ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - شپږویشتم فصل

د اسراییلیانو دوهمه سرشمېرنه

۱له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه د کورنیو په اساس وکړئ، یعنې د هغو ټولو خلکو چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.> ۳په هغه وخت کې د اسراییلو ټول قوم د موآب په ډاګونو کې اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په غاړه خېمې ودرولې وې.

نو حضرت موسیٰ او العازار کاهن د اسراییلو مشرانو ته د دې سرشمېرنې په باره کې داسې لارښوونه وکړه: ۴<لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی دی هغه ټول اسراییلیان چې عمر یې شل کاله یا زیات وي وشمارئ.>

دا هغه اسراییلیان دي چې د مصر څخه راوتلي وو:

  • ۵د روبین د قبیلې څخه (روبین د حضرت یعقوب مشر زوی ؤ): د حنوک، فلو، ۶حصرون او کرمي طایفې، ۷د دې طایفو شمېر ۴۳۷۳۰ تنه نارینه وو. ۸د فلو اولاده: الیاب ۹او د هغه زامن نموئیل، داتان او ابیرام. (دا هماغه داتان او ابیرام دي چې د قوم له خوا انتخاب شوي وو، مګر هغوی د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره مخالفت وکړ او د قورح د پیروانو سره یوځای شول او د څښتن په مقابل کې یې سرکشي وکړه. ۱۰ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د قورح سره ژوندي تېر کړل. په هماغه وخت کې اور ۲۵۰ تنه له منځه یوړل. هغوی نورو اسراییلیانو ته د خبرداري په توګه وو. ۱۱مګر د قورح زامن ونه وژل شول.)
  • ۱۲‏-۱۴د شمعون د قبیلې څخه ۲۲۲۰۰ تنه وو، هغوی د نموئیل، یامین، یاکین، زارح او شائول د طایفو څخه وو.
  • ۱۵‏-۱۸د جاد د قبیلې څخه ۴۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د صفون، حجي، شوني، ازني، عیري، ارود او ارئیلي د طایفو څخه وو.
  • ۱۹‏-۲۲د یهودا د قبیلې څخه ۷۶۵۰۰ تنه وو، هغوی د شیله، فارص، زارح، حصرون او حامول د طایفو څخه وو. د یهودا زامن عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.
  • ۲۳‏-۲۵د یساکار د قبیلې څخه ۶۴۳۰۰ تنه وو، هغوی د تولع، فوه، یاشوب او شمرون د طایفو څخه وو.
  • ۲۶‏-۲۷د زبولون د قبیلې څخه ۶۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د سارد، ایلون او یحلیئیل د طایفو څخه وو.
  • ۲۸د حضرت یوسف قبیلې چې هغه د دوو زامنو یعنې منسي او افرایم پلار ؤ.
  • ۲۹‏-۳۴د منسي د قبیلې څخه ۵۲۷۰۰ تنه وو، هغوی د دغو طایفو څخه وو: د منسي د زوی ماخیر طایفه، د هغه د زوی جلعاد طایفه او د ماخیر د شپږو لمسیو طایفې: ایعزر، حالق، اسریئیل، شکیم، شمیداع او حافر. د حافر زوی صلفحاد هیڅ زامن نه درلودل، مګر پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه.
  • ۳۵‏-۳۷د افرایم د قبیلې څخه ۳۲۵۰۰ تنه وو، هغوی د شوتالح، باکر، تاحن او د شوتالح د زوی عیران د طایفو څخه وو.
  • ۳۸‏-۴۱د بنیامین د قبیلې څخه ۴۵۶۰۰ تنه وو، هغوی د بالع، اشبیل، احیرام، شفوفام، حوفام او د بالع د دوو زامنو ارد او نعمان د طایفو څخه وو.
  • ۴۲‏-۴۳د دان د قبیلې څخه ۶۴۴۰۰ تنه وو، هغوی ټول د شوحام د طایفې څخه وو.
  • ۴۴‏-۴۷د اشیر د قبیلې څخه ۵۳۴۰۰ تنه وو، هغوی د یمنه، یشوي، بریعه او حابر او ملکیئیل یعنې د بریعه د زامنو د دوو طایفو څخه وو. سارح د اشیر لور وه.
  • ۴۸‏-۵۰د نفتالي د قبیلې څخه ۴۵۴۰۰ تنه وو، هغوی د یاحصئیل، جوني، یصر او شلیم د طایفو څخه وو.
  • ۵۱په لست کې د اسراییلو د ټولو نفرو شمېر ۶۰۱۷۳۰ تنه ؤ.

۵۲څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۵۳<د کنعان ځمکه په دغو قبیلو باندې د هغو نفرو د شمېر په مطابق چې په هرې قبیلې کې دي ووېشه. ۵۴‏-۵۶ځمکه د پچو په اساس ووېشه. لویې قبیلې ته زیاته برخه او کوچنۍ قبیلې ته کمه برخه ورکړه.>

۵۷د لاوي په قبیلې کې دا طایفې شاملې وې: جرشون، قهات، مراري، ۵۸او همدارنګه د لبني، حبرون، محلي، موشي او قورح طایفې. قهات د عمرام نیکه ؤ. ۵۹د عمرام د ښځې نوم یوکابد ؤ چې د لاوي د اولادې څخه وه او په مصر کې زېږېدلې وه. د عمرام او یوکابد درې اولادونه وو، یعنې حضرت هارون، حضرت موسیٰ او مریم. ۶۰حضرت هارون د ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پلار ؤ. ۶۱مګر ناداب او ابیهو په هغه وخت کې مړه شول کله چې هغوی څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه.

۶۲د لاوي په قبیله کې ۲۳۰۰۰ تنه نارینه وو او په هغو کې داسې هلکان هم وو چې عمر یې لږ تر لږه یوه میاشت ؤ. د نورو قبیلو سره د هغوی نومونه په لست کې نه وو ځکه چې هغوی ته په کنعان کې ځمکه نه ورکول کېدله.

۶۳په هغه وخت کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، حضرت موسیٰ او العازار هغوی وشمېرل. ۶۴د هغو خلکو څخه چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د سینا په دښته کې شمېرلي وو، یو هم ژوندی پاتې نه ؤ. ۶۵څښتن فرمایلي وو چې پرته د یفنه د زوی کالیب او د نون زوی یوشع څخه نور ټول به په دښته کې مړه شي.