ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اووۀ دېرشم زبور

د بدکارانو او نېکانو سرنوشت

(د داود زبور)

۱په خاطر د بدکارانو اندېښنه مه کړه

څوک چې کړي غلط کارونه بخیلي ورسره مه کړه

۲د واښو په شان به دا خلک زر وچ شي

داسې به مړاوي شي چې څنګه بوټي شنه وچیږي

۳کړه توکل دې په څښتن کوه نېکي

نو خپل وطن کې دې اوسېږه خوند د امن اخله

۴لټوه ته خوشحالي دې په څښتن کې

هغه به ستا د زړه ارزو کړي پوره

۵خپله لاره دې ته وسپاره څښتن ته

وکړه توکل په هغه باندې مرسته ستا به وکړي

۶کړي به سهار په څېر روښانه نېکي ستا

وځلوي به دې انصاف غرمې د لمر په څېر

۷وکړه انتظار غلی څښتن په مخ کې صبر شه

اندېښنه مه کړه د هغه چا په هکله چې خوشبخت دی

یا هغه چې دی کامیاب په خپلو بدو پلانو کې

۸مه په قهرېږه غوسه کېږه مه

مه کړه اندېښنه ځکه بدۍ ته به دې بوځي اندېښنه

۹له منځه لاړ به شي ټول بدکاران

خو څوک چې کاندي توکل په څښتن

ځمکه به شي د هغوی

۱۰ورک به په لږ وخت کې بدکاران شي

نه به پیدا کیږي که هرڅومره یې لټون کوې

۱۱عاجزان خلک به د ځمکې وارثان شي

د سوکالۍ او ارامۍ نه به خوندونه اخلي

۱۲بدکاره خلک د نېکانو مقابل کې دسیسې جوړوي

او دوی ته چیچي د غوسې غاښونه

۱۳خو څښتن کوي خندا په بدکارانو پسې

ځکه څښتن ویني راروانه ده د هغوی د سزا ورځ

۱۴راوباسي خپلې تورې بدکاران

او راکاږي یې لیندې

چې عاجزان او محتاج خلک مړه کړي

چې کاندي قتل هغه خلک چې سم کارونه کوي

۱۵تورې د هغوی به غوڅوي د هغوی خپل زړونه

ماتې به لیندې شي د هغوی

۱۶که وي کمه شتمني د نېک سړي

ډېرو بد کارو د دولت ځینې بهتره ده دا

۱۷ځکه لاسونه د بد کارو به څښتن ورمات کړي

خو حمایه کړي د نېکانو خلکو

۱۸ورځ په ورځ څښتن ساتي نېک بندګان

تل مدام به وي د ځمکې وارثان

۱۹د سختیو په وختونو کې به دوی شرمنده نه شي

هم به ماړه وي د قحطۍ په وخت کې

۲۰خو بدکاران به مړه شي

دښمنان به شي تباه د څښتن

وحشي ګلانو په شان

شي به ورک لکه لوګي په شان

۲۱بدکاران اخلي پورونه او بیا نه یې خلاصوي

خو نېکان ورکړه کوي په سخاوت

۲۲چې د څښتن له خوا نه چاته برکت ورکړل شي

ځمکه به دوی کړي خپله

خو په چا چې وي لعنت د هغه

هغوی به وشړل شي

۲۳په هغه لار چې نېکان ځي ورباندې

څښتن د هغو لارښودنه کوي

له هغه چا چې ډېر راضي وي څښتن ساتي هغوی

۲۴که هغوی وغورځیږي پورته به شي

ځکه څښتن به هغوی ونیسي له لاسه ځینې

۲۵له ځوانۍ نه بیا تر اوسه چې زه زوړ یم

ما هېڅکله نېکان خلک نه دي لیدلي

چې څښتن وي دوی پرې ایښي

یا یې کړی اولادونو وي ډوډۍ دپاره سوال

۲۶همېشه هغوی سخیان وي

ورکوي نورو ته قرض

اولادونه د هغوی ګرځي سبب د برکت

۲۷له بدۍ لېرې ګرځه کړه ته نېکي

نو ته او ستا نسل به اوسئ په دې خاوره کې تل

۲۸مینه څښتن کوي انصافه سره

هغه نه پرېږدي خپل وفادار خلک

تر ابده هغوی ساتي

خو نسلونه د بدکارو به تباه شي

۲۹نېکان به واک د ځمکې واخلي

په کې اوسي به تل

۳۰د نېکو خلکو له خولې وځي د حکمت خبرې

وي یې په ژبه د انصاف خبرې

۳۱هغوی د خپل خدای قانون زړه کې ساتي

ځکه یې پښې هېڅکله نه ښوییږي

۳۲په نېکانو پسې څار کړي بدکاران

او کوښښ کوي د دوی د قتلولو

۳۳خو څښتن به دوی پرېنږدي چې دښمن ته په لاس ورشي

یا محکوم په محکمه کې وګڼل شي

۳۴کوه توکل دې په څښتن باندې

او په حکمونو یې عمل کوه

ځمکه به درکړي تا به کړي سرلوړی

د بدکارانو تباهي به ته په خپله ګورې

۳۵ما یو بدکاره او ظالم ولیده

لکه شنې ونې په شان

چې یې شاخونه او پاڼې خپرې کړي هر خوا

۳۶خو چې وروسته تېرېدم زه هغه نه ؤ هغه ځای کې

ما هغه ولټاوه خو پیدا نه شو

۳۷نېکو خلکو ته پام وکړه او صادقانو ته وګوره

خوښوي چې کوم خلک سوله

لري دوی به ښه راتلونکې

۳۸خو ګناهکاران به ټول شي هلاک

اولاده د بدکارانو به تباه شي

۳۹څښتن ژغوري نېکان خلک

د سختیو په وختو کې یې څښتن وي پناه ځای

۴۰څښتن کاندي له هغو سره کومک

او ورکوي ورته نجات

ورکوي خلاصون هغوی ته له بد کارو

ځکه دوی وروړي هغه لره پناه