ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - دولسم فصل

د ناتان پیغام او د داود توبه

۱څښتن ناتان نبي داود ته ورولېږه. ناتان هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <په یوه ښار کې دوه سړي اوسېدل، یو شتمن ؤ او بل غریب ؤ. ۲شتمن سړي ډېرې زیاتې رمې او پادې درلودلې. ۳مګر غریب سړي له یوې وړې ورۍ څخه پرته چې هغه یې په بیه اخیستې وه نور هیڅ نه درلودل. د هغې پالنه یې کوله او د هغه د ماشومانو سره په کور کې لوېدله. سړي به د خپلو لږو خوړو څخه هغې ته خواړه ورکول او ورۍ به د سړي د کاسې څخه څښاک کاوه او د ده په غېږ کې به څملاستله. هغه ته د لور په شان ګرانه وه. ۴یوه ورځ د هغه شتمن سړي کور ته یو مسافر راغی، شتمن سړي نه غوښتل چې د خپلو رمو یا پادو څخه کوم حیوان حلال کړي چې د هغه دپاره ډوډۍ تیاره کړي. د هغه په ځای یې د هغه غریب سړي ورۍ ونیوله او د خپل مېلمه دپاره یې کباب کړه.>

۵داود په هغه شتمن سړي باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: <زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هغه چا چې دا کار کړی دی د مرګ د سزا وړ دی! ۶په دې خاطر چې هغه داسې بې رحمه کار کړی دی، هغه باید د هغې ورۍ په ځای څلور چنده بېرته ورکړي.>

۷ناتان داود ته وویل: <هغه سړی ته یې! د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ته مې د اسراییلو پادشاه وټاکلې او د شائول څخه مې وژغورلې. ۸د هغه پادشاهي مې تاته دروبخښله او د هغه ښځې مې تاته په غېږ کې درکړې، ته مې په اسراییلو او یهودا باندې پادشاه کړې. که چېرې دا ستا دپاره بس نه وو نو ما به له دې څخه نور هم زیات درکړي وای. ۹ولې دې د څښتن حکمونه سپک وګڼل او د هغه په نظر کې دې داسې بد کار وکړ؟ تا اوریا داسې قتل کړ چې عمونیان دې پرېښودل چې هغه په جګړه کې ووژني. ۱۰اوس، له دې کبله چې تا ماته په سپکه سترګه کتلي دي او د اوریا د ښځې سره دې واده کړی دی، نو په هر نسل کې به ستا ځینې اولادې د تاوتریخوالي په وجه باندې مړې شي.

۱۱څښتن داسې وایي: زه به ستا د خپلې کورنۍ څخه په تا باندې عذاب راولم. ستا د سترګو په وړاندې به ستا ښځې واخلم او یو بل سړي ته به یې ورکړم او هغه به په رڼا ورځ ستا د ښځو سره څملي. ۱۲تا دا کار په پټه وکړ، مګر زه به دا کار په رڼا ورځ د ټولو اسراییلیانو په مخ کې وکړم.>

۱۳داود ناتان ته وویل: <ما د څښتن په مقابل کې ګناه کړې ده.>

ناتان ځواب ورکړ: <څښتن ته بخښلی یې، ته به د دې ګناه له کبله مړ نه شې. ۱۴مګر تا د دې بد کار له کبله د څښتن ډېره بې عزتي وکړه. نو ستا ماشوم به مړ شي.> ۱۵له هغې وروسته ناتان کور ته لاړ.

د داود د زوی مړینه

څښتن هغه ماشوم چې د اوریا کونډې داود ته زېږولی ؤ په سختې ناروغۍ اخته کړ. ۱۶داود د هغه ماشوم دپاره خدای ته زارۍ وکړې چې ماشوم روغ شي. هغه روژه ونیوله او هره شپه به د خپلې کوټې ته تله او ټوله شپه به یې په ځمکه تېروله. ۱۷د داود د ماڼۍ د خدمتګارانو مشران د هغه په سر ودرېدل او هیله یې وکړه چې هغه به له ځمکې څخه راپاڅیږي او د هغوی سره ډوډۍ وخوري، خو هغه انکار وکړ.

