ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - شپږویشتم فصل

د حاصلاتو نذرانې او عشر

۱کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته واوسېږئ، ۲تاسو هر یو باید د هر فصل اوله برخه چې تاسو یې رېبئ په یوې ټوکرۍ کې واچوئ او د خپلو ځانونو سره یې هغه ځای ته یوسئ چې ستاسو څښتن خدای یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي. ۳بیا د هغه وخت کاهن ته ورشئ او داسې ورته ووایئ: زه نن خپل څښتن خدای ته دا اقرار کوم چې زه هغه وطن ته ورداخل شوی یم چې هغه یې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه چې مونږ ته به یې راکړي.

۴کاهن به ستاسو څخه ټوکرۍ واخلي او د څښتن خدای د قربانۍ د ځای په مخ کې به یې کېږدي. ۵بیا به تاسو د څښتن په حضور کې دا خبرې بیان کړئ: زما نیکه چې د ارام څخه ؤ یو در په در ګرځېدونکی سړی ؤ. هغه خپله کورنۍ مصر ته بوتله چې هلته واوسیږي. کله چې هغوی هلته لاړل، د هغوی شمېر کم ؤ، مګر یو لوی او قدرتمند قوم ورڅخه جوړ شو. ۶مصریانو زمونږ سره بده رویه کوله او مونږ یې دې ته مجبورولو چې د غلامانو په توګه کار وکړو. ۷بیا مونږ د خپلو نیکونو څښتن خدای ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او ویې لیدل چې مونږ څومره بې وزلي وو چې مصریانو راباندې ظلم کاوه او مونږ یې مجبورولو چې سخت کار وکړو. ۸هغه د زورورو معجزو په ښودلو سره مصریان سخت ووېرول او په خپل لوی قدرت او قوت سره یې مونږ د مصر څخه ازاد کړو. ۹هغه مونږ دلته راوستلو او دا غني او حاصلخېزه ځمکه یې مونږ ته راکړه. ۱۰نو اوس زه تاته د هغو حاصلاتو اولنۍ برخه راوړم چې تا څښتن راته راکړي دي.

ټوکرۍ د څښتن په حضور کې کېږدئ او هلته عبادت وکړئ. ۱۱بیا لاړ شئ او د هغو ټولو ښو شیانو په خاطر چې ستاسو څښتن خدای تاسو او ستاسو کورنیو ته درکړي دي جشن ونیسئ. دا یاد ساتئ چې لاویانو او هغه بېګانه خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي په دې جشن کې بلنه ورکړئ.

د حاصلاتو لسمه برخه

۱۲په هر دریم کال د خپلو حاصلاتو لسمه برخه یعنې عشر هغو لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکوئ، ترڅو هغوی د خوراک دپاره هرڅه ولري. ۱۳بیا څښتن ته داسې ووایئ: ما د خپل کور څخه هغه لسمه برخه چې مقدسه ده واخیستله او هغه مې ستا د امر سره سم لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته ورکړه. ما ستا د هغو امرونو څخه چې د عشر په هکله دي، د هیڅ یو څخه سرغړونه نه ده کړې او نه مې هېر کړی دی. ۱۴ما د غمرازۍ په وخت کې د دې مقدس عشر څخه هیڅ شی نه دی خوړلی. کله چې زه ناپاک وم هغو ته مې لاس نه دی وروړی او نه مې د هغو څخه د مړو په نوم څه ورکړي دي. ای څښتنه، ما ستا اطاعت کړی دی او تا چې ماته هر حکم کړی دی هغه مې په ځای کړی دی. ۱۵ای څښتنه، د خپل مقدس ځای څخه چې په اسمان کې دی لاندې وګوره او خپل قوم یعنې اسراییلو ته برکت ورکړه. په هغې غني او حاصلخېزې ځمکې کې هم برکت واچوه چې تا مونږ ته د هغې وعدې سره سم راکړې ده چې زمونږ د نیکونو سره دې کړې وه.

د څښتن خپل قوم

۱۶نن تاسو ته خپل څښتن خدای امر کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ. نو په وفادارۍ سره او د زړه له کومي هغو ته غاړه کېږدئ. ۱۷نن تاسو اقرار وکړ چې څښتن ستاسو خدای دی. تاسو وعده کړې ده چې د هغه اطاعت به کوئ، د هغه د ټولو قوانینو څخه به پیروي کوئ او د هغه په ټولو حکمونو باندې به عمل کوئ. ۱۸څښتن د خپلې وعدې سره سم نن دا اقرار کړی دی چې تاسو د هغه خاص قوم یئ او تاسو ته امر کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ. ۱۹څښتن به ستاسو قوم د نورو ټولو قومونو څخه چې هغه پیدا کړي دي لوی کړي او ستاسو صفت او عزت به کیږي. تاسو به د څښتن د وعدې سره سم د هغه خپل قوم یئ.>