورکوي او د هغه شاهدي رښتیا ده. هغه پوهیږي چې د څه په هکله خبرې کوي او هغه رښتیا وایي ترڅو تاسو هم ایمان راوړئ. ۳۶همداسې وشول ترڅو د خدای د کلام وینا رښتیا شي چې وایي: «د هغه یو هډوکی به هم مات نه شي.» ۳۷او په بل ځای کې وایي: «هغوی به هغه سړي ته ګوري چې په نېزه باندې یې سوری کړ.»

د عیسی ښخول

(متي ۲۷‏: ۵۷‏ - ۶۱ او مرقوس ۱۵‏: ۴۲‏ - ۴۷ او لوقا ۲۳‏: ۵۰‏ - ۵۶)

۳۸وروسته له هغې یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او په پټه د عیسی پیرو ؤ ځکه چې هغه د یهودیانو نه وېرېده، پیلاتوس ته ورغی او د هغه نه یې وغوښتل چې اجازه ورته ورکړي چې د عیسی مړی واخلي او ښخ یې کړي. پیلاتوس ورته اجازه ورکړه. نو هغه راغی او د عیسی مړی یې یووړ. ۳۹نیکودیموس یعنې هماغه سړی چې د شپې له خوا وختي د عیسی لیدلو ته ورغلی ؤ، هم راغی او د ځان سره یې د مر کنډ او د عود د بوټي څخه جوړه شوې مساله چې شاوخوا څلوردېرش کیلو وه، راوړه. ۴۰هغوی دواړو د عیسی مړی یووړ او د یهودیانو د مړو د ښخولو د مراسمو له مخې یې د خوشبویه تېلو سره په کفن کې تاو کړ. ۴۱په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځړول شوی ؤ هلته یو باغ ؤ او په هغه باغ کې یو نوی قبر ؤ چې تر هغه وخته پورې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی. ۴۲څرنګه چې دا د فسحې د تیارولو ورځ وه او قبر هلته نژدې ؤ، نو هغوی د عیسی مړی هلته ښخ کړ.