ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - لسم فصل

د شپون مثال

۱په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د پسونو پنډغالي ته د دروازې په لاره نه ورننوځي، بلکې د کومې بلې لارې نه ورننوځي هغه غل او داړه مار دی. ۲خو کوم سړی چې په دروازه ورننوځي هغه د پسونو شپون دی. ۳څوکیدار هغه ته دروازه خلاصوي او کله چې هغه خپلو پسونو ته نوم اخلي او نارې ورته وهي نو پسونه د هغه اواز پېژني او هغه یې دباندې وباسي. ۴کله چې هغه خپل ټول پسونه وباسي نو شپون یې مخکې روان وي او پسونه ورپسې وي، ځکه چې د هغه اواز پېژني. ۵هغوی د پردي سړي پسې نه ځي بلکې د هغه نه تښتي، ځکه چې هغوی د پردي سړي اواز نه پېژني.» ۶عیسی هغوی ته دا مثال راوړ، خو هغوی په دې پوه نه شول چې د هغه مقصد څه دی.

عیسی نېک شپون دی

۷عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زه د پسونو دپاره د دروازې په شان یم. ۸هغه ټول نور چې زما نه مخکې راغلي وو، غله او داړه ماران وو او پسونو د هغوی اواز ته غوږ نه دی نیولی. ۹زه د دروازې په شان یم. هرڅوک چې زما له لارې ننوځي نو هغوی به وژغورل شي. هغوی به ځي او راځي او ښه څړځای به پیدا کوي. ۱۰غل یوازې د غلا، قتل او بربادۍ دپاره راځي. زه د دې دپاره راغلی یم چې زما پسونه ژوندون ومومي او د هغوی په ژوند کې هرڅه پرېمانه وي. ۱۱زه نېک شپون یم، داسې شپون چې د خپلو پسونو په خاطر خپل ځان قربانوي. ۱۲خو یو مزدور چې شپون نه دی او پسونه یې خپل نه دي، نو کله چې وویني چې لېوه راروان دی، پسونه پرېږدي او تښتي. لېوه به په پسونو باندې حمله وکړي، پسونه به په زوره بوځي او خواره واره به یې کړي. ۱۳هغه تښتي، ځکه چې هغه مزدور دی او د پسونو پروا نه لري. ۱۴زه نېک شپون یم. زه خپل پسونه پېژنم او هغوی ما پېژني. ۱۵لکه څنګه چې ما پلار پېژني، زه هم پلار پېژنم او زه خپل ځان د پسونو دپاره قربانوم. ۱۶زه نور پسونه هم لرم خو هغه د دې شپول نه دي، هغه هم باید راولم. هغوی به هم زما اواز اوري او یوه رمه به شي او شپون به یې هم یو وي. ۱۷پلار زما سره مینه کوي ځکه چې زه خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې هغه بیا ومومم. ۱۸هېڅوک زما نه زما ژوند نه اخلي بلکې په خپله خوښه یې قرباني کوم. دا زما اختیار دی چې ځان قربان کړم او دا واک او اختیار لرم چې هغه بېرته لاسته راوړم. دا هغه څه دي چې پلار مې راته حکم کړی چې ویې کړم.»

۱۹د عیسی په دې خبرو یوځل بیا د یهودیانو ترمنځ اختلاف پیدا شو. ۲۰په هغو کې ډېرو وویل: «هغه پېرانو نیولی دی او لېونی دی. ولې د هغه خبرو ته غوږ نیسئ؟» ۲۱خو نورو به ویل: «څوک چې پېریانو نیولی وي هغه داسې خبرې نه شي کولای. ایا پېری کولای شي چې ړانده بینا کړي؟»

یهودیان عیسی نه مني

۲۲دا د ژمي وخت ؤ او په اورشلیم کې د خدای د کور د وقف کېدلو اختر ؤ. ۲۳عیسی د خدای د کور په یوځای کې چې د سلیمان د برنډې په نوم یادېده، ګرځېده. ۲۴خلک د هغه نه ګردچاپېره راټول شول او ورته ویې ویل: «ترڅو پورې به مونږ پرېږدې چې شکمن واوسو؟ که چېرې ته مسیح یې نو مونږ ته یې ښکاره ووایه.» ۲۵عیسی ځواب ورکړ: «ما تاسو ته وویل خو تاسو پرې باور نه کوئ. زه چې د خپل پلار په نوم کوم کارونه کوم هغه زما په هکله شاهدي ورکوي. ۲۶خو تاسو پرې باور نه کوئ ځکه چې تاسو زما پسونه نه یئ. ۲۷زما پسونه زما اواز پېژني او زه هغوی پېژنم او هغوی ما پسې راځي. ۲۸زه هغوی ته تلپاتې ژوندون ورکوم او هغوی به هېڅکله هم هلاک نه شي او هېڅوک نه شي کولای چې هغوی په زوره راڅخه بوځي. ۲۹زما پلار چې هغه خلک یې ماته راکړي دي هغه د ټولو نه لوی دی او هېڅوک نه شي کولای چې هغوی زما د پلار نه په زوره بوځي. ۳۰زه او پلار یو یو.»

۳۱خلکو یوځل بیا تیږې راواخیستې چې هغه سنګسار کړي. ۳۲عیسی هغوی ته وویل: «ما تاسو ته د پلار له خوا ډېر ښه کارونه وکړل. تاسو د هغو نه د کومې یوې په خاطر ما سنګساروئ؟» ۳۳هغوی ورته ځواب ورکړ: «مونږ تا د کوم نېک کار په خاطر نه سنګساروو، بلکې د کفر ویلو په خاطر. ځکه چې ته یوازې یو انسان یې، خو د خدایۍ دعوه کوې.» ۳۴عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا ستاسو په شریعت کې نه دي لیکل شوي چې خدای وویل: ‹تاسو خدایان یئ؟› ۳۵مونږ پوهېږو چې د خدای کلام نه شي بدلېدلی. نو که چېرې خدای هغه خلک چې د هغه پیغام ورته رسېدلی دی خدایان بللي دي، ۳۶نو بیا تاسو ولې په ما باندې د کفر ویلو تور لګوئ چې کله وایم چې زه د خدای زوی یم؟ لکه څنګه چې پلار زه وقف کړی یم او نړۍ ته یې رالېږلی یم. ۳۷که چېرې زه د خپل پلار کارونه نه کوم نو په ما باندې ایمان مه راوړئ. ۳۸خو که چېرې زه هغه کارونه کوم چې پلار یې کوي، که بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ نو لږ تر لږه زما په کارونو باندې خو ایمان راوړئ. بیا تاسو دا ومنئ او په دې پوه شئ چې پلار په ما کې دی او زه په پلار کې یم.» ۳۹هغوی یوځل بیا هڅه وکړه چې عیسی ونیسي، خو هغه د هغوی له نظره پناه شو.

۴۰بیا عیسی د اردن د سیند بلې غاړې ته پورې وت او هغه ځای ته لاړ چې مخکې یحیی په کې د تعمید غسل ورکاوه او هلته پاتې شو. ۴۱ډېر خلک ورته راغلل او هغوی وویل: «یحیی هېڅکله کومه معجزه ونه ښودله، خو هغه چې هرڅه د دې سړي په هکله ویلي وو هغه رښتیا ؤ.» ۴۲او په هغه ځای کې ډېرو خلکو په عیسی باندې ایمان راوړ.