ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

مرقس - دیارلسم فصل

د خدای د کور د ورانېدلو پېشګويي

(متي ۲۴: ۱‏ - ۲ او لوقا ۲۱‏: ۵‏ - ۶)

۱کله چې عیسی د خدای د کور څخه وتلو، نو یو شاګرد یې ورته وویل: «ګوره استاذه، څومره ښکلې تیږې او لویې ودانۍ دي.» ۲عیسی هغه ته وویل: «ته دا لویې لویې ودانۍ وینې؟ دلته به یوه تیږه هم د بلې تیږې دپاسه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»

په ایمان کې تر اخره ټینګ پاتې شئ

۳عیسی د زیتون په غره کې د خدای کور ته مخامخ ناست ؤ، نو کله چې پطروس، یعقوب، یوحنا او اندریاس د هغه سره یوازې پاتې شول، نو د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: ۴«مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله پېښ شي او د دې ټولو کارونو د پوره کېدلو نښه به څه وي؟»

۵عیسی هغوی ته وویل: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي. ۶ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ډېر خلک به بې لارې کړي. ۷کله چې تاسو د جنګونو په هکله خبرېږئ او د جنګونو اوازې واورئ، نو مه وارخطا کېږئ. دا شیان به خامخا پېښیږي. خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی. ۸یو قوم به د بل قوم سره او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي. د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به زلزلې وشي او قحطي به راشي او دا شیان به لکه د لنګون د دردونو د پیل کېدلو په شان وي.

۹خو تاسو په خپلو ځانونو باندې پام کوئ. تاسو به د محاکمې دپاره شوراګانو ته سپارل کېږئ، په کنیسو کې به وهل کېږئ او زما په خاطر به د والیانو او پاچاهانو په مخکې درول کېږئ، ترڅو د هغوی په مخکې شاهدي ورکړئ. ۱۰خو مخکې له دې چې اخري وخت راورسیږي، نو اول باید ټولو قومونو ته زېری ورسول شي. ۱۱نو کله چې تاسو ونیول شئ او محکمې ته یووړل شئ، نو مخکې له مخکې مه پرېشانه کېږئ چې څه به وایئ بلکې څه چې په هغه ساعت کې د روح القدس په وسیله تاسو ته ویل کیږي ووایئ، ځکه چې هغه به ستاسو خبرې نه بلکې د روح القدس خبرې وي. ۱۲ورور به د ورور سره خیانت وکړي چې ووژل شي او پلار به د خپلو اولادونو سره. اولادونه به د خپلو میندو او پلرونو په خلاف راپورته شي او د هغوی د مړینې سبب به شي. ۱۳ټول خلک به زما د نوم له امله ستاسو څخه کرکه کوي. خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي، هغه به خلاصون ومومي.

لوی مصیبت

(متي ۲۴: ۱۵‏ - ۲۸ او لوقا ۲۱: ۲۰‏ - ۲۴)

۱۴کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي، په هغه ځای کې ولاړ ووینئ چې باید هلته نه وي، (لوستونکی دې پوه شي چې د دې معنی څه ده) نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. ۱۵که څوک د بام په سر وي، نو هغه دې د کوم شي د وړلو دپاره لاندې راښکته نه شي او خپل کور ته دې نه ننوځي. ۱۶او که څوک په پټي کې وي، نو هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي. ۱۷افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي یا په هغو ښځو چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ۱۸دعا کوئ چې دا شیان په ژمي کې پېښ نه شي. ۱۹ځکه چې په هغو ورځو کې به داسې مصیبت رامنځته شي چې د کوم وخت نه چې خدای نړۍ پیدا کړې ده تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي. ۲۰که چېرې خدای دغه راتلونکې ورځې لنډې کړې نه وای، نو هېڅوک به ژوندی پاتې نه وای. خو هغه د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړې دي. ۲۱که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی.› نو باور ورباندې مه کوئ. ۲۲ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي او که امکان ولري، نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي. ۲۳نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه د دې ټولو شیانو نه خبر کړئ.

د انسان د زوی راتګ

(متي ۲۴‏: ۲۹‏ - ۳۱ او لوقا ۲۱: ۲۵‏ - ۲۸)

۲۴خو په هغو ورځو کې به د هغه مصیبت نه وروسته لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره رڼا نه ورکوي، ۲۵ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي. ۲۶بیا به هغوی وویني چې د انسان زوی به د لوی قدرت او جلال سره په ورېځو کې راروان وي. ۲۷هغه به فرښتې ولېږي او د ټولې نړۍ د یو سر نه تر بل سر پورې به خپل غوره شوي خلک سره راټول کړي.

د انځر د ونې نه عبرت اخیستل

(متي ۲۴‏: ۳۲‏ - ۳۵ او لوقا ۲۱‏: ۲۹‏ - ۳۳)

۲۸د انځر د ونې څخه عبرت واخلئ. کله چې د هغې څانګې غوټۍ ونیسي او پاڼې وکړي، نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانژدې دی. ۲۹په همدې ډول کله چې تاسو دا شیان ووینئ، نو پوه شئ چې هغه وخت نژدې دی بلکې رارسېدلی دی. ۳۰په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي. ۳۱ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.

نامعلومه ورځ او وخت

(متي ۲۴: ۳۶‏ - ۴۴)

۳۲خو د هغې ورځې او هغه ساعت نه هېڅوک خبر نه دي، نه د اسمان فرښتې او نه زوی، یوازې پلار پرې خبر دی. ۳۳پام کوئ او بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې هغه وخت به کله راځي. ۳۴دا د هغه سړي په مثال دی چې د کور نه په سفر روان شي او خپلو نوکرانو ته اختیار ورکړي چې هر یو دې خپل کار وکړي او د دروازې ساتونکي ته حکم وکړي چې بېدار اوسي. ۳۵نو تاسو هم بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې د کور خاوند به کله راځي، ماښام یا په نیمه شپه کې، په چرګ بانګ یا د لمرخاته په وخت کې، ۳۶هسې نه چې هغه ناڅاپه راشي او تاسو په خوب ویده وویني. ۳۷زه چې تاسو ته څه وایم، نو هغه ټولو ته وایم: بېداره اوسئ.»