ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

عزرا - اووم فصل

اورشلیم ته د عزرا رارسېدل

۱وروسته له ډېرو کلونو څخه کله چې ارتخششتا د فارس پاچا ؤ، د عزرا په نوم یو سړی ؤ چې شجره یې تر مشر کاهن هارون پورې رسېدله. د هغه شجره په لاندې ډول وه: عزرا د سرایا زوې ؤ، سرایا د عزریا زوی ؤ، عزریا د حلقیا زوی ؤ، ۲حلقیا د شلوم زوی ؤ، شلوم د صادوق زوی ؤ، صادوق د اخیطوب زوی ؤ، ۳اخیطوب د امریا زوی ؤ، امریا د عزریا زوی ؤ، عزریا د مرایوت زوی ؤ، ۴مرایوت د زرحیا زوی ؤ، زرحیا د عزي زوی ؤ، عزي د بقي زوی ؤ، ۵بقي د ابیشوع زوی ؤ، ابیشوع د فینحاس زوی ؤ، فینحاس د العازار زوی ؤ او العازار د مشر کاهن هارون زوی ؤ.

۶‏-۷عزرا یو دیني عالم ؤ او په تورات باندې چې د اسراییلو څښتن خدای موسی ته ورکړی ؤ، ښه پوهېده. په دې خاطر چې عزرا سره د خپل څښتن خدای برکت ؤ، نو هرڅه چې هغه غوښتل، پاچا هغه ته ورکول. د ارتخششتا د امپراتورۍ په اووم کال عزرا د بابل نه روان شو او د یوې ډلې اسراییلیانو سره چې په هغو کې کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساز غږوونکو، د خدای د کور ساتونکو او خدمتګارانو ګډون درلود، اورشلیم ته لاړ. ۸‏-۹عزرا د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د بابل نه روان شو او د خدای په مرسته د پنځمې میاشتې په لومړۍ ورځ اورشلیم ته راورسېدل. ۱۰دا مرسته ځکه ورسره وشوه چې عزرا خپل ژوند د څښتن د شریعت زده کړې ته، په هغه باندې عمل کولو ته او د اسراییلو خلکو ته د شریعت د حکمونو او قوانینو ورزده کولو ته وقف کړی ؤ.

هغه لیک چې ارتخششتا پاچا عزرا ته ورکړ

۱۱ارتخششتا پاچا دا لاندېنی لیک عزرا ته چې کاهن او دیني عالم ؤ، ورکړ. ځکه چې هغه په هغو قوانینو او حکمونو باندې ښه پوهېده چې څښتن اسراییلو ته ورکړي وو:

  • ۱۲«د ارتخششتا، د پاچاهانو پاچا له خوا عزرا کاهن ته چې د اسمانونو د خدای د شریعت عالم دی، سلامونه:
  • ۱۳زه په دې توګه امر کوم چې د اسراییلو هغو ټولو خلکو، د هغوی کاهنانو او لاویانو ته چې زما په ټوله امپراتورۍ کې دي او غواړي چې ستا سره اورشلیم ته لاړ شي، اجازه ورکړل شي. ۱۴ما د خپلو اووه مشاورانو سره یوځای پرېکړه وکړه چې تا عزرا ولېږم چې په اورشلیم او یهودا کې حالات وڅېړې او وګورې چې ستا د خدای شریعت چې تاته سپارل شوی دی څنګه ورڅخه اطاعت کیږي. ۱۵ته باید د سرو او سپینو زرو هغه نذرانې د ځان سره یوسې چې زه او زما مشاوران غواړو هغه د اسراییلو خدای ته چې کور یې په اورشلیم کې دی، ورکړو. ۱۶ته باید هغه سپین او سره زر چې د بابل د ټولې سیمې څخه یې راټولوې او هغه نذرانې چې د اسراییلو خلک او کاهنان یې په خپله خوښه اورشلیم کې د خپل خدای کور ته ورکوي، هم یوسې.
  • ۱۷ته باید دا پیسې په ډېر پام سره ولګوې او په هغو باندې غویان، پسونه، وري، غلې دانې او شراب واخلې او هغه په اورشلیم کې ستاسو د خدای د کور د قربانۍ په ځای باندې قرباني کړې. ۱۸هرڅه چې تاته او ستا ملګرو ته ښه ښکاري د هغو دپاره د پاتې سپینو او سرو زرو څخه د خپل خدای د رضا سره سم ولګوئ. ۱۹هغه لوښي چې تاته ستا د خدای د کور په کارونو کې د استعمالولو دپاره درکړل شوي دي هغه ټول د اورشلیم خدای ته وړاندې کړه. ۲۰ستا د خدای د کور دپاره هر شي ته چې اړتیا وي، ته کولای شې چې د شاهي خزانې څخه یې واخلې.
  • ۲۱زه ارتخششتا د فرات د سیند د لوېدیځې خوا سیمې ټولو خزانه دارانو ته حکم کوم چې هرڅه چې کاهن او د اسمانونو د خدای د شریعت عالم عزرا یې ستاسو څخه غواړي، هغه ورته زر تیار کړئ. ۲۲هغه ته تر درې زره او څلور سوه کیلوګرامو پورې سپین زر، لس ټنه غنم، دوه زره لیتره شراب، دوه زره لیتره د زیتونو تېل او هرڅومره مالګې ته چې اړتیا ولري، ورکړئ. ۲۳هرڅه چې د اسمانونو خدای یې د خپل کور دپاره غواړي باید هغه ورته په احتیاط سره تیار کړئ. هغه کار ونه کړئ چې څښتن په ما او په هغو پاچاهانو باندې چې زما څخه وروسته راځي، په قهر شي. ۲۴تاسو ته اجازه نشته چې د کاهنانو، لاویانو، سندرغاړو، ساتونکو، خدمتګارانو او هغو نورو کار کوونکو څخه چې د خدای د دې کور پورې تړاو لري باج او مالیه راټوله کړئ.
  • ۲۵ای ښاغلیه عزرا! د هغه حکمت له مخې چې خدای تاته درکړی دی مدیران او قاضیان وټاکه چې په هغو خلکو باندې حکومت وکړي چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا کې دي او ستاسو د خدای د حکمونو لاندې خپل ژوند تېروي. هغه څوک چې په هغو حکمونو باندې نه پوهیږي باید هغوی ته یې ورزده کړئ. ۲۶که چېرې څوک ستاسو د خدای د قوانینو یا د پاچا د قوانینو څخه سرغړونه وکړي، هغوی ته باید ډېر زر سزا ورکړل شي. یا دې هغوی ووژل شي، یا دې د وطن څخه وشړل شي، یا دې د هغوی شتمني ورڅخه واخیستل شي او یا دې بندي شي.»

عزرا او د خدای ستاینه

۲۷عزرا وویل: «زمونږ د نیکونو څښتن خدای ته دې ثنا وي! هغه پاچا دې ته راضي کړ چې په دې ډول په اورشلیم کې د څښتن د کور عزت او درنښت وکړي. ۲۸څښتن په ما باندې پاچا، د هغه مشاوران او لوړ رتبه درباریان مهربانه کړل. زما څښتن خدای ماته دا توان راکړ ترڅو وکولای شم د اسراییلو د قوم مشران راټول کړم چې زما سره بېرته اورشلیم ته راشي.»