ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - اوولسم فصل

له داود سره د څښتن وعده

(دوهم سموییل ۷: ۱ - ۱۷)

۱وروسته له دې چې داود خپلې ماڼۍ ته کډه وکړه، هغه ناتان نبي ته وویل: «ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د سبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، خو د څښتن د لوظ صندوق په خېمه کې ایښودل شوی دی.»

۲ناتان ځواب ورکړ: «هرڅه چې ستا په زړه کې دي هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره مل دی.»

۳خو په هم هغه شپه څښتن ناتان ته وویل: ۴«لاړ شه او زما خدمتګار داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ته هغه څوک نه یې چې زما د اوسېدلو دپاره کور جوړ کړې. ۵له هغه وخته چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. هر چېرته چې زه د هغوی سره تللم، خېمه به زما کور ؤ. ۶ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. خو ایا کله مې د هغوی څخه چاته په ټول سفر کې ویلي دي چې د سبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟

۷نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ماته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې. ۸هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به تاته یو نوم درکړم لکه څنګه چې مې د نړۍ ډېرو لویو مشرانو ته ورکړی دی.

۹‏-۱۰ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای وټاکه او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. له هغه وخته چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. زه وعده کوم چې ستا ټولو دښمنانو ته به ماتې ورکړم او تاته به یوه شاهي کورنۍ درکړم. ۱۱هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پاچا کړم او د هغه پاچاهي به ټینګه وساتم. ۱۲هغه به هغه څوک وي چې زما دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پاچاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم. ۱۳زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. زه به خپله تلپاتې مینه ورنه لېرې نه کړم لکه څنګه چې مې د شاوول نه لېرې کړې وه، څوک چې ستا نه مخکې پاچا ؤ. ۱۴زه به د تل دپاره ستا زوی د خپل قوم او پاچاهۍ مشر کړم. د هغه پادشاهي به هېڅکله پای ته ونه رسیږي.»

۱۵ناتان داود ته هر هغه څه بیان کړل چې خدای ورته په رویا کې ښکاره کړي وو.

د داود د شکرانې دعا

(دوهم سموییل ۷: ۱۸ - ۲۹)

۱۶بیا داود پاچا د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه: «ای څښتن خدایه! هغه څه چې تا پخوا زما سره کړي دي زه او زما کورنۍ د هغې وړ نه یو. ۱۷خو بیاهم دا ستا په نظر کافي نه وو! تا د راتلونکو ډېرو کلونو دپاره هم زما د اولادې یعنې شاهي کورنۍ په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن خدایه، ته له ما سره داسې چلند کوې لکه زه چې یو ډېر مهم سړی یم. ۱۸زه ستا خدمتګار یم او ته مې پېژنې. زه نور څه ویلی شم؟ تا زما درناوی کړی دی! ۱۹ای څښتنه! زما په خاطر او د خپل مقصد دپاره دې دا ټول لوی کارونه وکړل او هغه دې ښکاره کړل.

۲۰څښتنه، هېڅوک ستا په شان نه دی. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، بې له تا بل خدای نشته. ۲۱د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قوم نشته، هغه قوم چې تا هغوی د مصر د غلامۍ څخه وژغورل، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا خپل قوم اسراییل د مصر څخه وژغوره او د هغه د وړاندې تګ سره سم دې نور قومونه وشړل. ۲۲اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.

۲۳ای څښتنه! اوس هغه وعده د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د کورنۍ سره دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو، هماغسې وکړه. ۲۴ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی. بیا به زما د اولادې پاچاهي د تل دپاره ټینګه وي. ۲۵دا ټول تا ماته ښکاره کړي دي او ماته دې وویل چې زما اولاده به ته پاچاهان کړې، نو ځکه مې ای خدایه دا جرات وکړ چې تاته دا دعا وکړم.

۲۶څښتنه، ته په رښتیا خدای یې او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو وعده کړې ده. ۲۷اوس مهرباني وکړه زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پاچاهان وي. څښتنه، تا پخوا زما کورنۍ ته برکت ورکړی ؤ او زه پوهېږم چې ته به مونږ ته د تل دپاره برکت راکړې.»