۱۸په اوومه ورځ هغه ماشوم مړ شو. د داود خدمتګاران ووېرېدل چې هغه ته خبر ورکړي، ځکه چې دوی وویل: <هغه وخت چې ماشوم لا ژوندی ؤ مونږ به د داود سره خبرې کولې او هغه مونږ ته ځواب نه راکاوه. نو څنګه به هغه ته ووایو چې د ده ماشوم مړ شوی دی؟ کېدای شي چې هغه خپل ځان ته کوم زیان ورسوي.>

۱۹داود ولیدل چې د هغه خدمتګاران په خپل منځ کې ګونګوسي کوي او پوه شو چې ماشوم یې مړ شوی دی. نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا ماشوم مړ شوی دی؟>

هغوی ځواب ورکړ: <هو، هغه مړ شوی دی.>

۲۰په هغه وخت کې داود له ځمکې څخه راپاڅېد. وروسته له هغې چې خپل ځان یې ومینځه، عطر یې وواهه او خپل کالي یې بدل کړل، هغه د څښتن کور ته لاړ او عبادت یې وکړ. بیا هغه خپلې ماڼۍ ته راستون شو او هغوی د ده په غوښتنه ډوډۍ ورته تیاره کړه او هغه یې وخوړله. ۲۱د هغه خدمتګاران حیران شول او ورته ویې ویل: <مونږ په دې نه پوهېږو، کله چې ماشوم ژوندی ؤ تاسو د هغه دپاره ژړل او څه مو نه خوړل. مګر څنګه چې هغه مړ شو راپاڅېدلئ او ډوډۍ مو وخوړله!>

۲۲داود وویل: <کله چې ماشوم ژوندی ؤ ما روژه ونیوله او ژړل مې، ما فکر کاوه: کېدای شي چې څښتن په ما باندې رحم وکړي او ماشوم به ژوندی وساتي. ۲۳مګر اوس چې هغه مړ شوی دی، ولې روژه ونیسم؟ آیا زه کولی شم چې هغه بېرته راژوندی کړم؟ زه هغه ته ورتلونکی یم، مګر هغه به هیڅکله بېرته ماته رانه شي.>

د سلیمان زېږېدنه

۲۴وروسته بیا داود خپلې ښځې بتشبع ته تسلي ورکړه او د هغې سره څملاست. هغې زوی وزېږاوه او داود ورباندې سلیمان نوم کېښود. څښتن د هغه ماشوم سره مینه کوله ۲۵له دې کبله څښتن د ناتان نبي په وسیله پیغام ورولېږه ترڅو په هغه باندې د یدیدیا نوم کېږدي.

داود د ربې ښار فتح کوي

(اول تواریخ ۲۰: ۱ – ۳)

۲۶په دې ترڅ کې یوآب د عمونیانو په پایتخت ربه باندې جګړه وکړه او شاهي کلا یې ونیوله. ۲۷یوآب داود ته استازي ورولېږل ویې ویل: <د ربه په مقابل کې وجنګېدم او د اوبو زېرمه مې ونیوله. ۲۸نو اوس خپلې پاتې لښکرې راغونډې کړه، ښار محاصره او بیا یې فتح کړه. که نه، نو زه به ښار فتح کړم او زما په نوم به یاد شي.> ۲۹نو داود ټول پاتې لښکر راغونډ کړ او ربه ته لاړ، حمله یې ورباندې وکړه او هغه یې فتح کړه. ۳۰داود د عموني پادشاه د سر څخه د سرو زرو تاج واخیست چې قیمتي تیږه په کې وه او شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه وزن یې درلود. داود هغه تاج راواخیست او په خپل سر یې کېښود. همدارنګه هغه د هغه ښار څخه په زیاته اندازه غنیمت ونیوه. ۳۱د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سره په سختو کارونو باندې وګمارل او مجبور یې کړل چې د خښتو په داشونو کې کار وکړي. هغه د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.