يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - اوويشتم باب

د حضرت ايُوب آخرى بيان

۱ايُوب خپله خبره جارى وساتله، ۲”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے، ۳چې ترڅو پورې زۀ ژوندے يم او چې د خُدائ پاک روح په ما کښې وى، ۴نو زما ژبه به غلطې خبرې ونۀ کړى، او زما ژبه به دروغ ونۀ وائى. ۵زۀ به هيڅکله دا ونۀ وايم چې تۀ په حقه يې، ترڅو پورې چې مړ شوے نۀ يم نو صداقت به ما کښې وى. ۶زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بې‌ګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے. ۷څوک چې زما مخالفت کوى يا ما سره جګړې کوى نو هغوئ ته دې د ګناهګارو او بدعملو په شان سزا مِلاو شى. ۸ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟ ۹چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟ ۱۰هغوئ به د قادر خُدائ سره خوشحاله شى څۀ؟ هغوئ به هر وخت خُدائ پاک ته آواز کولے شى څۀ؟ ۱۱زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم. ۱۲تاسو دا هر څۀ په خپله ليدلى دى، خو بيا هم تاسو ما ته دا فضول خبرې کوئ؟“ ۱۳”دا د خُدائ پاک سره د بدعمله کسانو برخه ده، او دا هغه ميراث دے چې ظالمانو ته د قادر خُدائ د طرف نه ملاويږى، ۱۴کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى. ۱۵څوک چې پاتې وى نو هغوئ به په وبا مړۀ شى، او د هغوئ کونډې به هم په هغوئ باندې ژړا ونۀ کړى. ۱۶هغوئ سره سپين زر د خاورو نه زيات دى، او بې‌حسابه جامې ورسره دى، ۱۷هغوئ به دا رايوځائ کړى، خو نېکان به دا واغوندى، او بې‌ګناه کسان به سپين زر په خپلو کښې تقسيم کړى. ۱۸بدعمله کسان خپل کورونه د جالو په شان داسې کمزورى جوړوى، لکه چې څوکيداران څپر جوړوى. ۱۹هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى. ۲۰يره د سېلاب په شان په هغوئ باندې غالبه شى، او د شپې طوفان يې يوسى. ۲۱د نمرخاتۀ طرف هوا هغوئ اوچت کړى او هغوئ ختم شى، او دا هوا يې په مخه يوسى. ۲۲دا په بې‌رحمۍ سره په هغوئ باندې راوغورزيږى، اګر چې هغوئ د تښتېدو پوره کوشش کوى. ۲۳هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“