يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - دولسم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱نو ايُوب جواب ورکړو، ۲”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى. ۳خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى. ۴زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم. ۵کوم خلق چې په آرام وى نو هغوئ په هغه چا پورې خندا کوى چې څوک په تکليف کښې دى، او هغه خلقو له ديکه ورکوى د چا چې پښې ښوئيږى. ۶د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى. ۷خو د ځناورو نه تپوس وکړئ او هغوئ به ستاسو رهنمائى وکړى، او په هوا کښې د مارغانو نه تپوس وکړئ، نو هغوئ به تاسو ته ښودنه وکړى، ۸او د زمکې د بوټو نه تپوس وکړئ، نو دا به تاسو ته ښودنه وکړى، او د سمندر کبانو نه تپوس وکړئ نو هغه به تاسو ته دا بيان وکړى. ۹ځکه چې هغوئ ټولو ته پته ده چې زما تکليف د مالِک خُدائ د طرف نه دے. ۱۰د هغۀ په لاس کښې د هر ژوندى څيز ژوند دے او د هغۀ په لاس کښې د هر بشر ساه ده. ۱۱ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟ ۱۲ولې حِکمت د سپين‌ږيرو سره نۀ وى څۀ؟ ولې زيات عُمر سره پوهه نۀ راځى څۀ؟ ۱۳حِکمت او طاقت د خُدائ پاک سره دى، د هغۀ سره رهنمائى او پوهه شته دے. ۱۴چې هغه څۀ وران کړى نو هيڅ څوک يې بيا نۀ شى جوړولے، او چې هغه کوم سړے قېدى کړى نو هغه خلاصېدلے نۀ شى. ۱۵کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى. ۱۶طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى. ۱۷هغه د مشرانو نه پوهه اخلى، او د قاضيانو نه کم عقلان جوړوى. ۱۸هغه د بادشاهانو نه اختيار واخلى، او د هغوئ نه غلامان جوړ کړى. ۱۹هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى. ۲۰هغه اعتبارى مشيران غلى کړى، د مشرانو نه حِکمت يوسى. ۲۱هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى. ۲۲هغه د قبر تيارۀ لرې کوى، او هغه تکه توره تيارۀ په رڼا بدلوى. ۲۳هغه قومونه تکړه کړى او بيا يې تباه کړى، هغه قومونه لوئ کړى او بيا يې پرېږدى. ۲۴هغه د دُنيا د مشرانو نه پوهه ختموى، او پرې يې ږدى چې سرګردانه او پرېشانه ګرځى. ۲۵هغه مشران په تيارۀ کښې د ړندو په شان سرګردانه ګرځى، او د شرابى په شان يې ځنګېدلے کړى.