ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - پنځه ویشتم فصل

موآبیان اسراییلیان بې لارې کوي

۱کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل. ۲دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. هغو سړیو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ. ۳څښتن په اسراییلیانو باندې په قهر شو ځکه چې هغوی د بعل فغور د خدای عبادت کړی ؤ. ۴نو هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ټول مشران بوځه او په رڼا ورځ یې زما په حضور کې اعدام کړه، بیا به زما سخت قهر په اسراییلیانو باندې سوړ شي.> ۵حضرت موسیٰ هغو اسراییلیانو ته چې د قاضیانو په توګه یې کار کاوه وفرمایل: <تاسو هر یو باید د خپلې قبیلې هغه نفر ووژنئ چې د بعل فغور عبادت یې کړی دی.>

۶یو اسراییلي سړي د حضرت موسیٰ او ټول قوم په مخ کې چې هغوی د مقدسې خېمې په دروازه کې ژړل، یوه مدیانۍ ښځه خپل کور ته راوستله. ۷د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي فینحاس هغه ولیدل او د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه لاړ. هغه یوه نېزه راواخیستله ۸او د هغه سړي پسې خېمې ته ورننوت او د هغه په بدن او د ښځې په ګېډه کې یې ومنډله. په دې ډول څښتن هغه وبا بنده کړه چې اسراییلیان یې له منځه وړل، ۹مګر وبا لا له مخکې څخه ۲۴۰۰۰ نفره وژلي وو.

۱۰څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۱<فینحاس د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي زما قهر چې په اسراییلو باندې راغلی ؤ سوړ کړ. هغه په ما باندې غیرت وکړ نو په دې خاطر مې هغوی تباه نه کړل. ۱۲نو ورته ووایه چې زه د هغه سره داسې لوظ کوم چې د همېش دپاره به اعتبار ولري. ۱۳هغه او د هغه اولاده به د تل دپاره زما کاهنان وي، ځکه چې هغه د خپل خدای د عزت دپاره غیرت وکړ او د اسراییلیانو دپاره یې کفاره ادا کړه.>

۱۴د هغه اسراییلي نوم چې د مدیانۍ ښځې سره ووژل شو، د سالو زوی زمري ؤ او هغه د شمعون د قبیلې یو مشر ؤ. ۱۵د ښځې نوم کزبي ؤ. د هغې پلار صور د مدیانیانو د طایفو یو مشر ؤ.

۱۶څښتن حضرت موسیٰ ته امر وکړ: ۱۷<په مدیانیانو باندې حمله وکړه او هغوی ووژنه. ۱۸دا د هغه بد کار له کبله چې تاسو سره یې وکړ چې په فغور کې یې وغولولئ چې بعل فغور ته عبادت وکړئ او د کزبي له کبله چې د یو مدیاني مشر لور وه او په فغور کې د وبا په وخت کې ووژل شوه.>