ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - اته ویشتم فصل

داود او د خدای د کور د ودانولو نقشه

۱داود پاچا د اسراییلو ټول مشران یعنې د قبیلو مشران، د هغو فرقو قوماندانان چې د پاچا خدمت به یې کاوه، د لښکرو نور قوماندانان، د شاهي شتمنۍ او د څارویو رسمي مسؤولان، د ماڼۍ درباریان او زړور جنګیالي – په اورشلیم کې راغونډ کړل.

۲داود د هغوی مخې ته ودرېده او داسې وینا یې ورته وکړه: «زما ورونو او زما د قوم خلکو! ما غوښتل چې د لوظ د صندوق دپاره یو تلپاتې کور ودان کړم، یعنې هغه صندوق چې زمونږ د څښتن خدای د پښو ایښودلو د چوکۍ دپاره وي. ما د کور د ودانولو دپاره چې د هغه د عزت دپاره دی، تیاری نیولی دی. ۳خو خدای ماته وویل: ته زما کور نه شې جوړولی، ځکه چې ته یو جنګیالی یې او ډېره وینه دې تویه کړې ده. ۴بیاهم د اسراییلو څښتن خدای زه او زما اولاده د دې دپاره غوره کړي یو چې د تل دپاره په اسراییلو باندې پاچاهي وکړو. هغه یهودا د دې دپاره غوره کړ چې په اسراییلو کې مشره قبیله شي. بیا څښتن له یهودا څخه زما د پلار کورنۍ غوره کړه او رضا یې دا وه چې د هغې کورنۍ څخه زه د ټولو اسراییلو پاچا شم. ۵څښتن راته ډېر زامن راکړل او له هغوی ټولو څخه یې سلیمان غوره کړ چې زما په ځای اسراییلو پاچا شي. ۶څښتن ماته وویل: ستا زوی سلیمان به زما کور ودان کړي. ما هغه غوره کړی دی چې هغه به زما زوی او زه به د هغه پلار یم. ۷که چېرې هغه تل زما د حکمونو او قوانینو پوره اطاعت وکړي، لکه څنګه چې یې اوس کوي، زه به د هغه پاچاهي د تل دپاره ټینګه وساتم.

۸زما خلکو، تاسو د څښتن د قوم څخه یئ چې دلته له ټولو اسراییلو څخه راغونډ شوي یئ. اوس خدای شاهد دی او تاسو هم شاهدان یئ، زه غواړم چې تاسو دا وعده وکړئ چې د څښتن خدای د هر امر اطاعت به په غور سره کوئ. بیا به دا ځمکه ستاسو وي او تاسو کولای شئ چې دا د تل دپاره راتلونکو نسلونو ته د میراث په توګه پرېږدئ.

۹زما زویه سلیمانه، زما خدای وپېژنه او د زړه له کومي او په خپلې رضا سره د هغه خدمت کوه. هغه ستا د ټولو فکرونو او خیالونو څخه خبر دی، نو که چېرې د هغه په لټه کې اوسې، هغه به پیدا کړې. خو که چېرې د هغه څخه مخ وګرځوې، هغه به د تل دپاره تا رد کړي. ۱۰ته باید په دې پوه شې چې څښتن د دې دپاره غوره کړی یې چې د هغه د عبادت کولو دپاره کور ودان کړې. ډاډه اوسه او هغه کار وکړه چې تاته درسپارل شوی دی.»

۱۱وروسته له دې چې د داود خبرې پای ته ورسېدلې، هغه سلیمان ته د خدای د کور د ودانولو نقشې ورکړې چې په کې برنډه، تحویلخانې، د دوهم پوړ او دنننۍ کوټې او ډېر سپېڅلی ځای شامل ؤ چېرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کیږي. ۱۲هغه سلیمان ته د څښتن د کور د ګردچاپېره حوېلیو او کوټو دپاره خپلې ټولې نقشې ورکړې او د هغو کوټو دپاره یې هم نقشې ورکړې چې د کور خزانې او هغه سوغاتونه په کې ذخیره کېدل چې خدای ته وقف شوي وو.

۱۳داود سلیمان ته د کاهنانو او د لاویانو د ډلو د وظیفو دپاره، همدارنګه د هغه کار دپاره چې د څښتن په کور کې ورته اړتیا وه او په هغه شیانو باندې د پام کولو دپاره چې په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده، نقشه ورکړه. ۱۴هغه سلیمان ته وویل چې څومره سره او سپین زر د خدای د کور د مختلفو شیانو د جوړولو دپاره په کار دي، ۱۵‏-۱۶چې په کې څراغدانونه، څراغونه، د سپینو زرو مېزونه او د سرو زرو هر مېز چې ورباندې هغه ډوډۍ ایښودل کېده چې خدای ته وړاندې کېدله، شامل وو. ۱۷هغه دا لارښوونه هم ورکړه چې څومره سوچه سره زر دې په پنجو، د وینې د شیندلو په کاسو، په پیالو او په نورو کاسو کې ترې کار واخیستل شي، څومره سپین او سره زر دې د پشقابونو په جوړولو کې ۱۸او څومره سوچه سره زر دې د خوشبویۍ د سوځولو په قربانګاه او د هغې جنګي ګاډۍ په جوړلو کې ترې کار واخیستل شي چې د هغو اسماني مخلوقاتو دپاره وه چې خپل وزرونه یې د څښتن د لوظ د صندوق دپاسه خپاره کړي وو.

۱۹بیا داود سلیمان ته وویل: «د دې نقشې ټول تفصیل د خدای له لارښوونې سره سم لیکل شوی دی او هغه یې ماته روښانه کړي دي. ۲۰قوي او زړور اوسه، په کار پیل وکړه او هېڅ شی مه پرېږده چې ستا د لارې خنډ شي. زما څښتن خدای ستا سره مل دی. هغه به دې یوازې پرېنږدي، خو تر هغه وخته پورې به ستا سره پاتې شي، ترڅو چې د څښتن د کور کار پای ته ورسیږي. ۲۱کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې ورسپارل شوې دي او هر ډول ماهر کارګران راضي دي چې ستا سره مرسته وکړي. همدارنګه خلک او د هغوی مشران به هر هغه څه کوي چې ته یې ورته وایې.»