ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - اوولسم فصل

عیسی د خپلو شاګردانو دپاره دعا کوي

۱د دې خبرو نه وروسته عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «پلاره، هغه ساعت رارسېدلی دی. خپل زوی ته جلال ورکړه ترڅو چې زوی دې هم تاته جلال درکړي، ۲ځکه چې تا هغه ته په ټولو انسانانو باندې واک او اختیار ورکړی دی ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې هغه ته دې ورسپارلي دي، تلپاتې ژوندون ورکړي. ۳او تلپاتې ژوندون دا دی چې هغوی تا وپېژني چې ته یوازېنی رښتینی خدای یې او عیسی مسیح چې تا رالېږلی دی، وپېژني. ۴ما د هغه کار په سرته رسولو سره چې تا راته راسپارلی ؤ په دې نړۍ کې تاته جلال درکړ. ۵ای پلاره! اوس ماته دې په خپل حضور کې جلال راکړه، هماغه جلال چې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې مې ستا په حضور کې درلود.

۶ما ستا نوم هغو خلکو ته چې په نړۍ کې دې غوره کړل او ماته دې راکړل، وروپېژانده. هغوی ستا وو او تا ماته راکړل او هغوی ستا په کلام باندې عمل کړی دی. ۷اوس هغوی پوهیږي چې هرڅه چې تا راکړي دي هغه ستا له خوا دي. ۸ځکه چې هغه پیغام چې تا ماته راکړی دی هغه مې هغوی ته رسولی دی او هغوی قبول کړی دی. هغوی پوهیږي چې دا رښتیا دي چې زه ستا له خوا راغلی یم او په دې باندې ایمان لري چې زه تا رالېږلی یم.

۹زه د هغوی دپاره دعا کوم، د نړۍ دپاره یې نه کوم. زه د هغو خلکو دپاره دعا کوم چې تا راته راکړي دي ځکه چې هغوی ستا دي. ۱۰زه چې کوم خلک لرم هغه ستا دي او تا سره چې کوم خلک دي هغه زما دي او د هغو په وسیله زما جلال څرګند شوی دی. ۱۱زه نور په دې نړۍ کې نه پاتې کېږم او هغوی به لا په دې نړۍ کې پاتې وي او زه تاته درروان یم. ای سپېڅلی پلاره، د خپل نوم په قدرت سره هغه خلک چې ماته دې راکړي وساته، ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې مونږ سره یو یو. ۱۲هغه وخت چې زه د هغوی سره وم هغوی مې په هغه نوم چې تا راته راکړی ؤ وساتل او د هغوی نه یو هم هلاک نه شو، پرته له یو نه چې باید هلاک شي، ترڅو د خدای د کلام وینا رښتیا شي. ۱۳خو زه اوس تاته درروان یم او ترڅو پورې چې زه په دې نړۍ کې یم دا خبرې کوم د دې دپاره چې هغوی په خپلو زړونو کې په پوره توګه داسې خوشحالي ولري لکه زما خوشحالي. ۱۴ما ستا کلام هغوی ته ورساوه خو د نړۍ خلکو د هغه نه کرکه وکړه، ځکه چې هغوی د دې نړۍ نه دي لکه څنګه چې زه د دې نړۍ نه یم. ۱۵زه تاته دا دعا نه کوم چې هغوی د دې نړۍ نه لېرې کړې بلکې دا سوال کوم چې هغوی د شیطان نه وساتې. ۱۶لکه څنګه چې زه د دې نړۍ نه یم نو هغوی هم د دې نړۍ نه دي. ۱۷هغوی د خپل کلام په وسیله چې رښتینی کلام دی، وقف کړه چې ستا خدمت وکړي. ۱۸لکه څنګه چې تا زه نړۍ ته راولېږلم نو ما هم هغوی نړۍ ته لېږلي دي. ۱۹ما خپل ځان وقف کړ چې ستا خدمت وکړم، د دې دپاره چې هغوی هم په پوره توګه ستا خدمت ته وقف شي.

۲۰زه یوازې د دې شاګردانو دپاره دعا نه کوم بلکې د هغو خلکو دپاره یې هم کوم چې د دوی د پیغام په وسیله په ما باندې ایمان راوړي. ۲۱زه دعا کوم چې هغوی دې سره یو وي. ای پلاره، لکه څنګه چې ته په ما کې یې نو پرېږده چې هغوی دې هم په مونږ کې وي، ترڅو د نړۍ خلک په دې باندې ایمان ولري چې زه تا رالېږلی یم. ۲۲کوم جلال چې تا ماته راکړی ؤ هغه ما هغوی ته ورکړ، ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې زه او ته سره یو یو. ۲۳زه په هغوی کې اوسېږم او ته په ما کې اوسېږې، ترڅو هغوی په پوره توګه سره یو وي او د نړۍ خلک په دې پوه شي چې زه تا رالېږلی یم او د هغوی سره دومره مینه کوې لکه څنګه چې زما سره یې کوې.

۲۴ای پلاره، کوم خلک چې تا ماته راکړي دي زه غواړم چېرته چې زه یم هغوی دې هم زما سره وي، ترڅو زما جلال وویني چې تا ماته راکړی، ځکه تا د نړۍ د پیدایښت نه مخکې ما سره مینه کړې ده. ۲۵ای عادل پلاره! نړۍ ته ونه پېژندلې، خو ما پېژندلی یې او دوی پوهیږي چې تا زه رالېږلی یم. ۲۶ما ته هغوی ته وروپېژندلې چې ته څوک یې او نور به دې هم وروپېژنم، ترڅو هغه مینه چې ته یې په ما کې لرې په هغوی کې یې هم ولرې او زه به په هغوی کې اوسم.»