ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اِستَر - شپږم فصل

پاچا او د مردخای عزت

۱په هغه شپه پاچا ته هېڅ خوب نه ورته، نو هغه امر وکړ چې د امپراتورۍ د پېښو تاریخي کتاب راوړئ او ماته یې په لوړ اواز ولولئ. ۲په هغه کې یې داسې لیکنه وموندله چې څنګه مردخای د پاچا د وژلو هغه دسیسه چې د پاچا د کوټې د دروازې د دوو ساتونکو یعنې بګتان او تارش خصیانو له خوا ترتیب شوې وه، ښکاره او بربنډه کړه. ۳پاچا پوښتنه وکړه: «د دې کار په خاطر مونږ مردخای ته څومره عزت او انعام ورکړی دی؟»

د هغه خدمتګارانو په ځواب کې وویل: «د هغه دپاره هېڅ نه دي شوي.»

۴پاچا پوښتنه وکړه: «ایا زما د درباریانو څخه څوک په ماڼۍ کې شته؟» نو هامان په دې وخت کې د ماڼۍ باندینۍ حوېلۍ ته راغی. هغه د پاچا څخه غوښتل مردخای په هغه دار باندې چې د هغه دپاره یې تیار کړی ؤ، ځوړند کړي.

۵د هغه خدمتګارانو په ځواب کې وویل: «هامان دلته په دربار کې دی.»

پاچا وویل: «هغه دننه راولئ.»

۶کله چې هامان دننه راغی، نو پاچا ورڅخه پوښتنه وکړه: «د هغه سړي سره چې پاچا غواړي عزت ورته ورکړي، باید څه وکړو؟»

نو بیا هامان د خپل ځان سره فکر وکړ: «داسې څوک شته چې پاچا غواړي هغه ته زما نه زیات عزت ورکړي؟» ۷‏-۸نو هامان د پاچا د پوښتنې په ځواب کې وویل: «امر وکړئ هغه شاهانه چپنه چې پاچا یې اغوندي او هغه اس چې پاچا ورباندې سپریږي او په سر یې شاهي تاج وي، هغه ته راوړئ. ۹بیا یو لوړ رتبه مامور ته دنده وسپارئ چې هغه شاهي چپنه هغه ته ورواغوندي، په اس باندې یې سپور کړي، د ښار په چوک کې دې وګرځوي او په لوړ اواز دې ووایي: ‹وګورئ، د هغه سړي سره چې پاچا غواړي هغه ته عزت ورکړي داسې عمل کیږي!›»

۱۰بیا پاچا هامان ته وویل: «سمدلاسه لاړ شه، چپنه او اس د مردخای یهودي دپاره چې د ماڼۍ په دروازې کې ناست دی، تیار کړه. لکه څنګه چې تا وړاندیز وکړ هماغسې وکړه، پام کوه چې کوم شی دې هېر نه شي.»

۱۱نو بیا هامان چپنه او اس تیار کړل. مردخای ته یې چپنه واغوستله، هغه یې په اس باندې سپور کړ، د ښار په چوک کې یې وګرځاوه او د هغه په مخکې یې چیغې وهلې: «ګورئ، د هغه سړي سره چې پاچا غواړي هغه ته عزت ورکړي داسې عمل کیږي!»

۱۲وروسته بیا مردخای بېرته د ماڼۍ دروازې ته راستون شو. خو هامان په داسې حال کې چې ډېر غمجن ؤ او د شرم نه یې خپل مخ پټ کړی ؤ، په بیړه خپل کور ته لاړ. ۱۳هرڅه چې ورباندې پېښ شوي وو هغه یې خپلې ښځې زرش او خپلو ملګرو ته بیان کړل. د هغه ښځې زرش او د هغه ماهرو مشاورانو هغه ته وویل: «ته د مردخای په وړاندې کمزوری کېږې. هغه یهودي دی، په هغه باندې بریالی کېدای نه شې. هغه به په رښتیا تاته ماتې درکړي.»

۱۴په داسې حال کې چې هغوی لا خبرې کولې د ماڼۍ خصیان راورسېدل چې هامان په بیړه هغې مېلمستیا ته بوځي چې استر تیاره کړې وه.