يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - نولسم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱بيا ايُوب جواب ورکړو، ۲”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟ ۳تا لس ځلې زما بې‌عزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟ ۴او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟ ۵تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې. ۶نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے. ۷ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته. ۸خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى. ۹هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے. ۱۰هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى. ۱۱هغه زما خِلاف سخت غصه شوے دے، او هغه مې خپل دشمن ګڼى. ۱۲د هغۀ فوجيان راغونډ شوى دى، هغوئ په ما باندې حملې دپاره لارې تيارې کړې دى. او زما د خېمې نه ګېرچاپېره يې خېمې لګولې دى. ۱۳زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى. ۱۴زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم، ۱۵زما په کور کښې مېلمنو زۀ هېر کړے يم، زما وينځې ما پردے سړے ګڼى، زۀ د هغوئ په نظر کښې يو مسافر يم. ۱۶زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم. ۱۷زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى. ۱۸واړۀ ماشومان هم ما ته سپک ګورى، کله چې زۀ هغوئ سره خبرې کول غواړم نو هغوئ ما ته شا کړى. ۱۹زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے. ۲۰په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم. ۲۱اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم. ۲۲تاسو د خُدائ پاک په شان ولې ما پسې يئ، تاسو زۀ ښۀ نۀ يم کړولے څۀ؟ ۲۳کاش چې زما خبرې ليکلے شوے وے، کاش چې زما خبرې په يو کِتاب کښې بيان شوے وے. ۲۴کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے. ۲۵زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى، ۲۶او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم، ۲۷زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم. ما سره صرف هم دغه فکر دے. ۲۸ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده. ۲۹د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“